دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهبهرنيو چارو وزارت هېواد ته د څه باندې ۷ سوه ژورناليستانو د...

بهرنيو چارو وزارت هېواد ته د څه باندې ۷ سوه ژورناليستانو د سفر خبر ورکړ

تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه)‏‌ ‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۱ کال له پیله تراوسه هېواد ته تر ۷ سوو زياتو بهرنيو خبريالانو کاري سفرونه کړي.

 دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې،چې رسنيو او کارکوونکو ته د فعاليت د اجازې تر څنګ یې اړينو معلوماتو او د هيواد هرې سيمې ته د لاسرسي مساعد کاري چاپيريال برابر کړی.

دغه وزارت دغه راز وويل،چې په هيواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي.

د طالبانو په دې اعلاميه کې ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکړل شوی او ادعا شوې،چې د طالبانو له واکمنيدو را وروسته د هیڅ خبریال نه دی وژل شوی او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوي دي.

پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو، چې په افغانستان کې تېر کال تر ۲۰۰ پورې خبریالان د طالبانو له لوري ځورول شوي او ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو دا اعلامیه په داسې حال کې ده، چې نیږدې هره ورځ ځینو رسنیو د فعالیت بندیدو، د خبریالانو پر وړاندې د سانسور او فشارونو د زیاتوالي او هم له هېواده د ګڼو مطرح خبریالانو د وتو خبر ورکول کېږي.

د طالبانو ځينو منتقدینو له دوی پوښتلي، چې هېواد ته د دومره بهرنيو خبريالانو له سفرونو وراخوا د هېواد نه د وتو افغان خبریالانو او تړل شويو رسنيو شمېر دې هم په ډاګه عوامل ېې بیان کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب