جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمنصور احمد خان افغان کډوالو سره د پاکستان « غير انساني» چلند...

منصور احمد خان افغان کډوالو سره د پاکستان « غير انساني» چلند ومانه

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب نولسمه)‏‌ په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان چې اوس د دغه هېواد په بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان د برخې له لوړپوړو دیپلوماتانو څخه دی، منلې چې هېواد ېې افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کړی.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې ادعا کړې، چې دغه چلند له غیر ثبت شویو افغان کډوالو سره شوی.

هغه په ورته وخت کې ټینګار کړی، چې په دې اړه باید په افغانستان کې حاکم لوري سره په خبرو او تدابيرو ستونزې حل شي.

منصور احمد خان ویلي، چې پاکستان باید د افغان کډوالو د کوربه توب په اړه د تېرو څو لسيزو ښه روحيه ژوندۍ وساتي.

د پاکستان نورو چارواکو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ناوړه چلند په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نننۍ اعلامیې ته، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند لومړنۍ اعلامیه ګڼل کېږي، څه نه دي ويلي.

طالبانو نن په خپله اعلامیه کې ویلي:« د بهرنیو چارو وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي روانه اونۍ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو وغوښتل، چې په پاکستان کې له ناوړه چلند سره د مخامخو افغان کډوالو د حقونو دفاع وکړي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ څو ورځې مخکې وويل، چې پاکستان يوازې په سند ایالت کې شاوخوا ۱۳۰۰ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي بندیان کړي او د دوی په هڅو يې دیرش تنه خوشې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب