تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه) د افغانستان له شمالي ولايت بدخشان څخه د نسبتا شدیدې زلزلې خبر را رسیدلی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رييس معزالدین احمدي ویلي، چې زلزلې ډیر سرعت په شغنانۍد ولسوالۍ کې و.
تر اوسه د دغې زلزلې د زيانونو او د چټکتيا د درجې په اړه څه نه دي ويل شوي.
افغانستان په وروستيو کې د نورو تر څنګ سختو زلزلو هم ځپلی.
څو مياشتې مخکې په پکتیکا کې زلزلې تر زرو زیات کسان مړه او د سلګونه تنو د ټپي کولو سربېره درانه مالي زیانونه واړول.