تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه) د زرګونه نورو افغان پناه غوښتونکو د منلو له اعلان وروسته جرمن چارواکو د فردي او نویو قضيو د نه منلو خبر ورکړی.
د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، دوی هغو افغانانو ته پناه ورکوي، چې د دوی اړوند با صلاحيته ادارو او سازمانونو لا له وړاندې معرفي کړي او د پناه غوښتنې پر شرايطو برابر وي.
جرمني هېواد د تېرې اکتوبر مياشتې په اوولسمه وویل، چې د خطر ځپلو افغانانو د ویستو نوی دوه کلن پروګرام پیل او هره میاشت زر تنه له افغانستان څخه جرمني ته انتقالوي.
د جرمني په اعلامیه کې دا هم روښانه شوې، چې افغان پناه غوښتونکي دې د هیڅ ادارې له لوري د تازه معرفۍ کوشش او دغه راز په هیڅ نوم د پناه غوښتنې په پروسه کې د شاملیدو لپاره چا ته پيسې نه ورکوي.
جرمني په افغانستان کې د طالبانو له بیرته واکمنيدو وروسته، شاوخوا ۲۶ زره افغانان خپلې خاورې ته ولېږدول.
د جرمني د اعلان په اساس هغه کسان د پناه غوښتنې له بهیر څخه برخمن کیدای شي، چې د ښځو پر حقونو سربېره یې په عدلي او قضايي، سیاسي، رسنیزه، فرهنګي او ورزشي برخو کې ېې فعالیت کړی وي او اوس خطر سره مخامخ وي.
سربېره پر دې په جنسیتي تمایلاتو، مذهبي باورونو خطر سره مخ شوي کسان هم له دې پروسې څخه په استفاده کوونکو کې ياد شوي.