Homeخبرونهمحسن داوړ له ولسمشر غني سره لیدلي

محسن داوړ له ولسمشر غني سره لیدلي

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب نولسمه)‏‌ د پاکستان په پارلمان کې د وزيرستان پښتون ملتپال استازي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د افغانستان له بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني سره په متحده عربي اماراتو کې لیدلي.

ښاغلي داوړ په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:«له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه خوشحاله شوم. هغه په ​​افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره کار کولو ته ژمن دی.»

د‌ یادې لیدنې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ولسمشر غني د جمهوري نظام له سقوط وروسته متحده عربي اماراتو ته پناه وړې، چې په وروستيو کې ېې د لیدنو کتنو خبرونه زيات شوي.

څه موده مخکې د نوموړي ورور حشمت غني احمدزي، پخواني سلاکار عبدالرشيد ايوبي او یو شمېر نورو کسانو له هغه سره د خپلو لیدنو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...