یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ملا برادر دفتر: افغانستان په ۷مياشتو کې تر يو ميليارد ډالرو...

د ملا برادر دفتر: افغانستان په ۷مياشتو کې تر يو ميليارد ډالرو ډېر صادرات لرل

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ د طالبانو د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د افغانستان د روان لمريز کال د لومړيو ۷ مياشتو د صادراتو ارزښت اعلان کړی.

دغه دفتر په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي:« ‏افغانستان د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د یو میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي چې د هېواد د سوداګرۍ په تاریخ کې یو بې ساری ګام دی.»

د طالبانو په دې اعلاميه کې د دغو صادراتو نور جزییات نه دي ښودل شوي.

د طالبانو له لوري په اونيز ډول د عوايدو خپريدونکي معلومات څرګندوي، چې د عوایدو تر ټولو زياته برخه ېې له کانونو څخه تر لاسه کیږي.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې پر طبيعي زېرمو یې لیلام ګډ کړی او غیر مسلکي طالب چارواکو د بهرنيو کان اخيستونکو په همکارۍ ډېر کانونه کیندلي او په ارزانه پلورلي.

دوی په خاص ډول پاکستان، چین او یو شمېر عربي هېوادونو سره د طالبانو ادعا شوې پټې معاملې په دې برخه کې یادوي، خو طالبانو په دې اړه ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

طالبانو د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو خبر په داسې حال کې ورکړی، چې ورځ تر بلې له افغانستان فغانستان څخه د پانګې د فرار خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب