تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني مرستيال محمد يونس قانوني د ځينو رسنيو هغه راپور رد کړ،چې ګواکې په ترکیه کې ېې د جلا وطنه طالب ضدو سیاستوالو له«مقاومت عالي شورا» څخه لاره بیله کړې ده.
يونس قانوني په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه ګڼلي او ټینګار یې کړی،چې د اوسني وضعيت د بدلون لپاره باید ټول افغان نارينه او ښځينه لاسونه سره ورکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې له مقاومت شورا څخه د قانوني د بېلیدو په یوه منسوب لیک کې راغلي وو،چې دی د ملي یووالي د ساتنې او پياوړتيا،د سولې او امنيت د تامين او سیمه ییزو او نړیوالو تعاملاتو په برخه کې د یادې شورا غړو سره ژور اختلافات لري.
یونس قانوني نن د دغه لیک متن رد کړی او دروغجن خبر ېې ګڼلی.
په وروستيو کې د یادې شورا یوه بل مهم غړي او د جمهوري ریاست بل مخکیني لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په یوه زوم کنفرانس کې د خبرو پر مهال نا پښتانه قومونه د طالبانو خلاف جګړې او په افغانستان کې د فېډرالي نظام رامنځته کیدو ته وبلل.
ځينو سرچينو ويلي وو،چې له مقاومت عالي شورا څخه د قانوني د بېلیدو يو اصلي دليل ښايي د دوستم وروستۍ څرګندونې وي.