جمعه, مارچ 29, 2024
Home+۲۰۲۲ کال: د نړۍ ۵۰۰ تر ټولو اغېزمن مسلمانان

۲۰۲۲ کال: د نړۍ ۵۰۰ تر ټولو اغېزمن مسلمانان

رحمت شاه فراز

((د نړۍ ۵۰۰ اغېزناک‎ ترینه مسلمانان)) کلنۍ خپرنۍ ده، چې لومړی په ۲۰۰۹ز کال کې خپره شوه. یاده خپرنۍ هر کال په نړۍ کې ۵۰۰ اغېزناک‎ترینه مسلمانان معرفي کوي. په دغه خپرنۍ کې لومړی، د کال تر ټولو غوره شخص (یا اشخاص) وړاندې کېږي، چې د ۲۰۲۲ کال غوره اشخاص دغه دي:

۱- سامیة صولحو حسن – د تانزانیا هېواد ولسمشره

۲- اوغور شاهین – امونولوژیست او د بایون‎ټیک شرکت مشر

۵۰ د کتار سر اشخاص:

په دغه خپرنۍ کې یوازې پنځوس تنه د کتار سر (یا top) کسانو په توګه درجه بندي کېږي او پاتې ۴۵۰ تنه يې له درجه بندۍ پرته یوازې د اغېزناک‎ترینه مسلمانانو په حیث په خپرنۍ کې ځای کېږي. د دغو پنځوسو تنو په درجه بندۍ کې لومړۍ درجه د قطر امیر شیخ تمیم ابن حمد آل ثاني ته ورکول شوې. په دوهمه درجه کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود راغلی. تر دې وروسته، د پاکستان پخوانی وزیر اعظم عمران خان په ۱۰مه، د پاکستان لوی مفتي محمد تقي عثماني په ۶مه، د سعودي ولعیهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په ۱۵مه، دوکتور یوسف القرضاوي په ۳۱مه، پاکستانی مبلغ طارق جمیل په ۳۵مه او د افغانستان د اسلامي امارت امیر ملا هــبـــة الله اخندزاده په ۵۰مه درجه راغلي.

له دغو پنځوسو کسانو وروسته، پاتې ۴۵۰ اغېزناک‎ترینه مسلمانان په ۱۳ بېلا بېلو کټګوریو وېشل شوي، مثلاً علمي څېرې، سیاسي څېرې، د مذهبي چارو اداري څېرې، مبلغین او روحاني مشران او داسې نور. په دغو کټګوریو کې بیا د وچو له مخې د هر هېواد اغېزناک‎ترینه مسلمان ذکر کېږي او لنډه پېژندنه یې راځي.

د دغې خپرنۍ په یوه بله برخه کې د کتار سر ۵۰ تنه او یو شمېر د درناوي وړ اشخاص په لاندې درې صنفونو وېشل شوي دي:

الف) واکمن او سیاسیون

۱- د قطر امیر – شیخص تمیم ابن حمد آل ثاني

۲- د سعودي پاچا – سلمان بن عبدالعزیز آل سعود

۳- د ایران ولسمشر –  آیت الله حاج سید علی خمینی

۴- د ترکیې ولسمشر – رجب  طیب اردغان

۵- د اردن پاچا – عبدالله الثاني ابن الحسین

په دغه لړ کې ۲۴ تنه راغلي. لسمه درجه يې د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان ته ورکړې.

ب) علماء او مبلغان

۱- د پاکستان مفتي اعظم – محمد تقي عثماني

۲- ایرانی- عراقي اثنا عشري شیعه ډلې مشر –  آیت الله سید علي حسین السیستاني

په دغه لړ کې ۳۲ تنه راغلي. ۲۱ درجه يې د پاکستان د تبلیغي جماعت مشر، مولانا طارق جمیل ته ورکړې.

ج) ټولنیز مسایل، رسنۍ، ساینس، هنرونه، کلتور او لوبې

۱- سعودي خطاط – شیخ عثمان طحه

۲- د مصر د فوټبال لوبغاړی – محمد صلاح

په دغــه لـــړ کې ټول ۱۰ تنه راغلي. شپږمه درجه يې ملاله یوسفزۍ ته ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب