جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهط له افغان کډوالو سره د پاکستان ناوړه چلند وغانده

ط له افغان کډوالو سره د پاکستان ناوړه چلند وغانده

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب نولسمه)‏‌ ‏د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان ناوړه چلند وغانده.

په وروستيو کې په پرله پسې ډول د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د پوليسو او نورو ځواکونو د ناوړه چلند او حتا د ښځينه وو د بې عزته کولو ويډيو ګانې خپرې شوې دي.

د طالبانو ادارې، په خاص ډول د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په دې اړه رسماً غبرګون نه و ښودلی، چې له امله يې سختو نيوکو سره مخ و.

نن دغه وزارت په یوه اعلامیه کې منفې،چې له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي.

‏د طالبانو ادارې د افغانانو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندلي او له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کړې ده.

طالبانو ويلي، پاکستان کې مېشتو سلګونه زره افغان کډوالو هلته نه يوازې خپل غیر سیاسي ژوند کړی، بلکې د کوربه هیواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې یې هم پاموړ رول لرلی دی.

‏د اعلامیې له مخې، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نه شوه.

‏د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« د بهرنیو چارو وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.»

طالبانو دا اعلامیه په داسې حال کې ورکړې، چې سبا د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند په غبرګون کې د لاريون اعلان کړی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي روانه اونۍ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو وغوښتل، چې په پاکستان کې له ناوړه چلند سره د مخامخو افغان کډوالو د حقونو دفاع وکړي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ څو ورځې مخکې وويل، چې پاکستان يوازې په سند ایالت کې شاوخوا ۱۳۰۰ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي بندیان کړي او د دوی په هڅو يې دیرش تنه خوشې کړي.

پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. زه چې اوس له افغانانو سره د پنجابیانو دا زشت او ناوړه غیر انساني او غیر اسلامي چلند ته ګورم ، په مقایسوي ډول له فلسطیني عربانو سره د یهودیانو او اسرائیلانو اخلاق او انساني برخورد زر وارې ښه دی .
    افغانان خو د ډېرې مجبورۍ له لاسه هلته درغلي ، دوی ستاسو اقتصادي پرمختګ او آبادۍ کې برخه اخلي . تاسو د افغانانو د څلوېښت کلنې غمیزې له برکته چې هغه هم ستاسو د شومو اهد افو له امله رامنځته شوېده ، د اتومي بمونو ، اف 16 الوتکو او د نړۍ له مجهزو اردوګانو څښتنان شوئ .
    زمونږ یو شمېر افغانان اوس پاکستان خپل وطن ګڼي . مګر تاسو ظالمانو داسې وحشت جوړ کړیدی چې د نړۍ هېڅ وحشي هم له خپل همنوع سره نه کوي .
    چراغ ظالم تا شب محشر نه سوزد
    اګر شبي سوزد ، شب دیګر نسوزد

    والله عزیز ذوانتقام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب