جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله: مشروعيت نه،شريعت غواړم او په سر یې بیا امریکا...

ملا هبت الله: مشروعيت نه،شريعت غواړم او په سر یې بیا امریکا سره جنګ ته تیار یم

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) ‏د طالبانو د لوی مشر (چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) ملا هبت الله اخندزاده په نوم د کندهار په لویه غونډه کې غږيدلي ويناوال نن ټینګار کړی،چې د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت او نړيوال تعامل څخه د اسلامي شريعت د حدودو تطبيق ورته مهم دی.

نوموړي کس په دغه وینا کې زیاته کړې،چې نړيوال د بشري حقونو په نوم غواړي د حدودو د عملي کیدو پر وړاندې خنډ شي،خو دوی به ېې خنډ کیدل ونه مني.

هغه په دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون ته په اشارې ویلي،چې په دغه تړون کې د شرعي حدودو د نه تطبيق په اړه څه نه دي ويل شوي.

هبت الله اخندزاده خبرداری ورکړی،چې که اړتيا شوه، د حدودو د تطبيق لپاره به بيا د امریکا پر وړاندې وجنګیږي.

د هبت الله اخندزاده په خبره، امريکا په نړۍ کې د دیموکراسۍ د حاکمیدو لپاره کار کوي،خو په افغانستان کې د دیموکراسۍ د حاکمیدو ځای نشته.

نوموړي زياته کړې، چې په دې برخه کې به خپل سر هم قرباني کړي.

دا په داسې حال کې ده،چې نن بیا د طالبانو دغه ادعا شوي مشر رسنيو او د کندهار غونډې ګډونوالو ته مخ نه دی ښودلی.

ويل کيږي،چې د‌ دې کار دليل د نوموړي امنيتي اندیښنې دي.

هبت الله اخندزاده په دې وينا کې رسنۍ او یو شمېر سياستوال له نوم يادولو پرته د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې په منفي تبلیغاتو تورن کړي او ويلي،چې قرانکريم د دوی کتاب دی او د نا مسلمانو هېوادونو په شان اساسي قوانينو ته اړتيا نه ويني.

طالب مشر پر خپلو چارواکو نیوکه کړې،چې د شرعي حدودو په تطبيق کې دوه ګونی چلند کوي او د خلکو له ملاقاتونو څخه پټیږي.

هغه د فقر د ختمولو لپاره د سوداګرو د فعاليتونو زياتوالی اړين ګڼلی او پانګوالو ته یې د اسانتياوو د زياتولو خبر ورکړی.

د طالبانو دغه ادعا شوي مشر د دې وينا پر مهال په پنجشېر کې د طالبانو خلاف د منفي تبلیغاتو يادونه کړې او ویلي،چې اوس خلکو دوی ښه پېژندلي او په ښه سترګه ورته ګوري.

3 COMMENTS

  1. د هبت الله اخندزاده په خبره، امريکا په نړۍ کې د دیموکراسۍ د حاکمیدو لپاره کار کوي،خو په افغانستان کې د دیموکراسۍ د حاکمیدو ځای نشته.
    نوموړي زياته کړې، چې په دې برخه کې به خپل سر هم قرباني کړي.
    ښاغلی د ساده ګانو ساده اميرالمؤمنين شيخ هبت الله اخونزاده،
    تا ته پته ده چې تاسې سپينه او په زغرده خبره کول ګرانه خبره ده، خو بايد چې درته وشي.
    تاسې د ډيموکراسۍ د پلي کېدو خبره کړې ده چې په افغانستان کې ورته د حاکمېدو ځای نشته. بيا دې ويلي چې په دې برخه کې به خپل سر هم بلهاري کړي.
    د دروغو پوڼۍ دې ايشتلې ده. که د سر قرباني دې ورکوله، نو ولس ته به راښکاره شوی وای، خو تر ننه چا ونه ليدئ.
    تاسې خو ګوره عالم ياست. زه تاسې ته بيا هم سپارښتنه کوم چې يوځلې بيا تاسې د طه، الشعراء او القصص سورتونه ولولئ او ځان پرې پوه کړئ.
    که ته هلته ښه ځير شې، نو څومره خبرې او سوال وځواب يا په نورو ټکو پوښتنې او ګروېږنې د فرعون او د موسی عليه السلام ترمينځ تېرې شوي دي. همداسې د نورو انبياو او د هغوی د امتونو ترمينځ راواخله. ان تر دې چې نوح عليه السلام ته له توپانه مخکې د کښتۍ په جوړولو وخت کې پرې ملنډې وهلې او همداسې محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم طايف ته د تګ په وخت کې د طايف سردارانو پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته څومره سختی او د ملنډې خبرې وکړې او څنګه بده رويه يې ورسره وکړه؟
    ايا همدا د ډموکراسۍ يوه ښه بڼه نه ده چې هغه مبارک د هغو ټولو ستونزو سره سره له هغوی سره د هغوی پوښتنې ځوابولې؟
    ساده ګله،
    ته خو به په شريعت سودا او معامله نه کوې، خو شل ملاتړي دې چې مخکې درباندې د مشر ملا صاحب محمد عمر په وخت کې او بيا د ملا اختر محمد منصور او بيا يې دوه اوونۍ وړاندې درباندې سودا ونه کړه چې ايمن الظواهري يې درباندې در وتپه.
    تاسې يوځلې بيا زموږ د حنفي او نورو مذاهبو کتابونه او اقوال بيا له سره تېر کړئ. ځينې وخت د لوړو ګټو په خاطر د ځان او د ولس د بهبود لپاره شرعي احکام او حدود تعطيلېدای شي. تاسې د ابن تيميه رحمه الله اقوالو ته هم لږ سوچ وکړئ. ولې دومره ساده ګان کېږئ؟

    • اول زما قسم هغه چا ته ده په ده د خور ښځه وي سي دوۍ هیبت غیبت کاکو لیدلی؟ زما په اند دا د لعنتي پنجاب د ای ایس ای مشر د هیبت غیبت کاکو خبرې کوي. ای لعنتي هیبته غیبته! تا د اسلام تاریخ لوستلی ؟ د تا شریعت د ۱۴۴۴ کالو پخوا په پرتله شرک او د ابلیس شریعت ده ای فاجره د مردار سوي هیبت ځناور ځائ ناستې! اولین ایت سي الله ج د هیرا د غره په غار کې محمد ص ته جبرائیل امین وویل هغه اقراء وه . ولوله ای رذیله طالبه ! الله ج اول قلم پیدا کړ ، بیا یې قلم ته وویل ولیکه. قلم په لوح کککک

  2. لوح محفوظ کې ټول هغه څه ولیکل سي له هغې ورځي بیا تر قیامته پیښیږي. طالبه! ایا هغه ته نه وې سي له کلینتن سره د په کمپ دیوید کې پټي کتنې کولې ! طالبه او ستا پلار اشرار هغه تاسي نه واست سي امریکایانو ته به مو کتابي وروڼه ویل؟ ای ددجال اولاده ای د افغان ولس لپاره د سرطان دانو ای د ډالرو لیونیانو ! تاسي د اسفله سافلین ژورې کندې ته وراچول کیږۍ . له تاسي به الله ج د محشر په ورځ مخ واړوي . ای دهیبته دجال ځای ناستو د لوط ع قومه ! راتلونکي نسلونه به ستاسي په قبرو میتیازي کوي.پنجابي درنه اورتې او اولادونه یرغمل کړي تف لعنت ستاسي په نسل 😡😭

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب