دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف ته د کرزي غبرګون؛د ترهګرۍ مرکز او ملاتړی دواړه ستا...

شهباز شريف ته د کرزي غبرګون؛د ترهګرۍ مرکز او ملاتړی دواړه ستا هېواد دی

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ‎ملگروملتونو په عمومي اسمبلې کې د ‎پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغو څرګندونو ته توند غبرګون وښود، چې گواکي تروریستي ډلې په ‎افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري.

ښاغلي کرزي په یوه اعلامیه کې يادې څرګندونې نا سمې او له واقعیته لرې وګڼلې.

حامد کرزی زیاتوي:« د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې ‎افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په ‎پاکستان کې دي او د ‎پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د ‎افغانستان په خلاف استعمالیږي.»

د حامد کرزي په ټویټر پاڼه کې راغلي:«پخوانی جمهور رئیس د ‎پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له نا سمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.»

نن د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د پاکستان او شهباز شريف له نوم اخیستو پرته په محتاطانه ډول د نوموړي څرګندونې رد کړې وې.

د طالبانو يو شمېر پلویانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په ټویټر پاڼه کې یې لیکلي،چې د متقي د غبرګون په نسبت د ده غبرګون ډېر خوشاله کړل، ځکه په وینا یې د متقي ځواب د یوه مستقل افغان ځواب ته نه پاتې کیده.

1 COMMENT

  1. موټکی بې همته د پنجاب غلام خو هغه متل ده چي کب وایی ما خو به خبرې کړې وې خو کله سي خوله وازوم اوبه مي په خوله کې راتویږي. دغه لعنتي سي په پنجاب کې یې د افغان ولس په وینو ګټلې شتمني د لاسه ونه وزي د پنجاب نوم په خوله نه اخلي. همدارنګه د کباړي زامن خرکانیانو او چړیان ملایان ملهدان 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب