شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهعمران خان بیا د لویو لاريونونو اعلان وکړ

عمران خان بیا د لویو لاريونونو اعلان وکړ

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني صدراعظم عمران خان په يوه برید کې له ټپي کیدو وروسته يو ځل بيا پر خپلو پلويانو د پراخو لاریونونو غږ کړی.

نوموړي د‌ لاهور له یوه روغتون څخه په ژوندي ویډیويي وینا کې ویلي، چې دا لاريونونه به ژر د پاکستان مختلفو برخو ته ورسوي او حکومت به له وخته مخکې ټاکنو ترسره کولو ته مجبوره کړي.

عمران خان په عین حال کې د پاکستان د حکومت له لوري پر ده د رامنځته شوي بريد د څېړلو لپاره د یوه قضايي کميسيون د جوړيدو هرکلی کړی، خو ویلي چې دا کميسيون بايد د بې طرفه قاضيانو په ګډون جوړ شي.

عمران خان پر هغه د لاريون پر مهال پر ده د ډزو او ټپي کیدو ملامتي د پاکستان پر حاکم صدراعظم، پوځ او استخباراتو اچولې، خو صدراعظم شهباز شريف دا تورونه رد کړي.

تمه کيږي، چې دغه لاریونونه به سبا سې شنبه بیا پیل او د پاکستان پر حکومت فشارونه زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب