تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو او د پاکستان تر واکمنۍ لاندې سیمو کې افغانانو سره د پاکستان د ناوړه چلند خلاف د ولسي پاڅون اعلان وکړ.
ښاغلي پښتين په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« ۱۱ نومبر د جمعې په ورځ سهار نهه بجې به په چمن ګیټ روان ظالمانه چلند پرخلاف په چمن شار کې د PTM تر نظارت لندې د ټول چمن اولسی پاڅون وي.»
نوموړي زياته کړې، چې په چمن، تورخم او انګور اډه دروازو د اولسونو ځورونې پر خلاف به PTM مزاحمت کوي.
نن د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو وغوښتل، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو حقونو د دفاع لپاره لاس په کار شي.
حامد کرزي د پاکستان په سند ایالت کې د شاوخوا ۱۱ سوه افغان کډوالو د بندي کيدو راپور ته په اشارې ویلي، چې ښځو او ماشومانو په ګډون د دغو افغانانو بندي کيدو خواشينی کړی او انديښمن کړی دی.
له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو سره د پاکستان د ځواکونو د ناوړه چلند په اړه ګڼ مستند اسناد خپاره او افغانانو پرې توند غبرګونونه وښودل.
د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو پر ادارې نیوکه کیږي، چې نه یوازې په پاکستان، بلکې ایران، ترکېې او د نړۍ په بل هیڅ هېواد کې ېې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه غږ نه دی پورته کړی.
to all afghans//
please come back to afghanistan.
life in afghanistan in better from pakistan&iran.
you are not homeless in afghanistan.
in afghanistan you can do some thing for your life support.
thank you