جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکلتورد یوه افغان ځوان انګليسي کتاب تازه پر امازون خپور شو

د یوه افغان ځوان انګليسي کتاب تازه پر امازون خپور شو

امازون د کتاب خپرولو انلاين ادارې تازه د يوه افغان ځوان صیام الدین پسرلي انګليسي کتاب “د ځان رئیس ووسئ” خپور کړی.

دغه کتاب د یوه امریکایي لیکوال رابرت په همکارۍ په انګلیسي لیکل شوی، چې لوستونکي پر خپلو پښو دریدو او په خاص ډول د کاري نوښتونو په اړه هڅوي.

 پسرلي وايي چې د “ځان رئیس ووسئ” تر نامه لاندې یې په افغانستان کې غونډې او کنفرانسونه هم دایر کړي او د خپلو تجاربو او زده کړو په اساس یې دا کتاب لیکلی.

صیام الدین پسرلی د لغمان ولايت اوسېدونکی دی، چې مخکې ېې ځینې کتابونه په پښتو ژبه هم خپاره شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب