دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+دا لس سپارښتنې مو د معدې له ستونزو ژغوري

دا لس سپارښتنې مو د معدې له ستونزو ژغوري

ډاکتر علي قمرزی
زموږ د وطن هر دويم شخص د معدې له ستونزو څخه په تکليف او هر کور کې دوه، درې د معدې اړوند ستونزو مريضان شته، په مياشتو کلونو مختلف درمل خوري، خو؛ خوله يې د درملو خوړلو ځخه، نه بېغمه کيږي.
متأسفانه زموږ خلک د پرهيز او د ژوند طرز طريقې (Life style) بدلون پر ځای په درملو ډډه لګوي او همدا يې ستر علت دی چې هر وخت له مختلفو ناروغيو سره لاس او ګریوان دي.
معده په بدن کې او خصوصآ په هضمي سیستم کې آساسي رول لري. د معدې ستونزې مختلف ډولونه لري، چې هر يو یې جلا تشريح او بيان ته ضرورت لري. مختلف لاملونه د معدې د ستونزو سبب کېدای شي.
په ټوله کې که غواړو سالمه معده او ښه هضمي سيستم ولرو نو په ورځني ژوند کې د لاندې لسو مهمو سپارښتنو په عملي کولو سره د تل لپاره د معدې د ستونزو  مخه نیولی شو:
۱- همیش مناسب غذايي رژيم ته پام کوئ، خصوصاً د شپې لورې کمه او سپکه غذا وخورئ.
۲- هغه خواړه چې په ترکیب کې زيات فايبر لري لکه شنه سبزيجات، ميوه جات زيات وخورئ، او همدارنګه زیاتې اوبه وڅښئ خصوصا په نهاره د سهار له لوري.
۳- هيڅکله ژر ژر خواړه مه خورئ، یانې خواړه په خوله کې ښه ژدوئ، بیا یې تېروئ.
۴- تر خوړلو وروسته ژر مه څملئ يانې ژر مه بيده کيږئ.
۵- له زيات غوړين، ترخه، سره شوي او درانده خواړه لکه وريجې، غټه غوښه، او خوږو څخه ډډه وکړئ.
۶-ګازي مشروبات او ډير شین چای مه څښئ.
۷- که وزن مو زيات وي وزن مو کم کړئ، هر ورځ فزيکي فعاليت کوئ ،د ورځې لږترلږه تر ديرش دقيقو پورې په پلي وګرځئ.
۸-  له سیګرېټ، نسوار او شراب څخه ډډه وکړئ.
۹- د خپلو غاښونو او خولې حفظ الصحې پوره پام کوئ.
۱۰_ په خپل سر د درملو خوړلو څخه ډده وکړئ، د ضرورت په وخت د معالج ډاکټر په مشوره د درملو څخه استفاده وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب