Homeخبرونهایران: د داعش په برید کې له افغانستانه ملاتړ شوی و

ایران: د داعش په برید کې له افغانستانه ملاتړ شوی و

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ د ایران حکومت د دغه هېواد پر شاه چراغ زيارت د داعش ډلې د تر سره شوي برید تر شا له افغانستان څخه د ملاتړ ادعا کړې ده.

دغه هېواد د برید په تور د یو شمېر افغانانو، په ګډون د ۲۶ آذربايجاني او تاجیکستاني اتباعو د نیولو خبر هم ورکړی.

په ياد شوي برید کې، چې د عقرب په څلورمه تر سره شو، د ۱۵ تنو د وژل کیدو او ۲۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

د‌ دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ایران په افغانستان کې د طالبانو له بیرته واکمنيدو له مهمو ملاتړو هېوادونو هېوادونو څخه و، خو له واکمنيدو وروسته ېې د طالبانو د نورو ورته ملاتړو سیمه ییزو هېوادونو په شان افغانستان له خاورې د ترهګرو د ګواښونو د ور پېښیدو شکایتونه کوي.

د طالبانو اداره بيا-بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هېواد خلاف ونه کارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...