جمعه, مارچ 29, 2024
Home+جنګ او اقتصادي کمپنۍ| نعمت الله صدیقي

جنګ او اقتصادي کمپنۍ| نعمت الله صدیقي

د جنګ او جګړې هیت او ماهیت (شکل او مانا) په ټوله کې له لرغونې زمانې تر اوسمهالیو لویو او وړو انساني او غېر انساني جنګونو پورې له مختلفو منطقي او نظریاتي ډسکورسونو او تعریفونو سره وړاندې شوی دی. په دې ټولو کې یې ډېر عام شکل او صورت چې اکثریت جنګونه او جګړې یې د خپلو بیانیو او نظریو اساس ګرځوي، هغه د مقدسو جنګونو تیوري او اساس ده. تقریباً هره جګړه د خپلو ملي، سیاسي، جغرافیوي، نسلي او نظریاتي بقا ساتنې په نامه خپل منطق د مقدس جنګ او جګړې پر بنسټ اعلانوي. مګر دې ته نه ګوري، چې که جګړه هر څومره مقدسه او بقا لرونکي هم وي د قربانۍ اصل تاوان او د چلښت ماشین یې انسان خوري ده. کله چې یوه جګړه د انسان خوړنې په اساس ورغېږې مانا دا چې که هر څومره مقدسه هم وي دا تقدس یې د انسان پر تاوان نامقدس دی. ښایي همدا علت وي چې د جګړو د ډګر تیورسنان په خپلو بیانیو کې هر څه ځایولی شي، خو د انسان د شرف او بشري عظمت په اړه حتی سوڼ هم نشي کولاي. دا د جګړې د منطق هغه نقطه ده، چې که هر څومره یې د نړۍ پر مخ جنګي میینان مخ ووینځي، ممکن نه ده، چې دا تور یې ورسپین کړي.

اوسنۍ نړی چې تر ډېره حده یې پر خپلو سیاسي او ملي بیانیو او ايډیالوژیو کې د جنګ و جګړې وسیلې او اوزار بدل کړي دي زموږ په څېر د درېیمو هیوادونو هومره یې مشکل هم ډېر نه دي، مثلاً د دغه هېوادونو جګړې اوس هم پر انساني تلفاتو، وژنو او پر توپ او تفنګ کېږي، مګر برعکس پر مختللي ریاستونه لومړی، خو پخپلو مټو او مخامخ جګړې نه کوي د جګړې ډګرونه یې اقتصادي، سیاسي او علمي نوښتونو او سیالیو نېولي دي او که بیا فرض کړه جګړه هم کوي، نو د یوې بلې غېر رسمي معاهدې له مخې پر دویمه خاوره( هېواد) او پر دویم لاس( جنګیالیو) خپل زور او زر سره مالوموي، چې ښه مثالونه یې د نړۍ د اوسنیو جګړو په مطالعاتو کې لوستلی او کتلی شئ. د افغانستان د جګړې سناریو یې دا دی څلويښت کلنه کړه او د اوکراین دغه یې دا دی پر یو طرفه اړخ کلونو ته اوړي.
دا خبره اوس هیڅ کوم باشعوره څوک نشي رد کولای چې د نړۍ اوسنۍ حاکمې جګړې او د هغې اړوند هر ډول د ازادیو او خپلواکیو مبارزې، نارې او بیانیې د نړۍ لویو ابرقدرتونو په اقتصادي او استخبارتي اوزارو او وسایلو په خپلو لاسونو کې اخیستي دي. د یوه محتاط نظر له مخې دا وخت د نړۍ د لویو قدرتونو زیاته برخه اقتصادي بازار د همدې جنګونو پر ماشین او ژرنده روان دی، ډېره جالبه خواشینونکې یې دا ده چې د دغه جګړې د ماشین تيل او سوزنده توکی هم انسان دی او تر دې وجدان لړزونکې یې بیا دا هم ده چې همدا د جنګ د مهابیانیو تیورسنان او پلویان د بشر یا د هیومن رایټس په نامه د بشر د مدافعت علمبرداران هم دوی دي. کنه دي، نو دا وخت په نړۍ کې د اتیا خواوشا ریاستونو بېل واسطه او بلاوسطه د جنګونو انسان سوزونکي بارود، توپ، ټوپک او بمونه څوک جوړوي او عاموي؟ او په عین حال کې یې د بشرپالنې او انسانپالنې د حقوقو لویې داعیې څوک تراشي؟ د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر ډاک چیني په اړه ویل کېږي، چې ده ته د جنګي کمپنۍ او شرکت له ډېرو پیسو ګټلو وروسته د ماحولیاتو په برخه کې د نوبل نړیواله جایزه ورکړی شوې ده، چې دا د خپل نوعیت له مخې پر انسان او د هغه پر بشري لورینې نااشنا خندا او دوه مخي ګڼلی شي. چې څنګه د انساني جګړو د کمپنیو او شرکت مشر ته د انسان د طبعي بستر او چاپیریال ساتنې پر خدماتو انساني جایزه ورکول کېږي.
په دې کې هیڅ شک نشته، چې کله د نړۍ دومره اکثریت جنګونه د هغه لویو هېوادونو او ریاستونو اقتصادي ضرورت او اړتیا وي، بیا دغه جنګونه د همداسې لویو تیوریو او توطیو په اساس رغېږي او واړه یا درېیمه نړۍ محتاج او ځپلي قومونه او ریاستونه یې پر مخ چلوي، ګواکې جنګ و جګړه د لویو ابرقدرتونو او ریاستونو ضرورت او اړتیا ده او برعکس واړه ملتونه، ریاستونه او ايډیالوژۍ چې هر چېرې او په هر اساس جنګ رغوي، ګټه یې همدوی لویو قدرتونو او جنګي استعمار ته رسېږي.ځکه خو د جنګ و جګړو د اودرېدو زیات نقصان او تاوان هم همدا لوی قوتونه ورکوي، د دوی په باور د وړو قومونو او ریاستونو تاوان یې باید دا نه وي چې د ژوند پر ژرنده یې د سر خونديتوب او ارم ژوند سره د دوی د لویو جنګي اقتصادي کمپنیو او کارخانو کاروبار ودرېږي، مانا دا چې د وړو مملکتونو او ریاستونو پر انسان وژنه او ربړونه باید د دوی همدغه جنګي کمپنۍ وچلېږي. د امریکا د براون پوهنتون یو څیړنیز راپور چې اوس اوس خپور کړی دی، په تېرو شلو کلونو کې یې د دوی جنګي مصرف څوارلس ټریلین ډالر ښودلی دی، چې دا زموږ په څېر د غریبو هېوادونو د څو لسیزو د دفاعي عوایدو هومره د قتصاد اندازه ده، په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د دغه پیسو زیاته برخه یو څو اقتصادي خصوصي کمپنیو او شرکتونو او د هغوی د جنګي ټیکدارانو جیبونو ته تللې ده. ویل کېږي، چې د افغانستان او عراق په جګړه کې یوازې د ۲۰۰۸ م کال پورې د halliburton په نامه یوه خصوصي شرکت ته دېرش بیلین ډالر ګټه رسېدلې ده، چې دوی ته په یادو هېوادنو کې فوځي بیزونه او د خوارکي توکیو او د اسلحو د پاکولو قرارداد ورکړای شوی و. د جنګ و جګړو اقتصادي مبصرین وایي چې دا اندازه ګټه د نړۍ په نورو کاروبارونو کې ممکن نه ده. ښایي همدا علت وي چې فوځي جنرال smediy butler په خپل یو کتاب کې لیکي، چې جګړه د نړی تر ټولو زیاته ګټه لرونکی کاروبار ځکه دی، چې د ګټې کرنسي يې ډالر دی او دا یوازې د ډېرو کمو خلکو کاروبار دی چې تاوان یې د ناخبره انساني جنګیالیو سر دی.
د جګړې دغه تقابل او تقدس چې بیانیه یې د بقا په خاطر پر کم انساني تاوان باید ډېری انسانیت او ریاست وژغوري د انسانیت او بشریت پر وړاندې لوی او ښکرور درواغ دي. دا د اوسنیو لویو او اوښیارو مګر خونخوارو ریاستونو مهمه وسیله او اسلحه ده، دوی د همداسې یوې بیانیې په اساس کله جګړه په خورا بېرحمانه ډول پخپله کوي او کله یې د بېشمیره توطیو او وسیلو په اساس پر نورو ورتپي. دغه تپنه چې د اوسمهالي استبداد او استعمار مهمه او اهمه تګلاره او ګڼلاره ده، نو ځکه یې د اقتصادي کمپنیو په شکل و صورت د نړۍ په ګڼو مملکتونو او ریاستونو کې د جګړو اجارادارۍ او ټیکې د پروژو او پروسو په بڼه روانې کړي دي. امریکا چې دا وخت د کومو جنګي کمپنیو او شرکتونو سره دانسان ضد وسلو او باردو کاروبار پر مخ بیایي، په هغو کې یې د Lockheedmartincorp, Boeingco, General Dyarnics corp, Raythen Technologies corp, Northrop corp په نامه دغه کمپنۍ او شرکتونه یې هغه جنګي شرکتونه دي، چې له جګړو یې اربونه روپۍ ګټلي او ترلاسه کړي دي. ویل کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو پنټاګون یوازې د ۲۰۲۰ م کال د وسلو د اخیستنې یوې کمپنۍ ته۷۵ بیلین ډالر ورکړي دي، چې دا وسلې او بارود کله هم د دوی په خاوره یا ریاست نشي استعمالېدای، مطلب د خبرې دا دی، چې دغه وسلې او بارود هم دوی د نورو خلکو او ریاستونو لپاره ځکه جوړوي چې دوی باید پر پیسو پیسې وګټي او اوبه خړي کړي او ماهیان ونیسي، دلته باید دا هم واضحه شي، چې پر دغه جګړیز اقتصاد دوی یوازې د پیسو او ګټو همدغه نغد کاروبار او اهداف هم نه لري، بلکې د یوې منظمې طرحې او کڼلارې په اساس غواړي چې نړۍ د خپلې زبرځواکۍ پر بنسټ تر دایمي غلامي لاندې راولي.
عرض دا دی، چې موږ د نورو د جګړو پر کاروبار او اقتصادي کمپنیو او د هغو لویو قوتونو او قدرتو پر پټو او ښکاره توطیو او کڼلارو څه ویلی شو، چې د جګړې ګټه یې دوی وړي خو د سر تاوان او د سوند توکي یې موږ یو.
ویل دا غواړم چې نور په دغه ویښه او باشعوره نړۍ کې هیڅ جګړې مقدسې جګړې نه دي، هر هغه څوک چې د جنګ و جګړې ډګر او میدان تود ساتي، اصلاً پر ژوند، انسان او بشري کرامت باور نه لري. د داسې یو فکري او نظریاتي چوکاټ له مخې جګړه حتی د یو کمزوري نظام پر وړاندې هم بشری جنایت دی، ځکه یې باید د سر په تاوان د نورو د ګټو او اقتصادي بقا لپاره هیڅوک ونکړي. بېشکه چې ” جنګ و جګړه نه کول” زموږ د مفکرو سیاستوالو بهترین او مقدس موقف و او دی. نه باید جګړه وکړو او نه یې باید وغواړو، ځکه چې:
د جنګ پرستو زور اوبه شه
د ژوند پرستو هیلې دوی وژلي دینه

2 COMMENTS

  1. د محترم ورور صدیقی صاحب پورته لیکنه هر څوک باید ولولی،بیا خصوصاََ امراء ،علما ،لیډران او
    سیاسیون ۰

  2. سلام
    جنگ واقتصاد دوبخش کاملا متفاوت اند ودلایل بخصوصی دارد جنگ ها درجوامع اولیه نسبت به جوامع متمدن فرق می کند وابزارش هم روشن است .جنگ هابیلی وقابیلی طرح دیگری دارد . به همین ترتیب سعدی جنگ ادمی را به اسلحه یی :بنی ادم اعضای یکدیگرند خاموش می سازد جنگ یوکراین جنگ نفت ٬گاز ٬انرژی ٫برق و قدرت نمایی است. جنگ افغانستان مسابقه منطقوی ابرقدرت ها :چین ٬ روسیه وامریکا است اینها به مسایل اهمیت بستر ذخایر کشورهای اسیای مرکزی ٬افغانستان ومنطقه دخیل اند . بحث مقدس ونامقدس ٬خوب وبد ازنظر کمیت وکیفیت چگونگی وماهیت هم ازخو دلایلی دارد که حالا وقت اش نیست ولی در کل ما میگویم که:
    گرریشه منیت ها را علت جنگ بدانیم هرکدام ازما مسئول هرجنگی درهرنقطه جغرافیایی هستیم جامعه جهانی بزرگ شده یا کاریکاتوردرونی روابط شخصی ما است وهمه باهرآئین ومسلک شبیه وموقعیت هم هستیم و وجه تشابه در این است که خود را برتر وبهتر از دیگران میدانیم چه در روابط شخصی وفردی ٬ جمعی وچه جهانی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب