تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند د ده په اړه د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ادعاوې رد کړي.
ټرمپ په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې طالبانو سره د سولې تړون د مذاکراتو پر مهال یې ملا برادر ته د هغه د کور انځور استولی او ګواښ کړی و،چې پر امريکايي سرتيرو د طالبانو د بريدونو د دوام په صورت کې به د برادر کور له منځه يوسي.
د ټرمپ په وینا، له دغه خبرداري وروسته ملابرادر ورته چاپلوسي وکړه او پر امريکايي سرتيرو د طالبانو بريدونه ونه شول.
ملا برادر د ډونالډ ټرمپ د ادعا په غبرګون کې ویلي،چې د هغه څرګندونې یوه بې بنسټه افتراء ده.
د ملا برادر د دفتر په اعلاميه کې راغلي:«د محترم ملا صاحب دفتر د هغه او ډونالډ ټرمپ تر منځ د شوې مکالمې بشپړ ږغیز ریکارډ په اختیار کې لري او که اړتیا ولیدل شي، د یاد سند په نشر سره به د موضوع جریان له خپلو هېوادوالو او نړیوالو سره شریک کړي.»
ملا برادر اخند په ۲۰۱۸کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د مشر په توګه د امریکا متحده ایالاتو پلاوي سره د سولې مذاکرات ترسره کول،چې د دغو مذاکراتو په پایله کې د دواړو لوريو د سولې تړون د امریکايي استازي زلمي خليلزاد او ملا برادر اخند تر منځ لاسليک شو.
باور وکړئ دا داوړه څېرې ( ملا برادر او ملا ترامپ ) د بشریت پر تندی د ننګ او عار یو تور خال دئ.