شنبه, مې 18, 2024
Home+انسان د بې دينۍ او دین پر دوه لارې

انسان د بې دينۍ او دین پر دوه لارې

زبیر افغان

۵ برخه

په دومره پراخو کایناتو کې خدای ته پر ځمکه یوازې انسان ولې مهم شو؟

دا پوښتنه هم په مسخره امیزه لهجه کېږي چې په دومره پراخو کایناتو کې ولې یوازې انسان الله ته مهم دی، هغه ته يې کتابونه رالېږي، رسولان يې ورته کتلي او د ژوند د تېرولو لپاره يې تګلاره ورته ټاکلې ده، دا ولې؟ د یوه ژوي په توګه يې په دومره پراخو کایناتو کې ولې یوازې انسان با اختیاره، با صلاحیته او د دومره وړتیاؤ لرونکی خلق کړی دی؟

دوی اصلن د کایناتو په اړه له اوسنیو علمي حقیقتونو سترګې پټوي، ځانونه يې ناګومان اچولي دي او هڅه کوي د دین په اړه دا پوښتنه داسې مطرح کړي چې له ټولو کایناتو څخه خبره را پرېکړي، په مجرده توګه دا موضوع څېړل زما په نظر د انصاف کار نه دی، انسان د کایناتو یوه برخه دی، که پر انسان بحث کېږي، نو باید پر کایناتو هم خبره وشي، جز له کل څخه جلا کول او بیا پر جز د کل بحثونه کول، که سهي کار نه دی، نتیجه يې هم سهي نه وي او د واقعیت یوازې یوه برخه موږ ته په لاس راکوي، نو دا لازمي ده چې په دې برخه کې کاینات په نظر کې ونیول شي.

دا پوښتنه باید له دوی وشي چې خدای چېرې ویلي دي چې یوازې انسان ورته مهم دی؟ خدای ته ټول کاینات مهم دي، د دې لپاره يې دلیل دادی چې د بقا لپاره يې هر ځای خپل منظم اصول پلي کړي دي، که خدای ته یوازې انسان مهم وای، نو په اسمان کې دغه شته قوانین د کایناتو پر عدم مهموالی دلالت کوي؟ د قران کریم په هيڅ ځای کې دا نه شته چې یوازې انسان مهم دی، دا خبره شته چې انسان ته الله شرافت ور کړی دی(الاسراء: ۷۰)، مګر دا يې نه دي ویلي چې تر ګردو مخلوقاتو شریف دی، په خپل ذات کې شرافت او تر نورو برتري دا توپير سره لري، قران کریم دا هم نه دي ویلي چې په کایناتو کې یوازې انسان ژوندی مخلوق دی یا هم یوازې پر ځمکه ژوي پيدا شوي دي، بلکې په کایناتو کې د نورو مخلوقاتو یا ژوندیو مخلوقاتو یادونه يې هم کړې ده(الشوری: ۲۹)، د هغو په اړه يې دا نه ده منفي کړې چې هغوی نه اختیار و اراده لري او نه خدای ته غیر مهم دي، دا هم نه ده نفې شوې چې خدای هغوی ته قوانین نه دي ټاکلي، بلکې اصول يې ورته ايښي دي(هود: ۵۶) او د شتون په اړه يې خبره قران کریم کړې ده، نور يې موږ ته د هغوی په اړه معلومات نه دي راکړي، بلکې د دې پر ځای چې زموږ تر درک لوړ را ته وږغېږي، دا يې غوره بللې ده چې موږ په خپله ځمکنۍ کره کې څنګه ژوند باید وکړو چې هم دغه د استقرار ځای مو خوندي شي او هم زموږ د هستۍ نعمت وساتو او ارتقا ور کړو؟

دا پوښتنې هغه وخت باید دوی مطرح کړې وای چې نه خو په کایناتو کې نظم و نسق وای، نه بل ځای داسې ژوندی مخلوق وای چې الله دې ورته اصول ټاکلي وای، هر څه هسې پراګنده پراته وای، بې اصولو هر څه رامنځته کېدلای، د هيڅ شي اټکل نه شوای کېدلای، بې قانوني او بې اصولي خپل اوج ته رسېدلې وای، تر دې هر څه وروسته، نو انسان مهم بلل شوی وای، د هغه لپاره اصول وضع شوي وای، پابندیانې پرې عايدې شوې وای، دلته به انسان د خالق د عدالت له مخې پوښتنه کولای چې ولې نورو کایناتو ته د هر ډول بې اصولۍ اجازه شته، خو موږ يې په قانوني چوکاټ کې بند کړي یو؟

که خبره داسې نه وي، بلکې د دې برخلاف وي، نو بیا انسان ولې دا پوښتنې کوي او د دې پوښتنو سرچینه يې څه ده؟ خالق چې دا دومره کاینات پيدا کړي دي، ټول ورته مهم دي، د بقا لپاره يې منظم کړي دي، انسان يې په دې منځ کې داسې پيدا کړی چې د جبر او اختیار دواړې نمونې پکې موندل کېږي، د طبیعت قوانینو ته پابند دی، خو د ټولنیز نظم او ژوند په اړه ور کړي اصولو کې واک لري، که يې ومنل في الحاله او اینده دواړه ژونده به په ښېرازه کړي او که يې مخالفت وکړ، نو د نن په شان یوه جهنمي نړۍ به ولري چې انسان ته به له بل هيڅ شي دومره خطر او ډار نه وي متوجې لکه له خپل همنوعه انسانه چې يې لري، دا له هغو اصولو د مخالفت پایله ده چې انسان يې د خپل اختیار په دایره کې تر سره کوي، تر هغو به انسان د خپلو ناسمو کړنو په بدو پایلو کې د ځور او تنګدستیا ژوند تېروي چې د خپل خالق هدایاتو ته يې نه وي مخه کړې، په هغو يې عمل نه وي کړی او د ژوندانه تېرولو خپله تګلاره يې له کایناتو سره هماهنګه نه وي کړې.

خدای ته ټول کاینات مهم دي، ځکه هر مخلوق ته يې خپل پيغام(دین) ور کړی دی، څوک يې پر داسې فطرت پيدا کړي دي چې هغوی د هغه د امر منلو په وړاندې مجبور دي، داسې قوانین يې ورته وضع کړي دي چې هیڅ مخلوق يې د مخالفت توان نه لري، ټولو ته يې اهداف ور کړي دي او ګرده يې د خپل هدف لپاره لاس په کار دي. په دې مخلوقاتو کې انسان او حیوان داسې دي چې نسبتن ازاد دي، حیوان يې دغسې شعور لري چې پر کومه لار يې زړه غواړي تلای شي، هر ځای چې پرېوزي، خپله خوښه يې پکې چلېږي، انسان بیا اراده لري، تر حیوان ډېر خودمختاره دی، د خپلې ارادې له مخې کولای شي چې د خدای قوانین هم چیلنج کړي یا هم له هغوی سره هماهنګه عمل وکړي.

نو دا خبره سمه نه ده چې ولې یوازې انسان دومره مهم دی؟ ټول پر خپل ځای مهم دي، که لمر نه وای، څه به کېدل؟ که اوبه نه وای څه به کېدل؟ دا خبره هم ناسمه ده چې نو بیا یوازې انسان ته ولې پيغام لېږل کېږي؟ ټولو ته الهي پيغام ور کول شوی دی، ځینې مخلوقات په فطري توګه داسې پيدا شوي دي چې هغوی یوازې د قانون په وړاندې تسلیم وي، ځینې یوازې د شعور تر کچې ازادي لري او ځينې له شعور سره عقل لري او خپله اراده لري، دوی نیمه خود مختاره دي، تر یوه حده الله تعالی داسې پيدا کړی چې فزیکي وجود يې د الهي قوانینو په وړاندې تسلیم دی، د جاذبې قانون ته تسلیم دی، اور ته په لوېدو سوځول کېږي او یخ ته په تلو یخی کېږي، لوږه لري، تږی کېږي، مریضېږي او اخیر پسې مري هم، دغه برخه يې د تسلیمۍ ده، خو بل لور ته بیا عقل لري، خپلواک تصمیم نیسي، په کایناتو کې له شته مخلوقاتو د ګټې توان لري، د خدای له ځینو قوانینو سره د ټکر وړتیا يې ور کړې ده، داسې اعمال کولای شي چې یا شر جوړ کړي یا هم خیر.

د نورو مخلوقاتو خلاف داسې پيدا شوی دی چې نه په کوچنيوالي کې په خپلو ښو پوهېږي او نه په لویوالي کې د انسانیت ګټه په سم ډول سنجولای شي. له دې امله په ماشومتوب کې د انسان لپاره د وقايې تدابیر لازمي دي، که نه ځان په اوبو کې هم اچوي او هم اور ته لوېږي. که لوی شي هم ورته تدابیر اړین دي، له دې امله نو د انسانانو نظامونو قوانین جوړ کړي دي، سیسټمونه فعاله دي څو د انسان د ناسمو کړنو مخه ونیسي او ښو ته يې سوق کړي، عیني معامله خدای هم ورسره کړې ده، د بشریت شموله پیغام په ور کولو يې هغوی ته داسې لارې په ګوته کړې دي چې انسانانو ته ګټورې تمامېږي او له هغو کارونو يې ډار کړي دي چې شر ورته جوړوي. خدای له پيله شر او خیر نه دي پيدا کړي، بلکې انسان ته يې د خیر او شر د کارونو وړتیا ور کړې ده، د هغه ښه او بد کارونه يې د نتیجې له مخې ورته ښودلي دي چې دغه دې په حال او استقبال کې په خیر دي او هغه دې په دواړو وختونو کې په شر دي، نو بناءن باید تعمیري کارونه وکړي نه تخریبي. انسان ته ځکه بېل قانون هم راغلی دی چې د هغه د وجود دوې برخې دي، یوه برخه يې په طبیعي لحاظ د قانون پابنده ده او بله برخه يې خپلواکه ده، نو دغه خدايي قانون يې هغې خپلواکې برخې ته راغلی دی، چې هغه په نورو کایناتو کې نه شته یا موږ ته نه ده ښودله شوې چې نور مخلوقات هم زموږ په شان د ارادې خاوندان شته.

که انسان په خپل عقل ښه او بد سنجولای شوای، د خیر کار يې کاوه او شر يې نه کاوه، نو بیا په نړۍ کې ولې شرونه کېږي؟ انسانانو ولې قوانین جوړ کړي چې پر انسان د انسان د ظلم مخه ونیسي؟ دغه ظالم ولې په خپل عقل دا نه شي سنجولای چې زما له همنوعه انسان سره ولې ظلم و زور زیاتی وکړم؟ دا چې د انسانانو عقلونه سره مساوي نه دي، له دې امله د خیر او شر لپاره یو تعریف هم نه دی شوی، مطلق خیر او مطلق شر هم وجود نه لري، کله د یوه شي وجود یو چا ته خیر وي او بل يې په شر تعبیر ځنې کوي، همدغې نکتې ته په کتو الله تبارک وتعالی هر انسان د دې جوګه نه دی بللی چې خپل پيغام ور کړي، خلکو ته يې استازی کړي او نور انسانان په رهبري کړي.

که داسې وګڼو چې خدای ولې له اوله سره انسان ته د دین د عملي کولو فطري هدایت نه ور کاوه؟ نو ځواب يې دادی چې انسان له لویه سره دین ته مایل دی، د هغه فزیکي وجود چې دلته د شته قوانینو تابع دی، همدا يې خپله ثابتوي چې روان يې هم د یوه قانون تقاضا کوي، له دې امله نو انسانانو ګڼ قوانین جوړ کړي دي، خو په هغو سره انسان ابدي خیر ته نه رسېږي، له دې امله الله قانون را لېږلی دی، دغه را لېږلنه د انسان د روان غوښتنه ده، له دې امله په انسانانو کې تر بې دینانو دینپالي زیات دي.

دا چې ولې یوه کس ته ور کول کېږي؟ نو دا کار يې د انساني وړتیا له امله دی، ځکه په خلکو کې هم یو کس د درست ملت د رهبرۍ لپاره انتخابېږي، دیني استازولي تر انساني هغو ډېر زور غواړي، یو قوي مدیر، پاک نفسه انسان، زړه سواند، ښه رهبر، د بشریت خواخوږی، پر خپل خالق د پياوړي ایمان خاوند، د خلکو لارښود، امانتدار، رښتنی، باعمله عالم، بې اجرته د خدای لور ته د خلکو هدایتونکی او لنډه دا چې پر ځمکه د انسانیت لپاره د خدای مسجم حجت او قاطع برهان وي، دومره ډېر صفات په هر چا کې نه یوځای کېږي، خدای د خاص معیار له مخې خلک استازي کوي، داسې نه ده چې هر څوک د دې وړتیا لري، دا خبره ناسمه ده. د نبوت لپاره پر دغه معیار پوره کسان چې اړتیا شي الله تبارک وتعالی يې خلکو ته استازی ټاکي.

۲۰۲۲/اګست/۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب