یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکېې سږ کال ۴۰زره او ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي شړلي

ترکېې سږ کال ۴۰زره او ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي شړلي

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې‌ سږ کال یې ۴۰ زره او پنځه سوه افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ويستي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دومره موده کې ېې ټولټال څه باندې ۹۷ زره کډوال له خپلې خاورې شړلي، چې تر ټولو زيات شمېر یې افغان پناه غوښتونکي دي.

 د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، چې دا مهال ترکیه د درې اعشاریه اته میلیونه کډوالو کوربه ده.

د بښنې نړېوال سازمان څه موده مخکې ترکیه د هغو هېوادونو په لیست کې اعلان کړ، چې افغان کډوالو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

يو شمير افغان شنونکي د ترکیې د دغه چلند له غندلو سره د طالبانو حاکمه اداره د افغان پناه غوښتونکو د حقونو د نقض په اړه په بې تفاوتۍ تورنوي او وايي، چې دا اداره له هرې مجبورۍ هېواد نه وتلو او وتونکو خلکو ته د خپل دښمنانو په سترګه ګوري او د هر ډول حقونو د نقض په اړه ېې چوپه خوله دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څه موده مخکې د امريکا او متحدينو له لوري یې د تخلیې بهیر له لارې له افغانستان څخه د ويستل شويو پناه غوښتونکو د بشري حقونو د نقض ادعا شوې وه، چې د څارونکو په وينا تر ډېره سياسي بڼه ېې لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب