Homeخبرونهکندهار کې د تښتول شویو نجونو په ګډون ۳تنه له تښتونکو وژغورل...

کندهار کې د تښتول شویو نجونو په ګډون ۳تنه له تښتونکو وژغورل شول

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب نولسمه)‏‌ ‏د طالبانو امنیتي ادارو په کندهار کې د تښتول شویو دوو زده کوونکو نجونو په ګډون د ۳ تښتول شويو کسانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.

د تر لاسه شوي راپور له مخې، د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې دارالمعلمين ته څېرمه کې پرون تښتونکو دوه نجونې تښتولې وې، چې نن د طالبانو امنیتي ځواکونو بیرته پیدا او خپلو کورنيو ته وسپارلې.

دغه نجوني، چې د اتو او لسو کلونو ترمنځ عمرونه لري، پرون له ښوونځي څخه د تګ پر مهال تښتول شوې وې.

د یو بل خبر له مخې، د کاپیسا د کوهستان د دویمې حصې په ولسوالۍ کې پرون طالبانو د يوه سوداګر تښتول شوی زوی له تښتونکو ژغورلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دې پېښې په تور دوه تنه نیول شوي، چې يو ېې په وسله والو غلاوو او وژنو هم تورن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...