یکشنبه, مې 5, 2024
Home+انسان د بې دينۍ او دین پر دوه لارې

انسان د بې دينۍ او دین پر دوه لارې

زبیر افغان

(شپږمه برخه)

د خدای منل پر ټولنه او فرد څه تاثیر لري؟

د خدای منل یا ردول داسې مسله نه ده لکه د ژوند یوه بله عامه پېښه چې بس تېره شي، یوازې فزیکي یا مالي زیان يې پر ځای پاته شي، د خدای مسله د انسان پر فردي او اجتماعي ژوند، د هغه پر حال او اینده، د هغه پر دنیا او اخرت، سایکالوجي او عمل ژور اغېز لري.

خدای منل یعنې په خپله خوښه په ژوند کې له ځینو کارونو ځان منعه کول او د نورو بیا کول، خدای منل یعنې د ژوند لپاره یو لوی هدف ټاکل، ژوند یوازې همدا بیالوژيکي زندګي پوري محدود نه بلل، بلکې دغه زندګي اوله برخه ده، مرګ د ژوند پای نه دی، د یوه بل ژوند دروازه ده، په دغه ژوند کې د یوه بل ژوند لپاره تیاري کول، ژوند د ځینو قوانینو په رڼا کې تېرول، د خپلو اعمالو په اړه ځواب ور کولو ته تیاري کول او داسې ډېر ټکي دي چې د خدای په منلو ژوند کې موږ ځای ور کوو او په نه منلو يې له ژونده باسو.

که انسان د خدای وجود ومني، نو دا فکر حتمن کوي چې خالق د خپل جوړ کړي یوه مخلوق لپاره باید قوانین ولري، لکه دا د کایناتو هره برخه کې چې قوانین دي، ټول کایناتو د هماغو قوانینو په رڼا کې حرکت کوي او که یوه ذره مخالفت يې وشي، نو وجود يې تمام بوله، که د لمر په حالت کې کم تغییر راشي نو ښايي پر ځمکه ژوندیو مخلوقاتو ته هم صدمه ورسوي، له دې ښکاري چې یوه ذره مخالفت په کایناتو کې کوم بدلون ته لار جوړوي؟ نو که د کایناتو بې شعوره او بې احساس اجرامو ته يې د نظم ساتلو په پار قوانین ور کړي دي، ایا داسې مخلوق لکه انسان، له دومره وړتیاؤ او اختیاراتو سره به د هغه لپاره هيڅ اصول او قوانین نه وي چې هغه يې په رڼا کې ژوند وکړي؟

په داسې حال کې چې د همدې خالق ځينې قوانین موږ په خپل بدن او شاوخوا کې حس کوو، زموږ ژوند د هماغو اصولو په رڼا کې پيلېږي او ختم يې هم د دې اصولو له مخې وي، یوه دانه په خاورو کې اچول کېږي،که په ډېرو اوبو کې زرغونېږي نو که وچه ځمکه وي، نه پکې شنه کېږي او که کمې اوبه غواړي، نو چې اوبه پر ودروې، بیا نه زرغونېږي، بلکې ورسته به شي؛ دغه اندازه يې چا ټاکلې ده؟ دا یوازې یو مثال دی، دلته هر څه په خپله اندازه دي، که یو ډېر کم مقدار يې کم یا زیات شي، هغه شی پر خپل حال نه پاتېږي، د انسان په بدن کې یو ډېر وړوکی رګ چې بند شي، نو د انسان دا لوی بدن ته يې ستونزې جوړې کړې وي، حتا کله همدا وړوکی رګ د مرګ سبب کېږي، ټول نظام ورسره فلجېږي، دا قوانین دومره قاطع، تلپاتي او ثابت دي چې انسانان کولای شي کشف يې کړي او د همدې قوانینو په رڼا کې د اینده لپاره اټکل وکړي، نو چې یوه برخه قوانین يې موږ په خپل بدن یا شاوخوا کې احساسوو، نو د انساني ژوند د بل اړخ لپاره يې هم باید قوانین ټاکلي وای، د یوه مومن لپاره دا ستونزه حل ده، هغه پوهېږي چې دا قوانین شته او د قران کریم په نوم یوه کتاب کې د ابد لپاره دغه قوانین بیان شوي او خوندي شوي دي.

یو څوک که هيڅ خدای او دین ونه لري، نو د هغه لپاره به یا د هغه خواهشات خدای وي، هر څه چې يې زړه غوښتل، هغه به کوي، قران کریم يې هم یادونه کړې ده(الفرقا: ۴۳، الجاثیة: ۲۳)، یا به د انسانانو په لاس د جوړو قوانینو تابعداري کوي، انسان خو موږ ته معلوم دی چې علم يې څومره محدود دی، وسایل يې څومره محدود دي، عدالت او انصاف يې څومره انسانیت شموله دی؟ د علم او ساینسي ترقي په دې اوسني دور کې څنګه عدالت تامین شوی دی؟ یو ملت له خپل ظالم ځواک سره په ټوله معنا ودرېږي او د بل ملت سر و مال وهي، د یوې ډلې له لاسه يې په لسهاؤ میلیونه خلک له فقر، لوږې، بېکارۍ، صحي خدماتو له کمښت، د تګ راتګ له ستونزو او ګڼو نوور مشکلاتو سره مخ کړي وي، په دروغو د یوه نظام چپه کولو ته لار جوړه کړي او بیا ښه اقرار هم وکړي چې هيڅ نه ول، یوازې دروغ مو ویل، دوه زورور هیوادونه خپل زور، وسلې او ځوک په یوه درېيم هیواد کې سره ازمويي، هلته دوی یوازې وسایل لري، ځمکه هم د بل وي، خلک هم د بل وي، فضا هم د بل وي او زیان يې هم ټول بل ته ځي، دوی یوازې د خپل زور او ځواک نمایش وړاندې کوي، دغه د عدالت او علم نړۍ ده چې انسانان نن په نازېږي!!!

دا ډېره جالبه ده چې د دغه ډول انسان قانون منم، خو د دې انسان د پيدا کوونکي قانون نه منم؟ په کایناتو او زما په خپل بدن کې دې د دې خالق قوانین جاري وي، خو زما په ټولنیز او فردي ژوند کې يې نه منم او نه شته؟ تر هغه چا چې خپل خواهشات يې خدای جوړ کړي وي یا هغه چې د انسان په لاس د عدالت په تمه ناست وي، دا ډېره ښه ده چې د خدای قانون ومنل شي، دا د هر انسان لپاره دی، د هر وخت لپاره دی، پاچا او غریب يې په وړاندې یو دي، ټوله ځمکه د انسانیت مشترک ملکیت بولي، د قومونو او هیوادونو په نامه يې لیکې نه دي پکې کښلې، انسانیت محوره اصول يې جوړ کړي دي، چې هم دا ژوند په سم شي او هم د اخرت، له دې امله چې د هغه قانون عدالت ډېر بنسټیز دی، دایره يې ډېره پراخه ده، اثرات يې پر دنیا او اخرت دواړو لوېږي، نو ډېر د دې حقداره دی چې انسانان يې عملي کړي.

دا چې پر قران باور پوخ شي، نو هغه انسان ښېګڼه کوي، بد نه کوي، قران وايي:

{ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ} [المائدة: 2]

او یو له بل سره پر نیکي و د الهي قوانینو پر رعایت مرسته وکړئ، پر ګنا او تېري د چا کومک مه کوئ.

نيکي او تقوا یوازې دا نه ده چې سبحان الله ووایه د لمانځه پر وخت لمونځ وکړه، بلکې تر دې ډېره ښه لار يې قران کریم داسې بیان کړې ده:

{إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ (33) وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ} [الحاقة: 33، 34].

رښتیا خبره داده چې ده نه پر ستر الله باور در لود او نه يې د بې وزلو لپاره د خوراکي نظام برابرولو ته کار کاوه.

{ وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى (17) الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى (18) وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزَى (19) إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى (20) وَلَسَوْفَ يَرْضَى} [الليل: 17 – 21].

او له دې اوره به هغه تقواداره وساتو چې د خپل مال په ور کړه د ځان تزکیه کوي، (دا ور کړه د دې لپاره نه کوي) چې پر هغه د یو چا پيرزوینې بدله وي، دی يې ور ادا کوي، بلکې یوازې د اوچت رب د رضا لپاره يې ور کوي او ژر به دی په راضي شي.

په ټولنه کې بې سرپرسته او بې وزلي وګړي وي، نو د الهي نظام تقاضا داده چې له هغوی سره مرسته وشي، دا مرسته به يې د احسان سبب نه کېږي، بلکې دا د هغوی حق ده، تاسو به يې د خدای د امر له امله ورسره کوئ، نه دا چې یا د هغه د ښو بدله ور کړل شي یا دې احسان پر بار کړي، قران کریم وايي:

{ وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ (24) لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ} [المعارج: 24، 25].

او هغه چې د دوی په مالونو کې د اړمن او محروم لپاره ټاکلی حق وي.

دلته وینو چې مالونه ټولو د هغو نه دي چې په لاس کې يې دي، هغه طبیعي منابع خو د انسانیت لپاره دي، د یوې خاصې کړۍ له لوري پرې ولکه د قران کریم له مخې روا نه ده، هغه مالونه چې خلک يې په خپل کسب ګټي، هم يې باید له نورو سره شریک کړي. سائل هغه څوک دی چې له خپل کار سره بیا هم خپلې اړتیاوې پوره نه کړي او محروم هغه څوک دی چې د کار اهل نه وي پاته، لکه شل، ګونګ، کوڼ، ړوند، دغه ته ورته کسانو ته باید د اسلامي ټولنې له لوري ټول د اړتیا وړ توکي چمتو شي.

{لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ} [البقرة: 177].

دا نه ده نیکي چې خیتځ یا لوېديځ ته خپل مخونه وګرځوئ، بلکې پر الله، د اخرت پر ورځ، فرشتو، کتابونو، نبیانو ایمان راوړل، خپل مال له دې سره چې مینه ورسره لري، خپلوانو، بې سرپرستانو، مسکینانو، مسافرو او اړمنو ته ور کوي، دغه نیکي ده.

نیکي داده چې پر خدای د باور له مخې یادو کسانو ته د خوراکي توکو د رسولو میکانیزم جوړ شي، د خدای منل په سایکالوجي لحاظ له تاثیر سره پر اقتصاد، کار، اړیکو، علم او د ژوند پر هره برخه اغېز کوي، قران کریم یوازې تر اخرته هم مسله نه خاصوي، بلکي وايي:

{وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ} [البقرة: 265].

او د هغو کسانو مثال چې د الهي رضا او خپل نفس د پياوړتیا لپاره خپل مالونه لګوي.

دلته وینو چې خدای موږ ته په انسان کې د یوه بل موجود خبره کوي، د الهي قانون موافق پر انسانیت نفقه د هغه د خپل نفس د ثابت قدمۍ سبب هم کېږي.

{وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا} [البقرة: 83].

او هغه وخت یاد کړه چې موږ له بني اسرائیلو ټینګه ژمنه واخیسته چې یوازې به د الله حکم منئ، له مور و پلار، خپلوانو، بې سرپرستانو او بې وزلانو سره به ښه کوئ او ټولو خلکو ته به غوره خبره کوئ.

انسان د بې دينۍ او دین پر دوه لارې

دلته وینو چې خدای د انساني ټولنې د نظم لپاره ډېر مهم هدایات ور کړي دي، د ټولنې اولنی بنسټ کورنۍ ده، په کورنۍ کې مور وپلار تر بل هر چا انسان ته نژدې وي او د ښه سلوک حقدار يې دي، ورسره په خوا کې پر هغو کسانو باید ټولنه نظر وساتي، حکومت ورته پام وکړي چې بې سرپرسته شوي دي، کارونه يې خراب دي، له بد وضعیت څخه د هغوی په را ایستلو کې اسلامي ټولنه او حکومت دواړه مسوولیت لري، هغوی ته دا موکه باید برابره شي چې د ژوند ولاړه بېړۍ يې ورسره روانه شي، په دې توګه به د ټولنې خراب او یکنواخته حالت سم شي او توازن به يې وساتل شي، بیا راغلي دي چې له خلکو سره ښه خبره کوئ، له خبرې هدف یوازې دا نه ده چې ښه خبره کوئ، هدف کردار او ګفتار دواړه دي، هم باید ښه معامله ورسره وکړئ او هم ښه ګفتار، ښې خوا ته تلقین ور کول، له بدو يې را ایسارول، د یوې ښې ټولنې خوا ته موږ بیايي.

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} [المائدة: 8].

اې مومنانو! د الله لپاره په(دنیا کې) د انصاف او عدالت محافظین او څارونکي شئ، ان که یو قوم درسره دښمني وکړي هم تاسو د هغوی په مخالفت کې عدالت مه پرېږدئ، عدل کوئ، حقیقت دادی چې عدل اصلن تقوا ده.

له دښمن سره عدالت د الهي کتاب امر دی، حتا که هغوی پر خپل مخالفت اصرار هم وکړي، قران کریم وايي چې بیا به هم عدالت کوئ، عدالت هغه شی دی چې په دنیا کې تاسو له بدو عواقبو ساتلای شي، ان دښمن دې دوستي ته اړباسي، بل ځای وايي:

{ وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ} [فصلت: 34].

(په یاد ولرئ!) په ټولنه او شخص کې ښېګڼې پيدا کوونکی او هغه کار چې خرابي ور څخه پيدا کېږي (د نتیجې له مخې) سره برابر نه دي، د بدي مخه په ښېګڼه ونیسه، نو هغه څوک (چې خرابي ځنې شوې وي) او له دې امله مو ترمنځ دښمني وي، ټینګ دوست به دې شي.

حسنه د ژوند د ارام او سوکالۍ سامان، حسنه هغه څه چې د ژوند توازن په برابر شي، او سیئه هغه شی چې همدا توازن په خراب کړي، نو که داسې کار ځوک تر سره کړي چې د ژوند توازن ته زیان ورسوي، باید په مقابل کې يې هغه کارونه زیات وشي چې توازن رامنځته کړي، په دې توګه به د سیئې اثرات ختم شي او د خلکو ترمنځ د مناسب توازن له امله به نفرتونه ختم شي او ځای به يې انساني ورور ګلوي ونیسي.

په قران کریم کې مومن انسان ته دا ډول ډېرې لارښوونې شوې دي چې د انسان پر فردي او اجتماعي اعمالو او ژوند ډېر زیات اغېز لري، ان د دین و خدای منل د انسان له نفسیاتو بیا تر عمله اغېز پر کوي، یو څوک ښايي دا خبره وکړي چې زه هيڅ دین نه لرم، خو بیا هم دغه خبرې ټولې عملي کوم، مګر دا یو فردي مثال دی، موږ د ډېرو هغو بې خدایه و بې دینه مثالونه په دنیا کې لیدلي دي چې ان د میلینو انسانانو پر وژلو يې هم بسنه ونه کړه او نړۍ يې د جهنم په شان خلکو ته وګرځوله، دا نن په جهان کې بې عدالتي هم د دې همدې کټګورۍ کسان کوي، یوه ورځ په یوه نوم پر یو هیواد برید کوي، بله ورځ بېرته هماغه څه پکې کوي چې پرون يې بد ځنې وړل، دوی اصلن د یوې خاصې کړۍ په مفاداتو پسې ګرځي، نه د انسانیت غم اخیستي دي نه ورته مطرح دی، دا خبره یوازې تر شعاره ده، بله خبره داده چې که یو څوک په خپله قانون جوړوي، نو یوه بله ډله انسانان يې له دې امله نه مني چې دوی د خپلو ګټو ساتنه په کوي، یا هم ناقص دی، یا موږ ولې د هغوی د قانون په منلو هغوی ته په برتري قایل شو، مګر دا ټولې خبرې د خدای د قانون په وړاندې نه کېږي، دلته خبره د یوې ډلې نه ده مطرح، نه د یوه سمت، نه د یوې ژبې، نه بل او بل، بلکې بشر شموله پيغام دی د ټول بشریت لپاره يې د سوکالۍ پيغام ور کړی دی، انسانان يې ځکه باید په وړاندې تسلیم شي چې د هغوی د خالق پيغام دی او د هغوی د ښېګڼې لپاره يې را لېږلی دی.

۲۰۲۲/۹/۱۸

انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې/ زبیر افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب