ایا غواړئ خپل موټر کې سوي مبلایل او استعمال شوي تېل واچوئ؟ پوهېږم چې ځواب مو نه دی، نو آیا موټر مو درباندې تر خپل ځان ډېر ګران دی؟ که نه وي ،نو خپل بدن مو ولې هره ورځ د سوو مبلایلو او سرپ لرونکو تېلو په شان د غیر صحي خوړو، خوږو شوو شربتونو، سرو کړو خوراکونو او د سګرټو د مضر لوګي سره مخامخ کوئ.
یویشتمې پېړۍ ته د غیر صحي خوړو پېړۍ ویل شوې ده، ځکه هغه خواړه پکې زیات رواج شوي دي چې ژر تیارېږي، خوند او مزه یې ښه او راښکونکې ښکاري؛ خو غذایې ارزښت یې کم دی. البته دا زیاتره د غربي هیوادونو ستونزه ده، خو زموږ په ښاري او تحصیل یافته کسانو کې هم ورځ تر ورځې مخ په زیاتېدو ده.
غیر صحي خواړه موږ زیاتره ناپاکو خوړو ته وایو، خو که دغه خواړه متوازن وي، سم پاک او ښه پاخه شي، غیر صحي ندي. غیر صحي خواړه هغه دي چې متوازن نه وي او غذایي ارزښت یې د انسان د بدن او دماغ د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي غذايي مواد ونه لري.
د غیر صحي خوړو د ژر رواجېدو یو لوی سبب دا دی چې (په ځانګړې ډول په لویدیځو هیوادونو کې) خلک ډېر مصروف دي، په کورونو کې پخلی نه کوي، کورنی جوړښت هم بدل شوی دی، نرو ښځې ټول په کار پسې سرګردانه دي، پخلي ته وخت نشي ورکولی، له بلې خوا دغه غیر صحي خواړه خوندور ، تیار او ارزان هم دي. زموږ ځینې هیوادوال که دغسې محدودیتونه هم ونلري، بیا په دغه برخه کې د لویدیځ ړوند تقلید کوي.
رسنیو او اعلانونو پدې ترویج کې ډېره منفي برخه اخیستی ده. د خوړو په باب ۹۸٪ اعلانونه د غیر صحي او یوازې ۲٪ د غذایي ارزښت لرونکو خوړو په باب دي. په یو سایټ کې مې لا ولوستل چې د لویو کمپنیو مالکان په زرونو میلیونه ډالر د لابيينګ لپاره لګوي، تر څو د داسې قوانینو د منظوریدو مخه ونیسي، چې د دغو خوړو ترویج محدودوي او معیار ته یې برابروي.
د ژر تیاریدونکو غیر صحي خوړو (جنک فوډ/ فاسټ فوډ) ضرر پدې ډېر دی چې مرچ و مساله دار دي، انسان ته ژر د مړښت احساس نه ورکوي او په ډېره اندازه خوړل کېدای شي. له بلې خوا یوازې انرژي لري او د بدن جوړونکي او دفاعي توکي نلري؛ د وزن د زیاتېدو، ډیابټ (شکرې ناروغۍ)، د زړه د ناروغیو، زیات چاغښت، د وینې د لوړ فشار او د مقاومت د کمښت او کمزورۍ سبب کېږي.
پدې ډول خوړو کې ویټامینونه، منرالونه، پروټین او الیاف نه وي او یا پکې کم وي، خو شکره، مالګه او غوړي یې تر حد زیات او زیاتره د مضرو ډولونو څخه وي. پدې خوړو کې چپس، سره کړي خواړه، خواږه شربتونه، پیزا، برګر، کړایي، سره کړي چرګان، غوړ کبابونه، کلچې، کیک، شیرپیرې، ځلوبۍ، بغلاوه او نور غوړ او خواږه خوراکونه شامل دي.
په لویدیځ کې ماشومان هره ورځ تر لسو پورې داسې اعلانونه ګوري چې د دغو خوړو په باب وي. د دا ډول خوړو په پوښونو یې د میوو او سبو انځورونه لګولي وي، خو په منځ کې یې دغه ډول مواد نه وي.
څېړنو ثبوت کړې ده چې د دغه دول خوړو ۹۸٪ له اضافي مالګې، شکرې او غوړو څخه ډک وي او تر عادي خوړو ۴۵٪ زیات خوړل کېږي. په یوه څېړنه کې چې په ۳۰۳۴ دغه ډول خوراکونو وشوه، یوازې ۱۲ یې د متوازنو غذایي موادو لرونکي و. په ۲۰۱۱ کال کې د دغه ډول ۸۴٪ خوراکونو د صحي او متوازنو خوړو سټنډرډ نه و پوره کړي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز د وړاندوینې له مخې که د غیر صحي خوړو استعمال په همداسې چټکۍ سره پر مخ روان وي، نو په ۲۰۵۰ کې به له هرو درو امریکایانو یو تن د شکرې په ناروغۍ اخته وي. مشهورې کمپنۍ لکه کی اف سي، مکډونال او نور د نړۍ په تر سلو زیاتو هیوادونو کې دغه خواړه ترویجوي او د ولسونولويې برخې، په ځانګړې ډول ځینې تعلیمیافته ځوانان یې تقلید کوي.
د دغه ډول خوړو څخه د راپیدا شوو روغتیايي ستونزو د علاج لپاره به امریکا تر ۲۰۳۰ کال پورې ۸۰۰ بیلیونه تاوان وګالي.
متأسفانه افغانستان ته زیاتره منفي رواجونه په افراط راځي، هیله ده د حکومت اړونده ادارې مخکې له مخکې د خوړو معیارونه جوړ او داسې قوانین وضع کړي چې د مضرو او غیر صحي خوړو له ترویجه مخنیوی وکړي. د ټولنې او خلکو د خبرتیا د پروګرامونو جوړول هم ډېر اهمیت لري.
ډاکتر الف شینواری