یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهنوې څېړنه: جوماتونو کې د بشري مرستو وېش د ښځو حقونه نقض...

نوې څېړنه: جوماتونو کې د بشري مرستو وېش د ښځو حقونه نقض کړي

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ د CARE انټرنیشنل د بشردوستانه سازمان په یوه تازه څېړنه کې پر ښځو د افغان بشري ناورين اغېزې څېړل شوي.

په دې څېړنه کې ښځې د افغانستان تر بل هر قشر له روان بشري او اقتصادي ناورين څخه ډېرې اغېزمنې ګڼل شوي.

د څېړنې پايلې څرګندوي، چې دغه ناورين د خوړو پر کمښت سربېره ښځې په روغتيايي او اجتماعي لحاظ هم زياتې ځپلي، تر دې چې د راتلونکي برخليک په سر ېې ناوړه سوداوې لا کیږي.

ياد شوي سازمان موندلې، چې په ځينو سيمو کې نجونې په لږ عمر د پیسو لپاره ودیږي او ډېرې میندې له دې کبله لږ خواړه خوري، چې ماشومان ېې په نس موړ او له خوار ځواکۍ وژغورل شي.

د د CARE انټرنیشنل د افغانستان د برخې سلاکاری د بشردوستانه میلیسا کورنیټ ویلي، چې ډېرو ښځو له اقتصادي او بشري ناورين سره هم مهاله، د طالبانو له لوري د دوی د وزګارتیا ستونزه یاده کړې، چې د عوایدو د کمیدو سبب شوی یې دی.

هغې د دغې څېړنې پر مهال د ټولو پوښتل شویو ښځینه وو ۸۷ سلنه د طالبانو له واکمنيدو وروسته د عوايدو له بیساري کمښت سره مخامخ شوې بللي.

ځينو مېرمنو ياد شوي سازمان ته ويلي، چې د پخوا برعکس ډېر ځله په کورونو کې یو ډول خواړه پخوي او ځینې وخت لا دا پخلی هم منظم او د ضرورت په اندازه نه وي.

اغلې کورنیټ وویل: «ځینې مرستې په جوماتونو کې ورکول کیږي، چې ډیری وختونه د ښځو لپاره د لاسرسي وړ نه دي او د ویش ځینې ځایونه خورا لرې دي. فاصله د ټرانسپورټ لګښتونو سره ستونزې رامینځته کوي او میرمنو ته اړتیا لري چې د خپلې ټولنې څخه بهر سفر وکړي، احتمال لري چې محرم [یو نارینه خپلوان] ورسره وي.»

نوموړې زياتوي:«بشري ادارې باید ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې مرستې د جنډر مساوات په پام کې نیسي، له ښځو او نجونو سره مشوره کیږي، او د جنسیت مساوات او د ښځو او نجونو پیاوړتیا د غبرګون مرکزي برخه ده.»

د طالبانو له واکمنيدو سره ويل کيږي، چې دوی په ولسواليو او ښارونو کې له ملکانو،ګذر وکيلانو او سيمه ييزو انکشافي شورا ګانو څخه صلاحيتونه اخيستي او هغو ملايانو ته لېږدولي چې دوی ګومارلي او ورته تعهد لري.

دغو ملايانو د نړيوالو بشري مرستو د وېش چارې تر ډېره جوماتونو ته لېږدولي، چې جوماتونو کې د ښځینه وو د نه ګډون او نه لاسرسي له امله بشري مرستو نه يې د نه برخمنيدو نور شکايتونه هم شوي دي.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې چارواکو د بشري مرستو د عادلانه وېش ژمنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب