شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهحقاني خپلو ځواکونو ته د نظافت د ساتلو او عطرو د استعمال...

حقاني خپلو ځواکونو ته د نظافت د ساتلو او عطرو د استعمال سپارښتنه وکړه

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني خپلو ځواکونو ته د نظافت د ساتلو او عطرو د استعمال سپارښتنه کړې ده.

د نوموړي په یوه رسنیز شوي ویډیو کلیپ کې لیدل کیږي، چې ځواکونو ته یې د یوې غونډې پرمهال دغه سپارښتنه کړې.

سراج الدين حقاني طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې که مخکې د جګړې په سنګرونو کې خړ پړ وو، پروا ېې نه کوله، خو اوس باید خپل نظافت ته پاملرنه وکړي.

د طالبانو يو شمېر پلویانو د هغه د څرګندونو هرکلی کړی او د دوی د لیکو د ښه کیدو لپاره ېې دا خبرې مهمې بللي.

د طالبانو ځينو منتقدینو بیا ویلي، چې د افغانستان حالت د افسوس وړ دی، ځکه داسې خلکو ته ېې واګې په لاس ورغلي، چې خپلو پلویانو ته د ښوونځي د لومړي ټولګي سپارښتنې وړاندې کوي.

د طالبانو د ځواکونو په اړه لا هم نیوکې شته، چې منظم نه دي او د لازمو مسلکي زده کړو د نه لرلو تر څنګ ېې ظاهري بڼه هم نا مناسبه ده.

طالب مشران بيا ټينګار کوي، چې ځواکونه یې ورځ تر بلې د روزل کیدو په حال کې دي.

1 COMMENT

  1. جاهلانو مکتبونه موتړلي مدرسې جوړوۍ ! په مدرسه کې به څه شی زدکړي بیله دې څخه چې انسان عقده یې او وحشي شي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب