شنبه, مې 18, 2024
Home+هغه څوک پرمختګ کوي چې محرک ولري

هغه څوک پرمختګ کوي چې محرک ولري

انګېزه یا محرک د نوښت او خلاقيت زېږولو کيلي ده. دوه کسان مو په نظر کې ونيسئ چې ورته وړتياوې ولري، هغه سړی چې د انګېزې درلودونکی وي؛ د بې انګېزې شخص په پرتله به ښه کړنې ترسره کوي.

انګېره په تاسو کې يوه شعله بلوي چې کولی شئ د وخت د ضايع کېدو څخه مخنيوی وکړئ او کارونه مو سمدستي پيل او روان وساتئ. کله مو چې دا وړتيا وموندله چې پر وسوسو او د وخت د ضايع کېدو مخه ونيسئ نو هرو مرو به خپلو موخو ته رسېږئ. خو پوښتنه دا ده چې څنګه کولی شو په خپل ځان کې انګېزه رامنځ ته کړو؟ راځئ، په څو لنډو جملو کې به د دې پوښتنې ځواب ومومئ:

۱- ستونزې په سړه سينه ومنئ، فرصتونه مو خپله مخ ته راځي.

۲- ژوند به مو همداسې دوام لري، که خپلو کارونو کې بريالي شئ يا ناکامه شئ.

۳- که مو په ژمنتيا او رښتينولۍ سره عمل وکړ، نو د کمو امکاناتو په لرلو سره به ډېر کارونه ترسره کړئ.

۴- مثبت ليد مو د مالوماتو سره مل کړئ.

۵- دا په ياد ولرئ، چې د خپل ځان څخه مننه وکړئ.

۶- په ښل پيل سره، نيمه لاره مزل کوئ.

۷- يوازې هڅه بسنه نه کوي، هڅه بايد پايله لرونکې او د ارزيابۍ وړ وي.

۸- که د دې لپاره د يو کار ترسره کولو ته زړه نه ښه کوئ، چې ګواکې لوی کار دی؛ پروا نه کوي، په څو برخو يې ووېشئ او په زماني واټن سره يې ترسره کړئ.
۹- کله چې يو فرضت يا چانس په ختمېدو وي او تاسو د هغه پخاطر په تشويش ياست، خپل ځان ته مو دا په ياد راولئ چې، هېڅ څه داسې مهم نه دي چې تاسو دې د هغو لپاره خپل ذهن او جسم په خطر کې واچوئ.

۱۰- راتلونکې ته هيله من واوسئ، خو مه منتظر کېږئ ورته؛ همدا اوس لاس په کار شئ.

۱۱- هر هغه څې چې رامنځ ته کېدونکي دي، تشويش ورته مه کوئ، یعنې دا چې تاسو د هرڅه مسول نه ياست.

۱۲- هغه کارونه چې هره ورځ یې ترسره کوئ، د هغو څخه يو لېست جوړ کړئ او په ترتيب سره يې اولويت بندي کړئ.

۱۳- هغه منفي فکرونه چې تل ستاسو د وړتياو مخه نيسي، مشخص يې کړئ او د له منځه وړلو لپاره يې لاس په کار شئ.

۱۴- په هر وخت کې يو څه ترسره کړئ.

۱۵- کاري چاپېريال مو يوازې د کار لپاره ځانګړی کړئ، نه دا چې د قهوې څښلو، سهارنۍ، مطالعې او يا هم د ټولنيزو اړيکو لپاره يې وکاروئ.

۱۶- د کار د پيل لپاره الهاماتو ته مه منتظر کېږئ، تاسو پيل وکړئ؛ ممکنه ده چې الهامات د کار په منځ کې پر تاسو غلبه وکړي.

۱۷- کله مو چې ذهن ارامه وي، نو کارونه مو ترسره کوئ.

۱۸- کوم زنګونه چې تاسو ته راځي، اړ نه ياست چې ټولو ته ځواب ورکړئ، که کوم زنګ ته مو ځواب ورنه کړ او يا هم بوخت وئ؛ نو د هغو په اړه تشويش مه کوئ. په موبايل کې مو خپل وخت په بې ګټو خبرو اترو مه تېروئ.

۱۹- کله مو چې ذهن ته کوم فکر يا ايډيه درځي، نو سمدستي لاس په کار شئ. هر څومره چې د لومړنيو احساساتو څخه لرې کېږئ، نو د هغه کار د څارلو لپاره به لږ احتمال شتون ولري؛ انګېزه لرونکې ايډيه رامنځ ته کړئ:

د يوې موضوع په اړه چاته تيليفون وکړئ.
يو شعار وليکئ.
د مطالبو سرټکي وليکئ.
د هغو په اړه د چا سره خبرې وکړئ.
کليدي ايډيې فهرست کړئ.
د هغو لګښت تعين کړئ.
مرستندويه برخه فهرست کړئ.

۲۰- که د يو کار د پيل لپاره ستونزه لرئ، نو نه بدلېدونکې ژمنه وکړئ. د بېلګې په ډول، کتابتون مو غير منظم دی او غواړئ چې منظم يې کړئ، نو سمدستي پرې عمل وکړئ، که سمدلاسه په بل کار بوخت ياست، موبايل مو الارم ته کېږدئ، چې بيا وروسته يې درياد کړي.

۲۲- د وړو او جزئي ستونزو په اړه تشويش مه کوئ؛ کار ته مو دوام ورکړئ.

۲۳- برنامې او پروګرامونه مو مخکې له مخکې مه اعلانوئ، ځکه ډېر رقيبان به پيدا کړئ.

۲۴- کار مو په هماغه لومړيو شېبو کې ترسره کړئ، حتی که ډېر وخت ونيسي. مطلب دا چې د يو کار په ترسره کولو کې ټال مه کوئ.

۲۵- که پوه شئ چې د يو کار په ترسره کولو کې ښه روان نه ياست، په اړه يې بيا ځلې غور او مشوه وکړئ.

۲۶- د يو کار د بشپړولو لپاره، خپل ځان ته کافي وخت ورکړئ او کله چې کار تمام شو، لازمه دمه واخلئ. د بېلګې په ډول، که کولی شئ په يو ساعت کې خپله کار بشپړ کړئ، نو په ډېر تمرکز سره ۴۰ دقيقي کار او ۲۰ دقيقي استراحت ته ځانګړې کړئ.

۲۷- د هغه څه لپاره چې تاسو يې غواړئ، دليل راوړل؛ د انګېزې ترټولو ښه عامل دی.

۲۸- خپل شغلي محدوديتونه وپېژنئ، د نورو کارونو لپاره اضافه وخت مه لګوئ.

۲۹- هغه کارونه مو چې لومړيتوب نه لري، ډېر وخت پرې مه ضايع کوئ.

۳۰- د يوې برنامې یا کار په پیل کې دا بيان (چې څه به راپېښ شي، که… ) سم دی، خو کله مو چې برنامه تنظيم شوه؛ تا ويلې او ما ويلې بيا پرېږدئ او هغه څه چې بايد ترسره يې کړئ، تمرکز دی.

۳۱- ګام په ګام مخ ته ولاړ شئ، چټکوالی مهم نه دی.

۳۲- ورته کارونه په يوه ډله کې راولئ. د بېلګې په ډول، د پيغامونو د ځواب لپاره ځانګړي وخت وټاکئ او ټول پيغامونه ( موبايل، برېښناليک… ) په يوه وخت کې ځواب کړئ. ( د کومو پيغامونو ځوابونه چې ضروري دي، پروا نه کوي، ژر يې ځوابولی شئ).

۳۳- کار نيمګړی مه پرېږدئ. د کار د پيل څخه ښه فکر وکړئ او بيا لاس په کار شئ.

۳۴- کاري ماحول مو ساده او منظم وساتئ. هغه توکو ته چې ضرورت نه لرئ، يو خوا ته کړئ.

۳۵- د هغو طرحو او برنامو په اړه وخت مه ضايع کوئ، چې پکې ستونزې لرئ. ځان ته مو اجازه ورکړئ چې يو څه وخت تېر شي او بيا ځلې پرې غور وکړئ.

۳۶- د فکر کولو وخت مو د کار کولو له وخت څخه بېل کړئ.

۳۷- ځيني کارونه مو نورو ته وسپارئ.

۳۸- داسې يو چاپېريال رامنځ ته کړئ چې وشئ کولی خپلې هڅې وښيئ. د بېلګې په ډول، ليکل شوې مقاله مو ورځپانې او يا هم يو سايټ ته واستوئ، چې خپره يې کړي.

۳۹- کله مو چې ونشو کولی د يو کار د ترسره کولو لپاره ځان ته انګېزه ورکړئ، د هغه کار د نه ترسره کولو لاملونه د هغه د ګټو په مقابل کې فهرست کړئ او وګورئ چې کومه خوا قانع کوونکې ده.

۴۰- کله مو چې انرژي کمېږي، پلي تلل او ځغاسته کولی شي ګټور وي. ورزش مو ذهن او بدن غښتلی کوي.

ايا پورته مواردو تاسو ته کومه انګېزه درکړه؟

ژباړه: پردېس

1 COMMENT

  1. پرمختګ هغه کسان کولی شي چه له خیالاتو یا تخیلاتو نه خپل تفکرات لرې کړي او د جوړ شوي پخوا له پخوا پر سنجول شوي محاسبوي پلانوونو پر بڼسټ کار وکړي، په پاسو خبرو کې ځینې کلیساوي خبرې هم ګډ دي چه لار غلطوي که ورته زير نشې. د ریاضیاتو او فزیک پر بڼسټ ۹۹ په سلو کې نه کومه غلطي مخې ته کېږي او نه ستړتیا لري. په ټوله نړۍ کې پرمختګ پر ریاضیاتو او فزیک او کیمیا ولاړ دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب