شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د افغانستان بشري وضعيت د اندیښنې وړ دی، عاجلې مرستې دې...

عبدالله: د افغانستان بشري وضعيت د اندیښنې وړ دی، عاجلې مرستې دې وشي

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د افغانستان بشري وضعيت د اندیښنې وړ بللی.

نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ (يوناما) له سیاسي مرستیال مارک پوتزل سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې د ژمي له رارسيدو، د هېواد د اقتصاد له کوچني کیدو، د خوراکي توکيو له قیمتۍ او د خوار ځواکۍ د پېښو له زیاتیدو سره دې يوناما د عاجلو بشري مرستو د برابرولو او خلکو ته د رسولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

د عبدالله پر فیسبوک پاڼې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د يوناما سياسي مرستيال په دې برخه کې نوموړي ته د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي هم د پخوا برعکس په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين موجوديت تاییدوي او له نړيوالو څخه د عاجلو او ډېرو بشري مرستو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب