سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهله پاکستان پرته ۵۰ هېوادونو د چین له ایغور مسلمانانو سره ناوړه...

له پاکستان پرته ۵۰ هېوادونو د چین له ایغور مسلمانانو سره ناوړه چلند غندلی

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ د ملګرو ملتونو پنځوسو غړو هېوادونو د کاناډا په غوښتنه د اکتوبر په ۳۱مه د ګډې اعلاميې په خپرولو د چين له حکومت څخه غوښتي چې د ایغور مسلمانانو په اړه د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ سپارښتنې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو په ياد شوي راپور کې چین ته سپارښتنه شوې چې “په سینکیانګ کې د ټولو هغو کسانو د خوشې کولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي، چې د دوی له ازادۍ څخه بې برخې کړي. همدا شان په سمدستي توګه دې د ورکو شویو کسانو ځايونه معلوم او کورنيو سره په تماس کې کړل شي.”

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې مېشل بچلېټ په اګست کې د یوه راپور له خپرولو سره چين د لږکيو ډلو د بشري حقونه په نقض تورن کړی و.

په راپور کې راغلي وو:« د ايغورو او نورو مسلمانانو ډلو نيول او بندي کول د دوی د اساسي بشري حقونو پایمالول دي او دا امکان لري چې د نړيوالڅ جرمونو سره سره په خصوصي توګه د بشري حقونو خلاف يو جرم وګرځول شي”.

د پاکستان د بشري حقونو د پښتونخوا پخواني مشر قاضي شېر محمدخان ویلي، چې د ایغور مسلمانانو پر وړاندې نه يوازې د پاکستان بلکې د اسلامي همکاریو سازمان چوپتيا هم د پوښتنې وړ ده.

نوموړی وايي:« د پاکستان دننه د مذهبي ډلو له خولې پرې هم يو غږ نه اورېدل کيږي، خو اوس ورځ تر بله شعور سېوا کيږي او نړۍ کې په دې اړه راپورته غږونه داسې دي چې راروان وخت کې به نور هم زيات شي ، ځکه چين يوازينی هېواد دی، چې مسلمانان پکې د عقيدې او کلتور په اساس ځورول کيږي.»

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر تېره اونۍ په کابل کې د چين سفير سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی و ،چې د افغانستان له خاورې د چین د انديښنو د حل لپاره به اقدامات کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې د‌ دغو انديښنو او اقداماتو وضاحت نه ورکړل شوی، خو باور دا دی چې چین په افغانستان کې د ایغور مسلمانانو د وسله والو مبارزو د اړوندو ډلو د موجودیت ادعا لري او د‌ دوی پر وړاندې د طالبانو اقدامات غواړي.

د طالبانو منتقدین باور لري، چې چین د پاکستان له لارې پر طالبانو خاص تاثير لري او خپلې ګټې پرې تامینوي.

طالبان بيا د مستقل او متوازن سیاست ادعا کوي او پر ځان د چا اغېز نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب