دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا پخوانی لوی درستيز:سراج الدين حقاني اوس موډرنیسټ دی

د بریتانیا پخوانی لوی درستيز:سراج الدين حقاني اوس موډرنیسټ دی

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) د بریتانیا پخواني لوی درستيز نیک کارتر په تازه څرګندونو کې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني د طالبانو په منځ کې یو موډرنیسټ سړی ګڼلی او ويلي،چې له ده او نورو طالب مشرانو سره د تعامل له لارې بايد افغانستان د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په بالقوه مرکز له بدلېدو څخه وژغورل شي.

پخواني بریتانوي لوی درستیز د نورو هغو طالب مشرانو نومونه نه دي اخيستي،چې د ده په باور موډرنیسټان دي.

نوموړي د افغانستان د دولت په سقوط خواشيني ښودلې او اصلي علت یې سیاسي بللی.

د بریتانیا دغه پخواني مقام يادې څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د امریکا په هغه ليست کې شامل دی،چې ۱۰ ميليونه ډالره جایزه پرې ټاکل شوې ده.

په وروستيو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ له افغانانو او نړيوالو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د خپلمنځیو اختلافاتو د موجودیت ادعاوې کيږي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو د دوو لويو ډلو (ملا برادر او حقاني) له منځه کومه یوه ډیره او کومه يوه لږه سخت دریځه ده.

د دواړو ډلو په غير رسمي تبليغاتو او د پلويانو په څرګندونو کې ليدل کيږي،چې د طالبانو د واکمنۍ د نه مشروعیت او ډېرې سخت دریځۍ پر يو بل اچوي.

د طالبانو وياندويان بيا د دوی تر منځ خپلمنځي اختلافات ردوي.

څه موده مخکې د افغانستان لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد په کابل کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو له کبله د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني ته د ملامتۍ ګوته نیولې وه.

3 COMMENTS

  1. هو ستاسو لپاره موډرنیست او ستاسو د ګټو د خوندیتوب عسکر دی
    خو د خوار او بی وزله افغان لپاره د خرمرګیو پلار او د افغانانو لوی قاتل دی.
    په زرګونو بی ګناه افغانان يی دلارو کوڅو په سر په ډیره بی رحمۍ د بمونو په اورکی وسوځول او د خولی وچه مړۍ يی ورله په خپلو وینو او خاورو ولړله. ستاسو لپاره ددې نه بل ښه مډرنیست او ښه عسکر بل څوک کیدلی شی چی دوه کاله يی په غربی قواوو هیڅ ډز ونه کړ خو بل خوا يی په زرګونو افغانان په ډیره بی رحمۍ په یو او بل نوم ووژل.

  2. د انګریز هنر تر نورو غربی استعمارګرانو پدې دلیل ډیر غوړ او جادوئی دئ چی انګریز د شیطان زوی په هر قشر ( واپسګراء، مُډرن، پُست مُډرن، نیکټائی، ږیره، لنګوټه، مُلا ، پیر، روشنفکر، سکولر، افراطی، معتدل ، تکنوکرات ، مؤرخ او همدارنګه افغان، فارس، تُرک، عرب، هندی، پاکستانی او….. ټولنو ) کی ئې ځانته ماهر ماهر مزدوران او خواخوږی روزلی دی البته د نورو استعمارګرانو خلاف، خپل خواخوږی ئې هیڅکله تر استفادې وروسته په دښت او بیابان کی نه دی خوشی کړی بلکه د ژوند تر پای پوری ئې پر سرونو باندی د ناز لاس ور تېر کړیدئ البته ځینی وختونه ئې د لوړو ګټو د لاسته راوړلو پخاطر خپل فکری انډیوالان نورو ” اربابانو ” ته هم د کرائې او اجارې پتوګه سپارلی دی ( سلمان رشدی ) خو دا ګړی او بل ګړی اِراده نلری چی ” خلیفه ګان ” او ” حقانیان ” د بلی معاملې قربانی کړی اِلّا دا چی د مشر او میریزی ورور ( کوبائی لالا ) سره ئې د ” میراث! ” پر سر جنجال را منځته سی البته د مشر ورور د زور او سپین سترګی په وړاندی مقاومت به ور ته مشکل وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب