درېيمه برخه
کاینات د تصادف پایله که د شعوري ځواک اراده؟
له موږ سره تر ټولو مهمه پوښتنه د خالق د وجود ده، که یوڅوک د خالق وجود ومني، بیا د دین په اړه هم پوښتنې ورسره حل کېږي او که خالق نه مني، بیا نو دین له سري نه شته. لومړی باید د کایناتو لپاره د یوه خالق پر شتون خبره وکړم چې وروسته پر دین بحث کول ورسره ښه لګېږي. په دې بحث کې زه یوازې پر عقلي دلایلو اتکا کوم، له دیني متن څخه دلایل نه راوړم.
دینپالان د کایناتو لپاره د یوه خالق وجود حتمي بولي، دوی وايي: دا څنګه امکان لري چې دومره کاینات دې له یوه خالق پرته رامنځته شي؟ بالمقابل يې بې دینان وايي چې که د دومره کایناتو پيدايښت له خالق پرته امکان نه لري، بیا نو د خالق له بل خالق پرته موجودېدل، څنګه امکان لري؟
دا خبره له عقله لرې ده چې د تصادف له مخې دې داسې کاینات رامنځته شي چې په دومره پېچلو قوانینو دې کنټرولېږي، که دا نړۍ د تصادفاتو کور وای، نو دغسې یو تصادف بل ولې نه کېږي؟ زموږ په ژوند کې هيڅ داسې تصادف نه دی شوی، چې د مڼې ونه دې انار وکړي، یا دې له خرې سپی پيدا شي، له انسانه دې یو بل حیوان وزېږي او داسې نور. دا څنګه امکان لري چې په نړۍ دې یوه وړه پېښه هم بې له علته نه رامنځته کېږي، خو د ټولو کایناتو په اړه بیا دا خبره صدق کوي چې هسې خوشي چټې رامنځته شوي دي هيڅ کوم اساسي هدف او تر شا يې د یوه شعوري ځواک پياوړې اراده شتون نه لري؟
زموږ نړۍ ته په کتو او د انساني تجربې له مخې د هر شي تر شا یو علت وجود لري، د علت او معلول اصل که څه هم زموږ د علم/تجربې پایله ده، د کایناتو په اړه يې صدق سل سلنه حتمي نه دی، اما زموږ بحث هم له یوه اسماني مخلوق سره نه دی، دلته بحث بېرته د انسان له انسان سره دی، که هغه انسان د خپل علم او تجربې له مخې پر خالق نیوکې کوي، نو موږ هم د انساني تجربې او عقل په مټ حق لرو چې ځواب يې ور کړو او دغه اصل چې زموږ په تجربو کې سل سلنه رښتنی راختلی دی، موږ يې د کایناتو په اړه هم پر همدې معیار منو.
راځم دې ته چې د یوه علت له شتون پرته د یوه خالق پيدا کېدل څومره ممکن دي؟
د عقل له مخې پر تصادف هم نیوکې امکان لري او د خالق پر وجود هم، اما د خالق د وجود احتمال تر تصادف ښه برېښي. ځکه موږ په خپل ژوند کې هيڅ تصادف نه وینو، دلته هر څه تر منظمو قوانینو لاندې ترسره کېږي، د هر معلول لپاره علت وجود لري، هيڅ ځای بې قانوني نه شته او که تعمیري کارونه، پديدې، حادثې کېږي یا تخریبي، ټول يې دلته د شته قوانینو له مخې رامنځته کېږي، له لویو اسماني اجرامو را نیولې بیا ځه تر هغو شیانو پورې چې حتا وجود يې په سترګو نه معلومېږي، یا هم د مادې د پخواني تعریف له مخې ماده بیخي نه بلل کېږي، مګر تر قوانینو لاندې دي او خپل فعالیت ته دوام ور کوي.
نو که په کایناتو کې موږ د دې هر څه شاهدان یو، بیا نو د کایناتو د تصادف نظریه له جدي ننګونو سره مخېږي، د خالق نظریه زموږ د انساني عقل و علم له مخې ښه خوند پر کوي، پاته شوه دا چې خالق دې بل خالق ولري، دا نو غیر منطقي ده چې خالق دې بل خالق ولري، دا زموږ ستونزه نه حلوي، ځکه بیا هم سوال کېږي چې هغه خالق چا پيدا کړی دی؟ دا سلسله به یو ځای درېږي، نو چې د سلو یا زرو خالقانو تر ممکنه احتمال وروسته يې وروستی خالق فرضوو، تر هغه ښه ده چې د لومړي خالق لپاره بل خالق فرض نه کړو، ستونزه دلته یوه خالق یا شل خالقانو نه ده جوړه کړې، ستونزه د خالق وجود او نه وجود جوړه کړې ده. یوه ډله انسانان د تصادف د نظريې پلویان دي، یوه بله ډله يې تر شا علت ویني، علت يې یو شعوري ځواک دی چې دا هر څه يې رامنځته کړي، تر قوانینو يې لاندې کړي او په منظم ډول يې وجود ور کړی دی.
زما په نظر خالق باید داسې یو څوک وي چې نه ابتدا ولري او نه انتها، که هر یو ولري، بیا د خالقیت صفت خوند نه ور سره کوي، که خالق را پيدا کېږي، نو څوک يې پيدا کوي؟ یا به د تصادف له مخې را پيدا کېږي یا هم به يې بل خالق پنځوي، بیا ستونزه جوړه ده.
زموږ علم، تجربې او ټول وسایل محدود دي، د خالق په اړه د انساني عقل په مټ وروستۍ خبره نه کېږي، د قوي امکان او ناقوي امکان خبره به کېږي، چې دغه نظریه څومره شونتیا لري او هغه يې څومره نه لري. زموږ په نړۍ کې چې تر اوسه څومره تجربې شوې دي، نو د تصادف تر نظريې د علت او معلوله نظریه ډېر شواهد او دلایل لري. زموږ تر مخ هره ورځ د علت او معلول له مخې تعمیر یا تخریب واقعې کېږي، خو هيڅ کس ادعا نه شي کولای چې د تصادف له مخې دغسې یا هغسې کار وشي. زموږ تجربه زموږ لپاره د دې دلیل ده چې کاینات هم د یوه علت له مخې رامنځته شوي دي، موږ يې هغه علت خالق بولو، چې هم زموږ پيدا کوونکی دی او هم د کایناتو.
یوازې د عقل په مټ دلته یوه نظریه هم سل سلنه ثابته نه شي بلل کېدای او نه یو څوک د خپل عقل په مټ سل سلنه باوري کېږي چې یا خالق شته یا نه شته. دا چې موږ مسلمانان ولې بیا په دې میدان کې کامل باور خپلوو، هغه د نورو هغو دلایلو پر بنیاد خپلوو چې زموږ په دیني کتابونو کې له همدې انساني تجربو سره همانګه راغلي دي، که دیني هدایات ور ګډ نه کړو، نو بیا خبره د یوه قوي امکان او ناقوي امکان پاتېږي چې هیڅوک په دې میدان کې په بشپړه فیصدي خپله خبره نه شي ثابتولای، دلته یوازې شواهد او د انساني علم و تجربو دلایل دي، که چا ته د قناعت وړي وي، هغه د تخلیق د نظريې پلوي کوي او که د چا زړه اوبه نه پرې څښي، هغوی د تخلیق نظریه نه مني، نور که يې تصادف بولي یا بله هره بلا، خو تر دې ځایه هره ډله په شک کې ده، هیڅوک د کامل یقین خبره نه شي کولای، که یوازې د عقل په مټ د خدای وجود موندل کېدای شوای، یا هم د تخلیق نظریه بریالۍ وای، نو بیا دیني کتابونو ته څه اړتیا وه؟ ولې يې پر دې موضوع بحث کړی دی؟ دا باید د انسان لپاره د عقل په مټ حل وای، اما زموږ علم یوازې دا په لاس را کوي چې کومه نظریه دلته ډېر شواهد د خپل ملاتړ لپاره موندلای شي.
د انسان یوه کمزوري داده چې کله په یوه شي نه شي پوه، نو له هغه انکار ته ملا تړي، دا ښه خوی نه دی، څوک چې پوهېږي دغه صفت ناسم دی، نو تر دې وروسته باید دغسې ونه کړي. د یوه شي په حقیقت نه پوهېدل د هغه د نه وجود معنا نه ور کوي، یا هم دا معنا نه لري چې زه يې باید ونه منم. زموږ و ستاسو په شاوخوا کې ډېر شیان شته چې موږ يې په حقیقت خبر نه یو، مګر وجود يې منو، تاثیرات يې منو، د خدای وجود ته که د عقل په مټ سل سلنه باوري دلایل نه شي موندل کېدای، پر هر یوه نیوکه کېږي، نو زموږ په نړۍ کې د شته نظام له مخې د هر معلول تر شا علت لاس لري، پر همدې بنیاد نو د کایناتو تر شا هم یو پټ ځواک شته، د وجود لپاره يې شواهد ډېر دي، خو د هر چا زړه اوبه نه پرې څښي، نو ځکه کتابونه راغلي چې دا خبره د خپلو دلایلو، وړاندوینو او معجزو په مټ ثابته کړي، د خلکو سل سلنه باور شي او جنجال ته حل لار ومومي.
یو مثال دلته وړاندې کوم، اوبه موږ و تاسو ټول پېژنو، موږ پوهېږو چې اوبه له اوکسیجن او هایدروجن څخه جوړې دي، که په مناسبه اندازه دواړه سره ګډ نه شي، اوبه نه جوړېږي، دا اندازه يې چا کړې ده؟ کله چې اوبه شي، نو په یوه خاص حالت کې همدغه مایع ماده منجده شي، بیا چې هغه حالت يې ختم شي خپله په مایع ماده بدله شي، بیا چې ډېرې يې ګرمې کړې، نو دغه مایعه یا منجده ماده الوزي او د بخاراتو په شکل پورته ولاړه شي، ایا دغه قوانین د یوه ړانده تصادف ښکارندويي کوي که د یوه باشعوره ځواکمن عالم خالق ثبوت په لاس راکوي؟ که نور مثالونه هم راوړم لیکنه به اوږده شي، پر نورو شواهدو يې تاسو خپله هم فکر وکړئ.
۲۰۲۲/اګست/۱۸