دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ښځینه پولیسو د بيا ګمارلو اعلان له مختلفو غبرګونونو سره مخ...

د ښځینه پولیسو د بيا ګمارلو اعلان له مختلفو غبرګونونو سره مخ شوی

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري د سلو ښځینه پولیسو د ګومارلو اعلان د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

يو شمير خلکو دغه اعلان د ښځو په اړه د طالبانو په توند دریځۍ کې نرمښت بللی او دوی یې د ښځو نورو حقونو ورکولو ته هڅولي، خو د طالبانو منتقدین بيا دوی د ښځو له نومه په استفادې او په دې ډول د نړیوالو او افغانانو په غلطولو تورنوي.

يو زيات شمېر طالب منتقدانو له طالبانو پوښتلي، چې ښځینه پولیسو سره محرم موجود وي کنه؟

د دوی په وينا، که طالبان دوی سره د محرم موجوديت جدي نه بولي، بيا خو باید د نجونو تړلي ښوونځي هم ژر پرانيزي او د ښځو نور تلف کړي حقونه هم ژر اعاده کړي.

ديني عالم او د طالبانو منتقد مولانا رحمت الله اندړ په دې اړه وايي:«‏چې ښځې د ښاري نظم لپاره روزل کېږي او د عامه نظم د رياست لخوا په دندو ګمارلي کېږي؛ نو په زده کړه، پوهنتون او مکتب کې څه ستونزه ده؟»

مولانا اندړ زياتوي:«د پوهنتون او ښوونځي دروازې يې ولي پر مخ تړل شوي دي؟که دا چاره يواځې تمثيل وي چې ط.لبان له بهرني فشاره ځان خلاص کړي، خو هممهاله يو ستر منافقت هم دی.»

د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد او نورو وياندويانو په دې اړه له زياتو جزياتو پرته د دوی د تازه روزل شويو ښځينه پوليسو ویډیو ګانې خپرې کړي، چې د روزنې له بهیره خوښي ښيي او زياتوي، چې بهر ته تللي پوځي او امنیتي افسران دې هم هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان څو میلیونه ښځې او نجونې زده کړو او دندو ته له تلو منع شوي او د شرعي حجاب او نورو پلمو له مخې پرې سخت بندیزونه لګول شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب