دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+تر یو میلي متره کوچنی مایکروسکوپ د سرطان لپاره جوړ شو

تر یو میلي متره کوچنی مایکروسکوپ د سرطان لپاره جوړ شو

تاند- د لندن د امپریل کالج متخصصانو یو داسې انډورمایکروسکوپ اختراع کړی چې قطر یې تر یو میلي متر کم دی.

دا انډورمایکروسکوپ د دې لپاره اختراع شوی چې د انسان بدن ته ننه ایستل شي او د هغه د داخلي غړیو د نسجونو په اړه معلومات ترلاسه کړل شي.

دا اله په حیرانوونکي سرعت په هره ثانیه کې تر ۱۲۰ فریمونو پورې د بدن د داخلي نسجونو تصویرونه اخلي.

څېړونکي هیله لري چې دا انډورمایکروسکوپ د سرطاني حجرو په پېژندلو کې ډېره مرسته وکړي. د دوی په باور دا انډورمایکروسکوپ به د سرطان د تشخیص تر اوسنیو ټولو اسانه او دقیقه طریقه ممکنه کړي.

دا اله د لندن د امپریل کالج د متخصص ډاکتر هاشي ویاس او د هغه د همکارانو له لوري اختراع شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب