جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهنورستان: کامدېش او برګیمټال کې په لومړي ځل روغتيايي مرکزونه جوړيږي

نورستان: کامدېش او برګیمټال کې په لومړي ځل روغتيايي مرکزونه جوړيږي

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ د نورستان لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په دوو ولسوالیو ( کامدیش او برګمټال) کې په لومړي ځل د دوو روغتيايي مرکزونو د جوړيدو چارې پیل شوي او تر ۸۰ سلنې بشپړې شوي دي.

د نورستان ولايت مقام د اعلاميې له مخې، د دې ولايت لپاره د طالبانو والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم دغو ولسواليو ته د سفر پر مهال له جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو لیدنه کړې او مسوولینو ته یې په چارو کې د شفافيت او معيار ټینګار کړی.

سرچېنې زياته کړې، چې مخکې دغو ولسواليو روغتيايي مرکزونه نه لرل او شخصي کورونو کې یې د خلکو درملنه کیده یا ناروغان په سختۍ نورو سيمو ته لېږدول کیدل.

د سویډن کمېټې ځايي مسوولينو د ورته نورو پروژو د عملي کیدو خبر هم ورکړی.

کامديش او برګمټال د نورستان هغه ولسوالۍ وې، چې اوږده موده د جمهوري نظام پر مهال سقوط او د طالبانو په ولکه کې وې.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، په ډېرو هغو سيمو کې چې د جګړې له امله زیات وخت له رغونو او خدماتو محروم وو، د ورته پروژو د پيل خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب