دغه دواړه الفاظ له حدیثو سره تړاو لري، لومړی يې نقل ته وايي: الروایة:نقل الحديث عن الرسول صلى الله عليه وسلم.(۱)
روایت له رسول الله ص څخه د حدیث نقل ته وايي.
د علوم حدیث کتابونه يې هم په اړه وايي:
أما علم الحديث بمعناه الإضافي قبل صيرورته علما فينقسم إلى قسمين:
1- علم الحديث رواية. 2- وعلم الحديث دراية. “علم الحديث رواية”:
هو علم يشتمل على نقل ما أضيف إلى النبي -صلى الله عليه وسلم- من قول أو فعل أو تقرير أو صفة خِلقية وخُلُقية.(۲)
علم الحدیث په عامه معنا د علم درجې ته تر لوړېدو مخکې دوه ډوله لري: د روایت له مخې پر حدیث علم او د درایت له مخې پر حدیث علم، د روایت له مخې پر حدیث علم هغه نقل دی چې نسبت يې رسول الله ص ته شوی وي، دا که د هغه قول وي، یا فعل، یا د هغه په مخکې د شوي کار تایید، یا تخلیقي او اخلاقي صفات.
ښه دویم ډول يې څنګه تعریف لري:
“علم الحديث دراية”:
تعريفه: هو علم بقوانين يعرف به أحوال السند والمتن.(۳)
د درایت له مخې علم الحدیث داسې تعریف شوی دی: د هغو قوانینو علم دی چې په هغه سره د سند او متن حالات پېژندل کېږي.
درایت اصلن خپله هم علم او پوهي ته وايي، البته دلته يې خاصه پوهه مراد ده چې هغه د سند او متن پر احوالو علم دی.
تر دې وروسته چې روایت او دروایت مو د لغت او اصطلاح له مخې وپېژندل، اوس يې په اړه د تطبیق میدان ته راځم چې په عملي میدان کې کوم یوه ته ډېره توجو شوې ده او کوم يوه ته کمه؟
که ښه فکر ورته وشي، تر روایت يې درایت ډېر مهم دی، که څه هم په خپل ذات کې هر یو پر خپل ځای اهمیت لري، مګر درایت که نه وي، وچ ولانده به ټول د دین په نوم سره را ټول شي او د ښو و بدو له تفکیک پرته به داسې څه هم د دیني شرحې په توګه معرفي شي چې د خلکو به زړه ور تور کړي.
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، روایت یوازې نقل دی، دا چې په څنګه سند را نقل دی؟ د سند حالت يې څنګه دی؟ متن يې څنګه دی؟ څومره د منلو وړ دی او که نه؟ دغه چاره د درایت برخه ده، نو تر صرف نقل دا مهمه ده چې په نقل راوړی حدیث د کومې درجې دی؟ د سند له مخې چیش دی او د متن له مخې څنګه دی؟
یوازې نقل کفایت نه کوي، نقل ډېر اسانه هم دی، هر څوک يې کولای شي، مګر چې د درایت پر معیار پوره وي، دا بیا سخته چاره ده، زموږ د نقل برخه ډېره زوروره ده، خورا ډېر شیان نقل شوي دي، سند مند د ډېرو بیخي نه شته، محتوا يې له یو لړ داسې افوهاتو ډکه وي چې که په خوله يې بیان کړې، نو د خولې به دې بوی ولاړ شي، مګر بیا هم په کتابونو کې ځای لري، بیانېږي، رسول الله ص او اصحابو ته يې نسبتونه کېږي، څوک يې ولې نه نقدوي؟ ځکه روایت يې شوی دی، د یوه روایت په بڼه پراته دي، نور د درایت ترازو ته نه دي لوېدلي، هر څه باید دغه میزان ته راوړل شي، که له دې پلې څخه وزنداره وختل، بیا دې بیان شي او که دلته يې تول کم وخوت، بیا دې نه یوازې له بیان څخه پرهیز وشي، بلکې باید نقد شي څو يې خلک په عیبونو خبر شي.
زه دلته ځینې روایات د مثال په توګه راوړم چې که د درایت پر اصولو تلل شوي وای، ایا دغه روایات به د احادیثو په معتبرینو کتابونو کې د کره روایاتو په نوم ثبت وای؟
مثالونه:
عَنْ زَيْنَبَ بِنْتِ أُمِّ سَلَمَةَ، قَالَتْ: قَالَتْ أُمُّ سَلَمَةَ، لِعَائِشَةَ، إِنَّهُ يَدْخُلُ عَلَيْكِ الْغُلَامُ الْأَيْفَعُ، الَّذِي مَا أُحِبُّ أَنْ يَدْخُلَ عَلَيَّ، قَالَ: فَقَالَتْ عَائِشَةُ: أَمَا لَكِ فِي رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُسْوَةٌ؟ قَالَتْ: إِنَّ امْرَأَةَ أَبِي حُذَيْفَةَ قَالَتْ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ سَالِمًا يَدْخُلُ عَلَيَّ وَهُوَ رَجُلٌ، وَفِي نَفْسِ أَبِي حُذَيْفَةَ مِنْهُ شَيْءٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَرْضِعِيهِ حَتَّى يَدْخُلَ عَلَيْكِ».(4)
ژباړه: له زینب بنت ام سلمې روایت دی، دې ویل چې ام سلمې رضي الله عنها حضرت عائشې رضي الله عنها ته وویل: تاته یو ځوانګی هلک درځي، چې زه يې خپل ځان ته راتګ نه خوښوم، ده ویل چې عائشې رض وویل: تاته رسول الله ص غوره نمونه نه دی؟ دې زیاته کړه: د ابو حذیفه رض میرمنې وویل: اې د الله رسوله! سالم لوی سړی دی او زموږ کره راځي، د هغه له راتګه د ابو حذیفه رض ښه نه راځي، نو رسول الله ص وویل: تی ور کړه، چې بیا به يې درتګ سهي شي.
دغه روایت چې د حدیثو په دویم معتبر کتاب کې نقل شوی دی، ایا یوازې نقل يې کفایت کوي که د دې لپاره نور معیارونه هم شته چې باید هلته کتل شوی وای؟ غلام ایفع چا ته وايي؟ شارح ورته کاږي:
(الأيفع) الذي قارب البلوغ ولم يبلغ.
ايفع هغه كس دی چې بلوغ ته نژدې وي، خو بالغ شوی لا نه وي.
فکر وکړئ یو ځوانکی هلک دی، د ۱۴ یا ۱۵ کلونو، ایا دومره لوی هلک ته د خپلې سینې ښکارول یوې ښځې ته جواز لري؟ که څوک وايي چې هو لري يې، نو هغه خپلې ښځې ته دغه اجازه ور کوي؟ که د هغه ښځه اجاز نه لري، نو بیا د رسول الله ص ښځه د ده تر ښځې ډېره کم درجه ده چې هغې ته دغه ډول فاحش روایات منسوب دي؟ په دې ټول خبر دي چې حضرت عائشې رضي الله عنها اولاد نه در لود، نو د سالم له موضوع څخه د هغې قیاس څنګه دلته سهي کېږي؟ دې یوازې د هلک په خوله کې تیان ور کول بس هغه يې رضاعي زوی کېدی که څنګه يې کول؟ د سالم په اړه خو دا ځواب ور کول کېږي چې شیدې يې په لوښې کې لوشلې بیا يې هغه ځوان سړي ته ور کولې، دلته خو شیدې نه شته، نو څنګه يې قیاس صحت لري او څنګه يې زوی بلل کېږي او ورتګ یې څنګه جواز ورته لري؟
دغه روایت په ظاهره له قران کریم او نورو صحیح روایاتو او ثابتو سنتو سره ټکر لري، په قران کریم کې راغلي دي:
{وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ} [البقرة: 233].
او مندې به کامل دوه کلونه خپلو اولادونو ته تی ور کوي، که چا غوښتل چې د رضاعت موده پوره کړي.
قران کریم دوه کلونه د رضاعت لپاره کامله موده اعلان کړې ده، یعنې تر دې وروسته ماشوم ته تی ور کول جواز نه لري، دغه يې وروستی حد دی، په حدیث کې هم راغلي دي:
عَنْ مَسْرُوقٍ، قَالَ: قَالَتْ عَائِشَةُ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَعِنْدِي رَجُلٌ قَاعِدٌ، فَاشْتَدَّ ذَلِكَ عَلَيْهِ وَرَأَيْتُ الْغَضَبَ فِي وَجْهِهِ، قَالَتْ: فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّهُ أَخِي مِنَ الرَّضَاعَةِ، قَالَتْ: فَقَالَ: «انْظُرْنَ إِخْوَتَكُنَّ مِنَ الرَّضَاعَةِ، فَإِنَّمَا الرَّضَاعَةُ مِنَ الْمَجَاعَةِ».(5)
مسروق روایت کړی ویل یې چې عائشې رض وویل: هغې ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ورغی، له ما سره یو کس ناست و، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه صحنه ډېره سخته تمامه شوه او ما يې په مخکې د غوسې نښې ولیدې، دې ویل، ما وویل: اې د الله رسوله! هغه زما رضاعي ورور دی، دې ویل، هغه زیاته کړه: خپلو رضاعي وروڼو ته مو سم پام کوئ، رضاعت د لوږې د زمانې له تي ور کولو څخه وي.
دلته وینو چې رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټینګار ورته وايي، د رضاعت په اړه فکر وکړئ، ښه ځان په پوه کړئ چې رضاعي خپلوي یوازې د هغې زمانې معتبره ده چې شیدې يې د لوږې لپاره بسنه کوي، نه دا چې هر وخت له دغه اپشن څخه ګټه واخیستل شي، اوس د قران کریم ایت او دغه حدیث ته په کتو، ایا هغه لومړی روایت صحت لري؟ رسول الله صلي الله علیه وسلم چې حضرت عائشې رض ته دومره جدي لارښوونې کړې دي، نو ایا هغه د ده په مطلب نه پوهېده چې د هغه تر مرګ وروسته يې دغه ډول خلاف العقل او خلاف الشریعت کار کاوه؟
دویم مثال:
دَخَلْتُ أَنَا وَأَخُو عَائِشَةَ عَلَى عَائِشَةَ، فَسَأَلَهَا أَخُوهَا عَنْ غُسْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَدَعَتْ بِإِنَاءٍ نَحْوًا مِنْ صَاعٍ، فَاغْتَسَلَتْ، وَأَفَاضَتْ عَلَى رَأْسِهَا، وَبَيْنَنَا وَبَيْنَهَا حِجَابٌ».(۶)
ژباړه: ابو سلمه ویل: زه او د عائشې رض ورور عائشې رض ته ورغلو، نو ورور يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غسل په اړه پوښتنه ځنې وکړه، دې کاسې ته ورته یو لوښی وغوښتی، بیا يې غسل وکړ، پر خپل سر يې اوبه واچولې او زموږ و د هغې ترمنځ پرده وه.
دغه حدیث چې بخاري د خپلې مسلې د اثبات لپاره راوړی دی، د دروایت په تول پوره نه دی، پوښتنه دا ده چې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم مبارکه میرمن څنګه د پردي کس ابو سلمه او د خپل ورور په مخکې غسل کوي؟ که دا غسل د هغوی په وړاندې وي، تر پرده هغه بلې خوا ته دا معلومېږي، نو ایا دا مناسب کار دی؟ که معلومېږي نه، بیا د پردې شا ته غسل څه معنا لري؟ ایا یو څوک به خپلې ښځې ته اجازه وکړي چې د پردو په وړاندې غسل وکړي؟ که موږ خپلو ښځو ته دغه اجازه نه شو کولای، نو بیا در سول الله صلي الله علیه وسلم په ښځه پسې څنګه دغه روایات بیانوو؟
درېيم مثال:
قَالَ: فَوَاللَّهِ مَا تَنَخَّمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نُخَامَةً إِلَّا وَقَعَتْ فِي كَفِّ رَجُلٍ مِنْهُمْ، فَدَلَكَ بِهَا وَجْهَهُ وَجِلْدَهُ، وَإِذَا أَمَرَهُمْ ابْتَدَرُوا أَمْرَهُ، وَإِذَا تَوَضَّأَ كَادُوا يَقْتَتِلُونَ عَلَى وَضُوئِهِ.(۷)
عروه وویل: په الله قسم! رسول الله ص چې به بلغم/ګړنګ توکړل، نو د اصحابو یو کس به په لاس کې اخیستل، پر خپل مخ یا بدن به يې مښل، که به يې امر کړل، نو ژر به يې پر ځای کاوه او که به يې اودس کاوه، دوی به يې د اودس د اوبو پر اخیستلو سره ټېلې و ټمبې کولې.
دغه روایت بریلویانو او خرافاتیانو ته پلمه په لاس ور کړې ده چې د خلکو په خولو کې ناوړې ور کړې، ماشومانو ته بلغم او ناوړې په خولو کې ور تو کړي، دا یوه بده پدیده ده، د اسلام په نوم خلک خرافاتو ته رابلل د هغه له عمومي او کلي پيغام سره ټکر عمل دی.
رسول الله ص د خلکو د تطهیر او پاکي لپاره راغلی و، هغه به تل مسواک په خوله واهه، هغه کسان يې له جوماته بند کړي دي چې پياز، ګنده یا وږه به يې خوړلې وه، د خولې به يې بوی تلی، نو رسول الله ص د خلکو د اذیت له مخې له جوماته بند کړل.
د خولو د بوی له امله يې خلکو ته امر وکړ چې د جمعې په ورځ غسل کوئ، څو مو بوی ولاړ نه شي، بیا به يې څنګه د خپلې خولې بلغم یا ګړنګ په خلکو غوړل؟ دا چاره د هغه له اخلاقو، قران کریم، نبوي تګلارې او انساني کرامت سره ضد ده، د رسول الله ص په اړه قران کریم وايي:
{وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ} [القلم: ۴].
او ته د ډېرو اوچتو اخلاقو خاوند يې.
یو څوک چې د لوړو اخلاقو خاوند وي، نو هغه خلکو ته په خولو کې بلغم ور کوي؟ د هغه اصحاب رضي الله عنهم پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر ګران ول، نو دغه يې د ګرانوالي نښه وه چې د اودس اوبه يې په څښلې، له دې څخه په امت کې ډېر زیات خرافات پيدا شوي دي چې تر ننه يې د اصل اسلام په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
بل مثال:
عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً هِيَ أَضَرُّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ».(۸)
اسامه بن زید رضي الله عنه ویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: تر ما وروسته مې نرانو ته ډېر خطرناکه فتنه ښځې پرې ايښې ده.
دغه روایت بیاهم د درایت په میزان کې نه دی تلل شوی، بې انصافي داده چې یوازې یو جنس ولې د فتنې په توګه یاد شي؟ دلته ښه پوره جنسي تبعیض شوی دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شان سره هيڅ نه ښايي، په قران کریم د نساء په نوم سورت شته خو د رجال په نوم سورت نه شته، مګر دلته يې د مکمل جنس بې عزتي کړې ده، که ښځه د نر لپاره فتنه وي، نو نر هم د ښځې لپاره فتنه ده؛ بیا ولې یوازې ښځې یادې شوې دي او نران نه یادېږي؟ که هر شی ناسم وکارېږي هغه په فتنه بدلېږي، سترګې، ژبه، غوږونه، لاسونه، پښې، عقل، جنسي اله، مال، واک او داسې نور، نو بیا ښځې ته د فتنې نوم ور کول او تر دې ډېر مضر شیان لکه زر او زور نه یادول، د ښځې د مکمل جنس بې احترامي ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوندې اخلاقي انسان څخه يې صدور هيڅ امکان نه لري.
دغه ډول مثالونه د حدیثو په کتابونو کې ډېر دي، که هر څومره ځنې راوړم خلاصی نه لري، نو لیکنه نه په اوږدوم، دغه یوازې نمونې دي، په نورو کتابونو کې تر دې هم ډېر کمزوري روایات شته، که د درایت له عینکو ورته ونه کتل شي او هسې رانقلول يې بس وګڼل شي، نو د اسلام بېړه به همدغه ناسم او کمزوري روایات ور غرقه کړي، که له اسلام سره هر څومره مینه يې پيروان لري، ژر تر ژره باید د همدې لپاره کار وشي، صحیح يې له سقیمو بېل شي، څو پر اسلام د نیوکو مخه هم ونیول شي او هغه کسان چې د دغو کمزورو روایاتو له وجې پر حدیثو نیوکې کوي، د هغو قانعت هم تر لاسه شي او له خپلو نیوکو څخه لاس واخلي.
۲۰۲۲/۱۱/۱
سرچینې:
- معجم اللغة العربية المعاصرة (۲/ ۹۶۴)
- الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 24)
- الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: ۲۵)
- صحیح مسلم، کتاب الرضاع، باب رضاعة الکبیر ح: ۱۴۵۳
- تېره حواله، باب انما الرضاعة من المجاعة ح: ۱۴۵۵
- صحیح البخاري، کتاب الغسل،باب الغسل بالصاع ونحوه ح: ۲۵۱
- صحیح البخاري کتاب الشروط باب الشروط في الجهاد والمصالحة مع اهل الحرب
- صحیح مسلم، کتاب الرقاق، باب اکثر اهل الجنة الفقراء واکثر اهل النار النساء ح: ۲۷۴۰
مننه، ښه ليکنه ده، خو ښه به دا وي چې د لا زيات پوهاوي لپاره دا کتاب هم ولولې، نو لا زياته مرسته به وکړي.
مدخل رائع إلى صحيح البخاري وما فيه من أسرار وصنائع
همداسې څښتن ته سجده کول درواخله چې دا خبره ټولنې ته راپاتې ده.
https://www.youtube.com/watch?v=ciQlYmKcvr4&t=12s