شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبهرنيو چارو وزارت: اقليمي بدلونونو يوازې سږ کال افغانستان ته څه باندې...

بهرنيو چارو وزارت: اقليمي بدلونونو يوازې سږ کال افغانستان ته څه باندې ۲ميلیارده ډالره تاوان اړولی

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ ‏‏د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې سرمشريزې دایرېدو ته غبرګون ښودلی.

دغه وزارت ويلي،چې یاده غونډه نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو له پاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بولي او باور لري چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شي هوارېدی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:«د افغانستان په څېر هغه هيوادونه بايد له پامه و نه غورځول شي چې د اقليم په بدلون کې يې هېڅ منفي ونډه نه ده لرلې، مګر له ناوړو اغېزو سره يې لاس او ګرېوان دي.‌»

طالبان زیاتوي، چې‏يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغيزو له کبله له دوه ميليارده ډالرو زيات زيان اوښتی.

‏د طالبانو ادارې ټینګار کړی،چې د دغه زيان جبيره، د نورو احتمالي زيانونو کمول او له ګواښ سره مخ ټولنو مقاومت لوړول په هيواد کې د اقتصادي ثبات تر راتګ پورې د نړيوالې ټولنې داسې پرمختيايي مرستې ته اړتيا لري چې د افغانستان د ملي لومړيتوبونو په رڼا کې تر سره شي.‌

د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو په یاده غونډه کې افغانستان د نړۍ د اقلیمي بدلونونو شپږم ډېر ځپل شوی هېواد ګڼل شوی.

په افغانستان کې له څه باندې یو کال راهیسې بېلابېلې طبيعي پېښې لکه سیلاوونه، ورښتونه او زلزلې د سلګونه تنو د مرګ ژوبلې او درنو مالي زيانونو سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب