جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ملي هويت او ملي موجوديت |  سليم شاه

ملي هويت او ملي موجوديت |  سليم شاه

يوه ډيره باريکه او حساسه مساله  چې هر افغان يې نن په اگاهانه او يا غير اگاهانه ډول انديښمن کړي د ملي هويت مساله ده. دا مفهوم د يو اولس ،د يو هيواد، د يو دولت او په ټوله کې ديو ولس د تاريخ، فرهنگ، شتمنيو او  هر څه سره تړاو لري. نن ورځ ډير بنيادي او اساسي پوښتنه دافغان اولس له پاره هم داده  چې يا به يو ،يعني شتون او هستي به لرو  او که په دې ډیره مهه، مساله سر نه خلاصوو نو طبيعي ده  چې بيا  به موجوديت نه لرو.

په دې اړوند غواړو خپلې انديښني دمسايلو په يادښت او د يو لړ فاکتونو په يادونه را پورته کړو.

په دې ليکنه کې لومړي دهويت په باب يو تيوريک نظر وړاندې کوو، اوبيا د خپل هيواد په مسايلو کې  په تېره دا  چې د هيواد  هويت ته څه ستونزي راپيښې دي؟ ايا دا هويت به چې اوس د افغانستان په نامه ياديږي؟ پر ځاى به پاتي شي؟ دوام به وکړي؟ په دې خبرو رڼا اچول غواړو.

په لغوي لحاظ د هويت (identity) کليمه چې له (identities) څخه مشتق شوې ده دوه ماناوي لري چې په ظاهر کې متناقضي دي لکه:

۱- يورنگي او مطلقه برابري.۲- هغه توپيرونه چې دوخت په اوږدو کي دثبات اوتداوم استازيتوب کوي. سره له دي  چې دواړه مفاهم يوله بله سره تناقض کې دي خو په اصل کې دوه اصلي اړخونه چې دهويت بشپړتيا  څرگندوي  اوپر هغه تمرکز ولري د هويت دڅرنگوالي په اړوند چې څه شې دې بيانيږي. خو لومړى لازمه ده  چې د داسې موضوع په باب خبرې وکړو  چې د ارواپوهانو او ټولنپوهانو چې د هويت پيژندني سره مينه لري دهويت  فردي اوټولنيز ځانگړنه را وسپړو .

ملي هويت يا هغه احساس چې يو فرد يې له خپل دولت يا ملت سره لري. د هغو ظهور او څرگندونه په سنتونو، دودونو، فرهنگ، ژبه يا سياست کي په ډاگه کيږي. ملي هويت دارواپوهني له پلوه دخبرتيا  په نامه زموږ اودنورو په توپير کي جوتيږي .

د ېوي ټوليزي پديدې په توگه  ملي هويت کولى شي ديوې پايلي په توگه د هغه عناصرو له حضوره  او د «مشترکو وجوهاتو » څخه  چې دخلکو په ورځنې ژوند کې رامنځ ته کيږي لکه ملي سمبولونه. ژبه، د يو ملت تاريخ، ملي خبرتيا  او لرغونو اثارو کې ځليږي.

ملې هويت په مثبت شکل کې کولي شي  دهيواد پالني ، ملي غرور  او دوطن او خلکو په وړاندې په مثبتو احساساتو کې وځليږي خو په افراطي بڼه کې  په شوونيزم يا عظمت  پالنه کې تظاهر کوي .

ملې هويت څرنگ رامنځ ته کيږي؟: ملي هويت کومه ذاتي ځانگړنه نه ده بلکې دټولنيزو روابطو په اسا س يو نظام دى، چې فرد په هغه مشترکو ټکو باندي تکيه کوي چې له نورو خلکو سره يې لري  او د هغو په لړ کي گډ ملي سمبولونه، ژبه ،ديو ملت تاريخ، د وېني اونژاد، موسيقي، خوراک، اودپخلي سبک په کې شامل وي. د بيلابيلو ټولنيزو اغيزو لاندي افراد عقايد، ارزښتونه، هيلې اواميدونه چې د يو فرد دملي هويت سره برابرښت ولري. همدارنگه ملي هويت په شخصي هويت کي دهغه ځاى نيسي افراد  کله چې خپل ملت پيژني خپل عقايد او ارزښتونه له شخصي نظره له مانا ډک بولي او همدا کارونه او ارزښتونه په ورځني ژوند کې کاروي.

ملي هويت  لکه نور ټولنيز هويتونه په خپل ذات کې يو لړ مثبت احساسات لکه غرور ، له خلکو او يا ملت سره مينه اود خپلو هيوادوالو په وړاندې د مسووليت احساس  ايجادوي. دملي هويت ټولنيز واله لکه دملي غرور  اوبې بديله  احساس دهيواد په وړاندې د ورونو اولسونو ترمنځ دبرابري د ايجاد سبب کيږي اوتر يو بيرغ لاندې ژوند خوند پيدا کوي. کله  چې يو ملت د خپل بهرني دوښمن سره مخامخ کيږي نو نور هم اهميت پيدا کوي په معمول  ډول  دټينگښت يو عامل هم د هيواد پالني دملي هويت دحس  پياوړي کوونکي و ي .

په هغه هيوادونو کې چې بېلابيل قومونه ژوند کوي که چيري اقليتونو ته پاملرنه ونه شي او له هغو سره تبعيضي چلند وشي ، نو ملي هويت کمزوري کيږي. مرکزي دولتونه په تدريج سره خپل کنترول له لاسه ورکوي .فرد هم له دوه گوني احساس سره مخامخ کيږي نو دا هم د ملي هويت دکمزورتيا سبب کيږي.

موږ او ملي هويت:

د شلمي پيړۍ په سر کې کله چې د مشروطه غورځنگ په هلو ځلو هيواد د امان الله خان په زعامت ملي خپلواکي تر لاسه کړه  دملت جوړوني پروسه چې لا تر مخه يو ډول پيل شوي وه  د«امانيه دولت» په سقوط سره يو جريان په ټپه ودريد، دا ځکه چې دملت جوړوني پروسه د اقتصادي اوټولنيز پرمختگ لازمي ده. ديو عصري دولت نشتون هم يو عمده فکتور دي چې دسقوي اړودوړ نه وروسته تر ډېره وخته وځنډيد. د محمد ظاهر شاه د سلطنت په جريان او د دمو کراسي د لسيزي داساسي قانون د انفاذ اويو لړ پرمختيايي پروژو په اساس دا پروسه بيا په حرکت راغله. خو د محمد داوود په له منځه تللو سره هيواد يو وار بيا د  بحرانونو مرکز وگرځيد.

اصلن خو په واقعيت کې د دويمې نړيوالي جگړې وروسته افغانستان په مريي اونا مريي ډول دلويو طاقتونو درقابت مرکز و. خو دا رقابت ډېر محسوس نه و . امريکايانو د هملند پروژه پر ځاى پريښوده. خو په هيواد کې يې د پاکستان په وسيله مذهبي تند ارو په روزلو پيل وکړ. دا پروسه نه يوازې په افغانستان کې بلکې په ټول منځني ختيځ کې هم وه. په مصر کې داخوان المسملين وده اوجريان را منځ ته کيدل چې د جمال عبدالناصر پر ضد يې سبوتاژ کاوه يو ښکاره مثال دي. لنډه دا چې کله په افغانستان کې مرکزي دولت کمزوري شو. نو مذهبي افراطيون په پاکستان کې روزل کيدل  او د نيابتي جنگ له پاره چمتو کيدل. د دې سبب شو،  چې ملې تفرقو ته لمن ووهل شي. ژبني تعصبات چاغ شي، مذهبي توند لاري اوج ونيسي او دترقي ضد اقدامات پلاني شي.

دپاکستان داسلامي ايديولوژي اصلي حاميان او نايبان يعني طالبان  په واقعيت کې دملي هويت دله منځه وړلو له پاره د واېنې (چنجي) حيثيت غوره کړي دى. دوى د مذهب په نامه او د مذهب تر پردې لاندي هڅه کوي چې هغه فکتورونه را دمخه کړي چې د هيواد راتلونکي نسلونه خپل ملې هويت هير کړي، خپل تاريخ له ياده وباسي. او د متحجرو او بې مغزه انسانانو په توگه له ځانه پردي شي.

اوس د هويت مساله او د ملي تواميت مساله د افغانستان له پاره يوازې فلسفي او ټولنپوهنيزه مساله نه بلکې يوه سياسې او د مرگ او ژوند سوال دى. نن ورځ متحجر انکيزيسوني حاکمه ډله  چې د افغانستان د خلکو په اورميږ يې پښې ايښي دي. د دې هويت دله منځه وړلو په لټه کې ده. څو مثالونه يې وړاندي کوو،

ښوونيز نصاب:

دا يو عمده فکتور دي. نسلونه د يو هيواد دتعليمي نصاب په هېنداره کې هم ماضي گوري او هم مستقبل . ځکه هلته شتمني ده، هلته تاريخ دى، هلته فرهنگ دى او هر څه. خو اوسني قرون وسطايي حاکمه ډله هڅه کوي  چې دا نظام داسې جوړ کړي  چې هر څه په اسلام کې را لنډ کړي. دا سمه ده چې اسلام د افغانستان منلې او قبول شوى دين دى. خو هيڅکله په ټوله کې د افغان هويت استازي نه دى. دا يوه بهانه ده. له ديارلس سوه کالو راهيسې واقعي اسلام د افغان فرهنگ سره يو ځاى شوي خپل اعتدال يې ساتلي د نورو مذاهبو درناوې يې د اسلام د پيغمبر او خلفاو د ارشاد له مخې کړي. خو اوس چې کوم حرکت روان دي په واقعيت کې دا تصور کيږي چې يو څه موده وروسته به راتلونکي نسل د افغانستان مشاهير ونه پيژني، د افغانستان له فرهنگ نه به پردي شي  او داسي نور.

بله بيلگه يې د ښووني او روزني مساله ده. همدا اوس  چې په نجونود زده کړې دروازي تړل شوې ددې پايله به لس کاله وروسته څه وي ؟ طبعا نوى نسل به بې زده کړې را لوييږي. هغه ماشوم چې نن په شپږم ټولگي کې دي لس کاله وروسته به کاملن بي سواده وي نه به داکتر، نه به انجنير او نه به ښوونکي وي. تير نسل به هم فنا کيږي نو ټولنه به په څه بدليږي؟

راتلونکي نسل به احمدشاه بابا نه پيژني. ميرويس به نه پيژني. پير روښان خو به هډو مسلمان نه بولي. پاچا خان به هم دهندو ملگري بولي. دا ځکه چې تاريخ نه لولي. ميرمسجدي خان، محمدشاه خان بابکرخيل، وزير اکبر خان  او نور اوان معاصر مشروطه غوښتونکي به نه پيژني بلکې يوازې خالد بن وليد، شاه دوشمشيره او نور عربان به پيژني لکه چې همدا اوس په لره پښتونخوا کې ورو ورو د پاچا خان د نامه ځای ټيپو سلطان او نور نيسي ژبه يې هم له ياده ووځي.

ملي بيرغ: حاکمو حضراتو چې په لومړي قدم کې شل يوويشت کاله پخوا په دې هيواد حاکمان شول، نو دملي بيرغ جنډه يې بدله کړه. اوس چې بيا راغلل بيا يى دا نامقدس کار وکړ، ملي بيرغ له يوې پيړې نه زياته موده کې ددې هيواد پيژندل شوې سمبول وو، اودى .خو دوى منع کړ .

تاريخي ابدات: کله چې يوويشيت کاله دمخه دوى حاکمان شول، نو دباميانو بتان يې  چې ددې هيواد دفرهنگ او دماضي يو  لاس ته راوړنه وه  په بمونو والوزمله. د دې له پاره  چې هيواد له خپلې ماضې سره بې رابطي شي.

د قومونو وحدت او يووالي: دقومونو نه وحدت اونه يو والې لا بله مساله ده. دپاشل کيدو او له منځه تللو. دوى حضرات چې هر کار کوي، نو د پښتون په نامه يې کوي. نور متعصبين چې د پښتون ژبه او فرهنگ او نوم پرې ښه نه لگيږي هغوی هم دې اور ته لرگي اچوي. يعني  چې حاکم حضرات پښتانه يادوي. خو د مسالي له ژورتيا نا خبره دي او هغه دا چې د دوى موجوديت اصلن د پښتنو پر ضد يوه دسيسه ده. له يوې خوا پښتانه په ټوله کې د خپلو اعمالو په اثر د نورو قومونو او مليتونو دوښمان کوي چې د کورني جگړي په شرايطو کي يو له بله پوستکي وباسي او  د جنوسايد اعمالو ته لاره اواره کړي. بله  داچې هغه کسان چې دنورو قومونو په استازيتوب دا خبره تکراروي  په لوي لاس دتجزيي اوملي هويت له منځه تللو ته لاره هواروي، طبعا چې د دې خبري شاته بيا هم هغه اهريمني طاقت پروت دى.

د همدې لړيو  په موجوديت کې به هيواد هغه خواته درومي چې نور به خپل هويت ،تاريخ ،جغرافيه او حدود له لاسه ورکوي.

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب