شنبه, مې 11, 2024
Homeکلتورپر ښځینه وو له پراخو قیوداتو سره یوې افغانې لیکوالې د بينظیر...

پر ښځینه وو له پراخو قیوداتو سره یوې افغانې لیکوالې د بينظیر بوټو کتاب ترجمه او چاپ کړ

تاند:(سې شنبه، د عقرب اوولسمه)‏‌ یوې کابل مېشتې لیکوالې هيله ځواک د افغانستان پر ښځینه وو د طالبانو له پراخو قيوداتو سره- سره د ( مصالحه) په نوم د پاکستان د وژل شوې صدراعظمې بېنظير بوټو کتاب پښتو ژبې ته ژباړلی او تازه چاپ کړی دی.

د کتاب ژباړنې په خپله فیسبوک پاڼه په دې اړه لیکلي:«زموږ په ټولنه کي کتاب لیکل، ژباړل او چاپول یو له ستونزمنو کړنو څخه دي. دا چي د هېواد په اوسنیو شرایطو کي د کتابونو لیکل او چاپول بیا هم له سره نیول شوي د ټول هېواد له پاره لویه نېکمرغي ده.»

یاد شوی کتاب په کابل کې اکسوس خپرندويه ټولنې خپور کړی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د دغه کتاب د چاپ هرکلی کړی.

په دې کتاب کې بېنظير بوټو د اسلام، ولسواکۍ او لویدیځ په اړه خپل نظرونه بيان کړي.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته په افغانستان کې د کتابونو د چاپ او خپرولو په اړه ځینې قيودات وضع شوي.

له دې سره، کتاب خپرونکي وايي چې اقتصادي ناورين، د خلکو وزګارتیا او له هېواده د يو لوی شمېر لوستو خلکو وتو ېې کاروبار ډېر زيانمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب