تاند(سې شنبه، د عقرب ۱۰ مه) د کرکټ شل اوره نړیوال جام سیالۍ خورا حساس پړاو ته رسیدلي دي.
پرون استرالیا په ۴۲ منډو ایرلنډ ته ماتې ورکړه او ځان یې په خپل ګروپ کې له نیوزیلنډ وروسته نیمه پایلوبې ته نژدې کړ.
راتلونکې دوې سیالۍ د ټولو لوبډلو په تیره بیا افغانستان لپاره ډیرې مهمې دي.
له هر ګروپه دوې لوبډلې نیمه پایلوبې ته وځي. له دې کبله افغانستان ته پکار ده چې دوې پاتې لوبې له سریلانکا او استرالیا څخه وګټي. د ګټلو په صورت کې به بیا هم د منډو اوسط یا رنز رېټ ټاکونکی وي.
په لومړي ګروپ کې، چې افغانستان هم پکې دی، اوس وضعیت په دې ډول دی:
نن د افغانستان او سریلانکا او د انګلیستان او نیوزیلنډ لوبې ښايي څرګنده کړي چې کوم ټیمونه باید خپلو هیوادونو ته د بېرته تلو تیاري ونیسي.
د نوومبر په ۴ مه آیرلنډ او نیوزیلنډ سیالي کوي، د افغانستان او استرالیا مسابقه به د جمعې په ورځ (د نوومبر ۴ مه) وي. او سریلانکا به له انګلیستان سره د نوومبر په ۵ مه مخامخ شي.
نیوزیلنډ
تر دې دمه په اول ګروپ کې تر ټولو ښه موقعیت د نیوزیلنډ دی چې خپلې دواړه مسابقې یې ګټلي، یوه یې د باران له کبله لغوه شوې او ۵ پواینټونه لري. که په پاتې دوو مسابقو کې یوه هم وګټي نیمه پایلوبې ته وځي خو که دواړه وګټي سل په سلو کې وځي.
استرالیا
استرالیا له پروني بري سره د جدول دوهم ټیم ته لوړ شو. خو بیا هم د افغانستان په وړاندې بري ته اړتیا لري. حتي که افغانستان ته ماتې هم ورکړي بیا یې هم نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس یقیني نه دی ځکه چې د منډو اوسط یې تر نیوزیلنډ او انګلیستان ټیټ دی.
انګلستان
له استرالیا وروسته په لومړي ګروپ کې درېیم ځای لري خو په خپل ګروپ کې د دوهم کېدو چانس لري او حتي که نیوزیلنډ ته د سې شنبې په ورځ ماتې ورکړي، ممکن انګلیستان د جدول سر ته راشي. مګر دا چې استرالیا په ډیر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړي. له همدې کبله به استرالیا هڅه کوي چې افغانستان ته په لوی توپیر ماتې ورکړي.
آیرلنډ
ایرلنډ له دې سره سره چې پرون استرالیا آیرلنډ ته بده ماته ورکړه، هیله لري چې یو له دوو ټیمونو څخه وي چې له خپل ګروپه نیمه پایلوبې ته لاره ومومي. د جمعې په ورځ به له نیوزیلنډ سره مسابقه د ایرلنډ برخلیک څرګند کړي. البته که یې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه، کافي نه ده بلکې د نورو ټیمونو د مسابقو نتیجې مهمې دي.
سریلانکا
سریلانکا ته پکار ده چې پاتې دواړه سیالۍ وګټي. سریلانکا هیله لري چې استرالیا افغانستان ته ماتې ورکړي او دغه هیواد ته لاره پرانیستل شي.
افغانستان
افغانستان لومړۍ لوبه په لږ توپیر پر انګلیستان بایللې ده او دوې نورې مسابقې یې باران یووړې. کنې افغانستان لږ ترلږه له آیرلنډ څخه د مسابقې د ګټلو ډېره هیله لرله. خو له دې سره سره د دوو لغوه شویو سیالیو له کبله ۲ پواینټونه لري.
که افغانستان پاتې دوې مسابقې، چې له سریلانکا او استرالیا سره یې لري، وګټي او د دې ترڅنګ انګلیستان یا نیوزیلنډ یوه سیالي وبایلي، نو هیله شته چې پایلوبې ته زړه ښه کړي.
دوهم ګروپ
په دوهم ګروپ کې اوس جنوبي افریقا د جدول په سر کې ده.
د چهارشنبې په ورځ د دوهم ګروپ زیمبایوې له هالنډ سره او هند له بنګله دېش سره لوبېږي. ورپسې د نوومبر په ۳ یمه پاکستان له جنوبي افریقا او د نوومبر په ۶ مه جنوبي افریقا له هالنډ، بنګله دېش له پاکستان او زیمبابوې له هند سره مخامخ کېږي.
جنوبي افریقا
د یکشنبې په ورځ پر هند بري جنوبي افریقا د خپل ګروپ د جدول سر ته وخیژوله. که دا ټیم له دوو پاتې سیالیو یوه هم وګټي نیمه پایلوبې ته وتل یې یقیني کېږي ځکه چې اوس لا ۵ پواینټونه لري.
هند
هند هم په ښه وضعیت کې دی او باور لري چې بنګله دېش او زیمبابوې ته ماتې ورکولی شي. په دې صورت کې پایلوبې ته د هند د رسیدو چانس ډیریږي.
بنګله دېش
سره له دې چې د بنګله دېش پواینټونه هم له هند سره یو شان دي خو د منډو اوسط یې ټیټ دی. خو که د چهارشنبې په ورځ یې هند ته ماتې ورکړه، د جدول د سر دوو ټیمونو ته به پورته شي خو که یې وروستۍ مسابقه وبایلله د منډو د اوسط په خاطر به نیمه پایلوبې ته له رسیدو پاتې شي.
زیمبابوې
زیمبابوې هم نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس لري خو باید د هالنډ ترڅنګ هند ته ماتې ورکړي. ښايي هالنډ ته ماتې ورکړای شي خو ګرانه ښکاري چې له هند څخه وروستۍ مسابقه وګټي.
پاکستان
پاکستان کې پاتې دوې سیالۍ وګټي ممکن پرمختګ ته هیله من شي مګر نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره یې د نورو ټیمونو نتیجه ټاکونکې ده. حتي که دواړه سیالۍ وګټي، باید په لوړ توپیر یې وګټي چې د منډو اوسط یې لوړ وي. پاکستان به ښايي له پاتې دوو سیالیو یوه په اسانه وګټي خو له جنوبي افریقا سره به له مشکل سره مخامخ وي.
هالنډ
هالنډ هیڅ چانس نه لري ځکه چې خپلې درې واړه سیالۍ یې بایللې دي.
د منډو اوسط څرنګه ټاکل کېږي؟
د هر ټیم د هر اور د منډو شمېر په پام کې نیول کېږي. مثلاً؛ که یوې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۶ منډې کړي وي، نو په هر اور کې یې ۸ منډې کړي دي.