Homeخبرونهکابل کې یوه ښځه د خپل ژوند د ملګري د وژلو په...

کابل کې یوه ښځه د خپل ژوند د ملګري د وژلو په تور ونیول شوه

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) ‏د کابل لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ چارواکو ویلي،چې نن يې يوه ښځه د خپل ژوند د ملګري د وژلو په تور نيولې ده.

د طالبانو د دغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وويل، دا ښځه د لسمې حوزې په چهارکلا سيمه کې د سيمې خلکو په همکارۍ نیول شوې.

ځدراڼ زیاتوي،چې له تورنې ښځې څخه يوه تومانچه هم تر لاسه شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادې ښځې دوسيه بشپړه او اړوند ارګان ته واستول شوه.

د‌ طالبانو له واکمنيدو وروسته د کورني تاوتريخوالي د داسې پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

اقتصادي او بشري ناورين، وزګارتیا او له دې کبله د رواني ستونزو زيادښت د داسې پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...