جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېاسلامد موسیقۍ په اړه له مرحوم شیخ قرضاوي سره یو څو خبرې

د موسیقۍ په اړه له مرحوم شیخ قرضاوي سره یو څو خبرې

لیکوال: عمر عماد

د موسیقۍ په اړه د شیخ قرضاوي او په دې موضوع د هغه د مقلدینو سره یو علمی بحث چې ورته اړ کړل شوم . هيله ده چې د علمی او موضوعی بحث مینه وال یې په سړه سینه ولولي ……………… (رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي (25) وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي (26) وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسانِي (27) يَفْقَهُوا قَوْلِي) (رَبَّنا آتِنا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنا مِنْ أَمْرِنا رَشَداً) صدق رسول الله صلى الله عليه وسلم حيث قال : “لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِى أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ، وَلَيَنْزِلَنَّ أَقْوَامٌ إِلَى جَنْبِ عَلَمٍ يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ، يَأْتِيهِمْ لِحَاجَةٍ، فَيَقُولُونَ: ارْجِعْ إِلَيْنَا غَدًا، فَيُبَيِّتُهُمُ اللَّهُ، وَيَضَعُ الْعَلَمَ، وَيَمْسَخُ آخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ” دا حديث إمام بخاري او نورو محدثينو روايت كري دي ، خو إمام بخاري د خپل شيخ نه د تعلق په صیغه روايت كړي دي او ويلي يي دي چې:” وقال هشام بن عمار : حدثنا صدقة بن خالد…” ” إلخ. دا حديث دموسيقى او سندرو په تحريم كي نص دي . خو ابن حزم – رحمه الله تعالى – موسيقى ( المعازف ) نه دي تحريم كړي ، ځكه چې دهغه په نزد كي داحديث او په دي اړه نور ټول أحاديث ضعيف دي. هغه په خبل كتاب ” المحلى بالآثار” نومي كتاب كي ( 7:565 طبعة دار الفكر) د دې حديث په هكله داسي وايي: ” وهذا منقطع لم يتصل ما بين البخاري وصدقة بن خالد – ولا يصح في هذا الباب شيء أبدا، وكل ما فيه فموضوع، ووالله لو أسند جميعه أو واحد منه فأكثر من طريق الثقات إلى رسول الله – صلى الله عليه وسلم – لما ترددنا في الأخذ به” . یعنی د بخاری دغه روایت منقطع دی ځکه چې د بخاری او د صدقه بن خالد تر مینځ وصل شوی نه دی . او په دې باب هیڅ صحیح حدیث نشته، او په دې اړوند ټول احادیث موضوع دی . زما دی په الله تعالی سوګند وی چې که ټول او یا یو یې د ثقاتو رواتو له لارې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی وو نو کله به یې هم په منلو کې متردد او زړه نازړه شوی نه ووم ) . درنو لوستونکو : د ابن حزم – رحمه الله تعالی – خبری ته پام وکړئ : وايي چې دغه سند د بخاری او صدقه بن خالد تر مینځ منقطع دی . خو دلته فکر کوم چې سبق قلم پری شوی دی، ځکه چې بخاری دغه حدیث د صدقه څخه نه بلکې د خپل شیخ هشام بن عمار څخه روایت کړی او هغه بیا د صدقه نه روایت کړی دی. نو دی ته په مططلح الحدیث کې منقطع نه بلکې معلق ویل کېږی (او معلق هغه حدیث دی چې د اسناد د اول نه یې راوی ساقط شوی وی ) او سره ددی چې د بخاری د روایت صیغه تعلیق ده ، خو په حقیقت کې هغه معلق ندی ، ځکه چې هشام یې مشهور شیخ دی . خو دا چې ولی بخاری دلته ويلي چې : قال هشام بن عمار ) او نه يي دي ويلي چې ” حدثنا – او أخبرنا – هشام ” . يعني دا چې ولي يي په اوريدو تصريح نه ده كړي ددي په ځواب کې علماوو بيلا بيل توجيهات یاد کړی دي چې دلته يي دليكلو ځاي نشته ،او كه څوك غواړي ددي حديث شرح دي په فتح الباري او دبخاري نورو شروحو كي ولولي . ابن حزم – رحمه الله تعالى – د مخالفينو نور دلائل هم ياد كري او ځواب يي ورته ويلي دي . تقريبا ټولو هغو كسانو چې موسيقى یي روا ګڼلي دابن حزم په خبرو او استدلال يي تكيه كړي ده . او مهم تعلیل یې د الاباحة الاصلیه قاعده ده ( الاصل فی الاشیاء الاباحه). يعني په شیانو کې اصلی حالت اباحت دی، تر څو چې یې د حرمت دلیل نه وی ثابت شوی . د موسیقي د مجوزینو نوري ټولی خبری که امام غزالی کړی او یا تری دلته شیخ قرضاوی رانقل کړی دی دشرعی دلیل په توګه د یادونی وړ ارزښت نه لری ، ځکه چې هغه ټول اجتهاد دی او اصولی قاعده وايي چې د نص په مقابل کې اجتهاد نشته ( لا اجتهاد فی مقابلة النص). نو اصلی خبره دا ده چې په دې بحث وشی چې آیا رښتیا هم دغه حدیث ضعیف دی او احتجاج پری نه کېږی لکه ابن حزم چې وايي او که نه ، هغه صحیح دی: زه د خپلې خبرې نه د مسئول انسان په صفت په زغرده وايم چې: عام محدثين او نقاد وايي چې ابن حزم دلته خطا شوي دي، او دا حديث صحيح دي. د حديثو علماء وايي: إمام بخاري چې كوم أحاديث د جزم په صيغه معلق روايت كړي دي هغه ټول په أصل كي صحيح دي. او همدا راز نورو محدثينو همدغه أحاديث له نورو لارو موصول روايت كړي دي – كه څوك غواړي نو په دې موضوع کې دی د حافظ ابن حجر (تغليق التعليق ) نومي كتاب اوګوري. او دغه حديث بالذات ابو نعيم الأصبهاني ، أو أبو بكر إسماعيلي هر يو په خپل ” المستخرج على صحيح البخاري ” نومي كتابونو كي موصول روايت كړي دي . ددي برسيره ابو داود او ابن حبان هم موصول روايت كړي دي . او حافظ ابن حجر _ رحمه الله تعالی په خپل تغليق التعليق نومي کتاب (5/17-22) كي له څو لارو روایت کړی دی او په پای کې وايي چې دغه حدیث صحیح دی ، هیڅ علت نه لری او د نیوکې ځای پکې نشته . بیا د ابن حزم د اعتراض په ځواب کې -چې ګویا دغه حدیث منقطع دی – وايي: تاسی وکتل چې مادغه حدیث له نهو ( 9) لارو د هشام نه موصول روايت کړي دي او هم يي ويلي چې دغه حديث يوازي صدقه او د صدقه نه هشام نه دي روايت کړي _ لکه څرنګه چې ګورئ_ بلکه ما له نورو لارو هم روايت کړ ، او دهغه ځما سره نور شواهد هم شته چې يادول يي خبره اوږدوي ، او که څوک فکر او تدبر وکړي نو هغه څه يي بس دی چې ما پورته ياد کړل . ( وهذا حديث صحيح لا علة له ولا مطعن له وقد أعله أبو محمد بن حزم بالانقطاع بين البخاري وصدقة بن خالد وبالاختلاف في اسم أبي مالك وهذا كما تراه قد سقته من رواية تسعة عن هشام متصلا فيهم مثل الحسن بن سفيان وعبدان وجعفر الفريابي وهؤلاء حفاظ أثبات وأما الاختلاف في كنية الصحابي فالصحابة كلهم عدول لا سيما وقد روينا من طريق ابن حبان المتقدمة من صحيحه فقال فيه إنه سمع أبا عامر وأبا مالك الأشعريين يقولون فذكره عنهما معا ثم إن الحديث لم ينفرد به هشام بن عمار ولا صدقة كما ترى قد أخرجناه من رواية بشر بن بكر عن شيخ صدقة ومن رواية مالك بن أبي مريم عن عبد الرحمن بن غنم شيخ عطية بن قيس وله عندي شواهد أخر كرهت الإطالة بذكرها وفيما أوردته كفاية لمن عقل وتدبر والله الموفق) . هو ، ابن حزم – رحمه الله تعالى – هغه وخت معذور وو ، ځکه هغه ته د بخاری د معلق (د هغه په ژبه منقطع ) څخه پرته ددغه حدیث نوری لاری معلومی نه وی. خو اوس چې دغه حدیث د بخاری نه برسیره له نورو لارو هم په صحیح سند روایت شوی دی نو ددی معنی داشوه چې : دا حديث منقطع نه بلكه په صحيح سند موصول دي . نو په ابن حزم باندي – دهغه دخبري له مخی چې واييکه سند یی صحیح وای ما به منلو – لازمه ده چې ویی منی او احتجاج پري وكړي . او یا دی یی د ابن حزم مقلدین ضعف ثابت کړی. بي ګټی به نه وي چې دلته په دې موضوع کې د ابن حزم د مذهب په اړه دعلماوو خبري را نقل كړو.

إمام نووي دصحيح مسلم په شرح كي دامام ابن صلاح دا خبره رانقلوي ، او خپله یی همورسره بدرګه كوي او وايي چې :” ولم يصب أبو محمد بن حزم الظاهري حيث جعل مثل ذلك انقطاعا قادحا في الصحة واستروح إلى ذلك في تقرير مذهبه الفاسد في اباحة الملاهي وزعمه انه لم يصح في تحريمها حديث مجيبا عن حديث أبي عامر أو أبى مالك الأشعري عن رسول الله صلى الله عليه وسلم (ليكونن في أمتي أقوام يستحلون الحرير والخمر والمعازف) إلى آخر الحديث، فزعم أنه وان أخرجه البخاري فهو غير صحيح، لان البخاري قال فيه قال هشام بن عمار وساقه باسناده ، فهو منقطع فيما بين البخاري وهشام. وهذا خطأ من ابن حزم من وجوه: أحدها : أنه لا انقطاع في هذا أصلا، من جهة أن البخارى لقى هشاما وسمع منه، وقد قررنا فى كتابنا علوم الحديث أنه اذا تحقق اللقاء والسماع مع السلامة من التدليس حمل ما يرويه عنه على السماع بأى لفظ كان كما يحمل قول الصحابى قال رسول الله صلى الله عليه وسلم على سماعه منه اذا لم يظهر خلافه… الثانى أن هذا الحديث بعينه معروف الاتصال بصريح لفظه من غير جهة البخارى. الثالث أنه إن كان ذلك انقطاعا فمثل ذلك فى الكتابين غير ملحق بالانقطاع القادح لما عرف من عادتهما وشرطهما وذكرهما ذلك فى كتاب موضوع لذكر الصحيح خاصة فلن يستجيزا فيه الجزم المذكور من غير ثبت وثبوت ..” د اخبره ابن صلاح په خپل ” صيانة صحيح مسلم ” نومي كتاب كي كړي ده . ابن حجر په فتح الباري كي وايي :” فإن قلت: قال ابن حزم: هذا الحديث منقطع فيما بين البخاري وصدقة بن خالد والمنقطع لا تقوم به حجة. قلت: وهم ابن حزم في هذا، فالبخاري إنما قال: قال هشام بن عمار: حدثنا صدقة ولم يقل: قال صدقة بن خالد” . او د ابن حجر په تغلیق التعلیق کې خبر خو مو پورته د ژباړی او ترجمی سره یو ځای ولیکه

د شیخ قرضاوی د خبرو او زما د تحقیق له مخی، د موسیقۍ د مجوزینو د استدلال د محور اصلی ټکی اباحت اصلی او د ددلیل نه شتون دی . خو پورته د حدیث د صحت دلائل وړاندی شول ، نو بناء ، په دې کې اباحت اصلی مقید شو . د دی نه آخوا ، د هغوی تر ټولو قوی دلیل – چې شیخ قرضاوی هم ورته اشاره کړی ده ، د ام المؤمنين عائشي رضي الله تعالي عنها متفق عليه حديث دي : (عن عائشة رضي الله عنها، قالت: دخل أبو بكر وعندي جاريتان من جواري الأنصار تغنيان بما تقاولت الأنصار يوم بعاث، قالت: وليستا بمغنيتين، فقال أبو بكر: أمزامير الشيطان في بيت رسول الله صلى الله عليه وسلم وذلك في يوم عيد، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «يا أبا بكر، إن لكل قوم عيدا وهذا عيدنا» خو په دې دلیل استدلال ضعیف دی:

لومړی دا چې: ابو بکر رضی الله عنه په غوسه شو اود هغو جنکیو ترنم ته یې د شیطان سروڼی وویلو . که ابو بکر ته ددی کار مذمت معلوم نه وو نو کله به یې هم داخبره نه وه کړی.

دوهم دا چې: رسول الله علیه وسلم ابو بکر ملامت نه کړ او ورته یې ونه ویل چې دا کار بد نه دی ، بلکې ورته یې اوویل چې داد اختر ورز ده. یعنی دغه استثنائی حالت دی نه اصلی. یعنی که داختر ورزنه وه نو دی کار ته به یې اجازه نه وای ورکړی ، او په خپل اصلی حکم به پاتی وو.

دریم: دلته یوازی ترنم ( آو په ځینی روایاتو کې چې ماته یې صحت معلوم ندی راځی چې دیرا یې هم وهله ).

څلورم: په حدیث کې راځی چې (وليستا بمغنيتين) دغه دواړو جنکیو ترنم کاوه ، خو دا یې پیشه او کسب نه وو .

پنځم: دغی دواړو جنکیو په هغو اشعارو ترنم کاوه چې د جاهلیت په وخت کې دبعاث د جګړی پروخت انصارو ویلی وی. موږ د مجوزینو څخه پوښتنه کوو : چې داسی وی نو په دې کې د موسیقئ د الاتو ( رباب ارمونیه ، سروڼی … ) سره يو ځای، او بی له اختره – او کېدای شی نکاح هم پری قیاس شی – نور تعمیم چیری دی ؟؟؟!!!! هو ، د موسیقئ مجوزین دی په همدی شرطونو ترنم روا اوبولی مونږ ورسره هیڅ مخالفت نه لرو . خو هر وخت ، او د ټنګ ټکور سره ،او په سرو شنډو او شنو خالونو غږ پورته کول چې نن سبا موسیقی ( او هنر ) همدا دی ، کله هم د دې حدیث څخه نشی ثابتیدلای . تر دی ځایه زمونږ اصلی بحث خلاص شو ، اوس راځو د علامه شیخ قرضاوی – حفظه الله تعالی – سره خبرو ته : ……………….. لومړی : شیخ قرضاوی صاحب وايي: (وقد وردت في ذلك نصوص صريحة – سنذكرها فيما بعد ) یعنی د موسیقئ او لهو لعب په جواز کې صریح نصوص راغلی دی چې مونږ به یی وروسته یادونه وکړو . خو د لیکنی په امتداد کې یې د موسیقئ د جواز یوازی او یوازی یو همدغه پورتنی حدیث یاد کړی دی چې هغه مو هم ولیدلو چې احتجاج پری مسلْٔم دی اوکه نه . نور ټول نصوص چې هغه پری احتجاج کړی دی د عموم ساعت تیرئ په هکله راغلی دی چې په هغی کې اختلاف نشته دی اومونږ هم د هغه حدیث د تعمیم قائل نه یو چې شیخ صاحب یې د تعمیم د نفی کولو لپاره دغه ټول دلائل راوړی دی :(كل لهو يلهو به المؤمن فهو باطل إلا ثلاثة…) الحدیث . یعنی هغه نصوص چې شیخ ددی حدیث د تعمیم د بطلان او ساعت تیرئ د جواز لپاره راوړی هغه ټول یې د محل نزاع څخه بهر دی ، نو احتجاج پری نه کېږی . دوهم : شیخ قرضاوی د مانعینو پر دی حدیث (نافع أن ابن عمر سمع صوت زمارة راع…الحدیث ) د احتجاج د ردولو په ترڅ کې وايي: چې : آ : (والحديث قال عنه أبو داود: حديث منكر) . خو د حدیثو ډیرو نقادو د ابو داود خبره رد کړی او ويلي يي دی چې دغه حدیث ثابت دی. زه به د بیلګئ په توګه په مسند احمد کې د همدی حدیث په اړه د شیخ احمد شاکر خبری دلته راکاپی کړم : هغه وايي: ((4535) إسناده صحيح، ورواه أبو داود 4: 434 من طريق الوليد بن مسلم بهذا الإسناد، وقال: “هذا حديث منكر”. قال في عون المعبود: “هكذا قاله أبو داود”، ولا يعلم وجه النكارة، فإن هذا الحديث رواته كلهم ثقات، وليس بمخالف لرواية أوثق الناس. وقد قال السيوطي: قال الحافظ شمس الدين بن عبد الهادي: هذا حديث ضعفه محمد بن طاهر، وتعلق على سليمان بن موسى، وقال: تفرد به. وليس كما قال، فسليمان حسن الحديث، وثقه غير واحد من الأيمة، وتابعه ميمون بن مهران عن نافع، وروايته في مسند أبي يعلى، ومطعم بن المقدام الصنعاني عن نافع، وروايته عند الطبراني. فهذان متابعان لسليمان بن موسى”. أقول: وسليمان بن موسى سبق توثيقه 1672 ونزيد هنا أنه أثنى عليه شيخه عطاء بنْ أبي رباح، قال: “سيد شباب أهل الشأم سليمان بن موسى”: وقال الزهري: “سليمان بن موسى أحفظ من مكحول”، وقال ابن سعد: “ثقة، أثنى عليه ابن جُريج. فإنكار أبي داود هذا الحديث خطأ) . که څوک غواړی ددی حدیث په هکله خپله هم تحقیق کولای شی . ب- شیخ بیا وايي: (ولو صح لكان حجة علي المحرمين لا لهم. فلو كان سماع المزمار حرامًا ما أباح النبي -صلي الله عليه وسلم- لابن عمر سماعه، ولو كان عند ابن عمر حرامًا ما أباح لنافع سماعه…) إلخ . دا د ابن حزم خبره ده . خو زه یې بیخی حیران کړم چې دلته چیری رسول الله صلی الله علیه وسلم ابن عمر ته او ابن عمر نافع ته د مزمار د ورکولو اجازه ورکړی ده ؟؟؟!!!! دريم : شيخ صاحب بيا وايي چې دموسیقئ مجوزینو (استدلوا علي تحريم غناء المرأة خاصة، بما شاع عند بعض الناس من أن صوت المرأة عورة.) نه پوهیږم چې چا به په دې خبری استدلال کړی وی . مونږ په دې کې ورسره اختلاف نه لرو چې د ښځی غږ په مطلقه توګه عورت ندی . خو مونږ وایو ښځی ته روا نه دی چې په نرم غږ او ناز اونخرو د پردیو نارینه وو سره خبری وکړی (فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ) . اوفکر نه کووم چې شیخ دی په دې کې اختلاف وکړی . نو اوس دی هر منصف قضاوت وکړی چې آیا سندری او ساز اوسرود – په تیره بیا په دې وخت کې – بی له غږ نرمولو او ناز اونخرو کېږی ؟؟!!! هو ، د فقهی قاعده واييچې ( مبنی امر النساء علی الستر ) چې د پردیو په مخکې یې د سندرو ویل حتما ددي قاعدي لاندي راځی . او فکر نه کووم چې شیخ صاحب دی ښځی ته د سندرو جواز ورکړی ، ولو که ډیر مصری شیخان د ابن کلثوم سندرو ته په وجد کې راځی . څلورم : شیخ قرضای بیا واييچې : (تلك هي أدلة المحرمين، وقد سقطت واحدًا بعد الآخر، ولم يقف دليل منها علي قدميه، وإذا انتفت أدلة التحريم بقي حكم الغناء علي أصل الإباحة بلا شك) وایم چې بیړه دی کړی ده شیخ صاحب ! د موسيقئ د مانعینو تر ټولو قوی دلیل ( د بخاری حدیث ) د غر په شان دنګ او راسخ ولاړ دی ! د علمی بحث اوفتوی ورکولو مسئولیت درڅخه دا غوښتل چې تاسی د بخاری د حدیث او د ابو داود (د ابن عمر ) د حدیث په هکله پوره تحقیق وکړی ، خو معلومیږی چې د موضوع په حدیثی برخه کې مو یوازی دابن حزم خبری اوریدلی او یا منلی دی.

شیخ صاحب د عامر بن سعد په حدیث استدلال کړی دی (وروي النسائي والحاكم وصححه عن عامر بن سعد قال: دخلت علي قرظة… ) الحدیث . هو ، دغه حدیث من حیث السند د احتجاج وړ دی، خو فکر نه کووم چې خپله د شیخ قرضاوی صاحب استدلال به هم پری مسلم وی ، ځکه چې په حدیث کې راځی چې: (في عرس، وإذا جوار يغنين) یعنی په واده کې جنکیو سندری ویلی . که دلته مراد وړی جنکئ وی ( لکه لاندی چې یې وضاحت راځی )، نو دا دغټانو لپاره د جواز دلیل نشی کېدلای . او که مراد بالغی ښځی وی نو دشیخ پورتنئ خبره چې وايي:… داسی سندری په اتفاق سره روا دي ، خو په دې شرط چې د پردیو په مخکې د ښځی سندره نه وی (بشرط ألا يكون المغني امرأة في حضرة أجانب منها) ددي حديث سره متعارضه ده.

شپږم: په حدیث کې ( جاریتان ) یادی شوی دی. او ابو العباس القرطبی په خپل ( المفهم …) نومی کتاب (۳/533) کې وايي چې په ښځو کې( جاريه ) او په سړیو کې ( غلام ) هغه چا ته ویل کېږی چې بالغ نه وی (الجارية في النساء كالغلام في الرجال، وهما يقالان على من دون البلوغ منهما). خو شیخ قرضاوی د هغو علماوو خبره چې وايي دغه جنکئ نابالغه وی ردوی او وايي چې: دی دواړو جنکیو ته د ابوبکر قهریدل ددی دلیل دی چې هغه بالغې وي. خو حقیقت دا دی چې د شیخ صاحب خبره د حدیث د مشهور شارح په مقابل کې نه شی دریدلی اوتعلیل یې هم ضعیف دی ، ځکه چې ابو بکر د جنکیو په ترنم (چې په ځینی روایاتو کې راځی چې دیرا هم ورسره وه ) په غوسه شو . او که چیری دغه رښتیا هم بالغی ښځی وی نو بیا پر شیخ صاحب لازم ده چې د پردیو سړیو په وړاندی د بالغو ښځو سندرو ته هم جواز ورکړی او هغه پورتنی شرط به نه ږدی.

اووم؛  شیخ صاحب بیا په یوه بله اشتباه کې لویدلی چې د عائشی رضی الله عنها د (دوه جنکیو ) پر حدیث د استدلال په ترڅ کې وايي: (والمعول عليه هنا هو رد النبي -صلي الله عليه وسلم- علي أبي بكر -رضي الله عنه- وتعليله: أنه يريد أن يعلم اليهود أن في ديننا فسحة، وأنه بعث بحنيفية سمحة.)  وایم: نه شیخ صاحب بیا دی هم بیړه کړی ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه تعلیل ددی حدیث لپاره ندی کړی ، او دلته یې تعلیل بی معنی دی ،ځکه چې دلته د عائشی په کوټه کې دا کار کېده او یهود څه چې حتی مسلمانان هم پری نه خبریدل تر څو پوه شی چې زمونږ په دین کې د ساعت تیرئ ځای شته . بلکه دغه جمله د عائشی د هغه بل حدیث په تعلیل کې راغلی چې حبشیانو د اختر په ورز په مسجد کې په ډال او نیزه لوبه کوله (بالدرق والحراب). او دي ته هيچا نه سندری ویلی دی او نه یې حرام بللی دی.

اتم: شیخ صاحب بیا وايي چې : د موسیقئ مجوزینو د امت په اجماع هم استدلال کړی دی (واستدلوا لما نقله غير واحد من الإجماع علي إباحة السماع) او بیا یې وروسته د شوکانی دا قول رانقل کړی چې وايي: (ونقل ابن طاهر إجماع الصحابة والتابعين عليه ونقل التاج الفزاري وابن قتيبة إجماع أهل الحرمين عليه، ونقل ابن طاهر وابن قتيبة أيضًا إجماع أهل المدينة عليه) سبحانک … ! مجوزین خپله اعتراف کوی چې حرمت یې د ابن مسعود او ابن عباس نه ثابت دی همدا راز امام طبری په خپل تفسير کي د( لهو الحدیث) په سندرو تفسيرول د ګڼ شمیر تابعینو څخه په صحیح سند روایت کړی دی ، لکه مجاهد ، او عكرمه. او امام طبری په دې آیت کې د مختلفو اقوالو د یادولو څخه وروسته وايي چې : په لهو الحدیث کې ټول لهویات رانغاړل کېږی چې د هغی له جملی سندری هم دی (والصواب من القول في ذلك أن يقال: عنى به كلّ ما كان من الحديث ملهيا عن سبيل الله مما نهى الله عن استماعه أو رسوله؛ لأن الله تعالى عمّ بقوله: (لَهْوَ الحَدِيثِ) ولم يخصص بعضا دون بعض، فذلك على عمومه حتى يأتي ما يدلّ على خصوصه، والغناء والشرك من ذلك.) نو دغه اجماع بیا له کومو صحابه وو اوتابعینو ده ؟؟؟؟!!!!!! د حیرانتیا وړ بله خبره دا ده چې علامه شوکانی – رحمه الله تعالی – چې شیخ قرضاوی یې خبری ټولی دلته راوړی دی د سلفو نه د سندرو د جواز په حکایت کې د ابو الفرج الاصفهانی (دالاغانی کتاب مؤلف) او د العقد الفرید د (أبو عمر الأندلسي – تالیف) په خبرو هم اعتماد کوی!! شک نشته چې د سلفو د اقوالو د صحت او سقم معیار سند دی. او هر چا چې ددغو صحابه وو او یا تابعینو اویا نورو سلفو څخه د سندرو د مطلق جواز دلیل وړاندی کړ (لکه موږ چې د ابن مسعود او ابن عباس او مجاهد اون ورو نه د موسیقۍ د منع دلیل وړاندی کړی دی) نو موږ یې دعوی د سر په سترګو منو، او که نه په بې سنده خبرو باندی کتابونه ډک دی، حتی ډیرو علماوو یې په تحریم هم د اجماع حکایت کړی دی ، بلکه علامه شوکانی اصلا دغه خبری د دې لپاره کړی چې د تحریم اجماع یې نفی کړی، او په دې موضوع کې یې یوه رساله هم د (إبطال دعوى الإجماع على تحريم مطلق السماع.) په عنوان لیکلی ده.

نهم: د حیرانتیا بله خبره دا ده چې شیخ د ابن ماجه په دې روایت استدلال کوی او حجت ورته ښکاری: (وهذا ما يدل عليه الحديث الذي رواه ابن ماجة وغيره: “ليشربن ناس من أمتي الخمر، يسمونها بغير اسمها، يعزف علي رؤوسهم بالمعازف والمغنيات، يخسف الله بهم الأرض ويجعل منهم القردة والخنازير”.) حال دا چې همدغه د بخاری د حدیث یو بل روایت دی ! او ددی نه یې بله ستونزه دا چې همدغه حدیث ابن حزم په همدی ځای کې چې د بخاری روایت یې په انقطاع تضعیف کړی دی دا یې هم د سند په یو راوی (معاویة بن صالح ) ضعیفه کړی دی. نو دا کوم علمی منهج شو ؟؟؟!!!

لسم: شیخ صاحب په یوه بله ستره ستونزه کې ښکېل شوی دی چې وايي: (فسنده يدور علي (هشام بن عمار) (انظر: الميزان وتهذيب التهذيب). وقد ضعفه الكثيرون.) وایم: سبحان الله! کاش چې د شیخ پر ځای بل چا دا خبره کړی وه. ميزان الاعتدال او تهذيب التهذيب خو څه مخطوطات نه دی چې یوازی یو څو کسان ورته لاس رسی ولری ، بلکه هغه لسګونه ګلونه مخګی چاپ شوی دی. هر څوک دی یې اوګوری هلته د ډیرو نقادو رایې یادی شوی دی ، که پرته د ابو داود څخه بل چا په روایت کې تضعیف کړی وی (چې د هغه تضعیف هم غیر صریح دی) نو بیا شیخ صاحب بیخی حق په جانب دی ، او که نورو ټولو چا ثقة او چا صدوق ورته ویلی وی بیا دی نو د لوستونکو نه مخکې – په دې موضوع کې – دشیخ صاحب مریدان خپله قضاوت وکړی.

یوولسم: شیخ قرضاوی د خپلو خبرو په امتداد کې وايي: وأود أن أنبه هنا علي قضية مهمة، وهي أن الاستماع إلي الغناء في الأزمنة الماضية كان يقتضي حضور مجلس الغناء، ومخالطة المغنين والمغنيات وحواشيهم، وقلما كانت تسلم هذه المجالس من أشياء ينكرها الشرع، ويكرهها الدين. أما اليوم فيستطيع المرء أن يستمع إلي الأغاني وهو بعيد عن أهلها ومجالسها، وهذا لا ريب عنصر مخفف في القضية، ويميل بها إلي جانب الإذن والتيسير) وایم : شیخ صاحب بیخی سمه ده چې پخوا به سندری په مجالسو کې اوریدل کېدلی اواوس یې هرڅوک یوازی د خپل ځان سره هم اوریدلای شی. دا بالکل واقعیت دی ، خو په عین وخت کې دا هم واقعیت دی چې نن سبا سندری یوازی ترنم او غږ نه ، بلکه د هغی سره ساز او سرود حتما ملګری وی ، او د سړيو نه ښځی سندر غاړی ډیری دی، اوهماغه چې یو څوک به یې د ځان سره پټی اوری په اصل کې د فسق او فجور اومجون په مجلسونو کې ویل شوی وی، او شک نشته چې ددغی ور خلاصول په حقیقت کې – که څوک غواړی اوکه نه – د فسق او فجور د یو ور خلاصول دي , چې دغه ور باید خلاص نه بلکه بند شی.

دولسم: او په پای کې: د یو ټکی یادول راته خورا اړین ښکاری ، اوهغه داچې : هغه څوک چې د سندرو د تحریم خبره کوی کېدای شی هغوی ډیر یې خپله هم واوری ، خو دا کار ورته ګناه ښکاری او پری پښیمانه کېږی او دالله تعالی څخه بخښنه غواړی، هغوی په دې پوهیږی چې دغه ابتلاء نن سبا بیخی عامه ده، خو وايي: (ګناه چې عامه شی نو رواکېږی نه) په دې عنوان ما په خپل فیسبوک کې یوه لیکنه هم کړی چې لوستل به یې بی ګټی نه وی د شیخ صاحب په مقاله کې نوری هم د ژوری مناقشی وړ ډیری خبری شته چې د هغی ټولو څیړل بیا لیکنه بیخی اوږدوی. درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب