Homeخبرونهمتقي د شهباز شريف له نوم اخیستو پرته د هغه وروستۍ څرګندونې...

متقي د شهباز شريف له نوم اخیستو پرته د هغه وروستۍ څرګندونې رد کړې

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) د طالبانو حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي پرته له دې،چې د پاکستان يا یې د صدراعظم شهباز شريف نوم واخلي، د دغه هېواد او شریف له لوري پورې شوي تورونه ېې رد کړل.

نوموړي نن په ارګ کې د طالبانو د کنټرول لاندې دولتي رسنيو په ستاینغونډه کې وويل:«د دنیا مغرضې کړۍ او استخبارات په دې لګیا دي چې افغانستان نړۍ ته د ترورېزم مرکز ور معرفي کړي.»

ملا متقي زیاته کړه،چې ځینې کړۍ غواړي افغانستان منزوي وساتي، خو دوی نړيوالو ته روښانه کړې، چې په افغانستان کې بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف پرون د ملګرو ملتونو د عمومي کنګرې په کلنۍ غونډه کې ادعا وکړه، چې بېلابېلې تروريستي ډلې لکه داعش، TTP، القاعده او نورې په افغانستان کې دي.

نوموړي وويل،چې په دې اړه پاکستان له نړېوالې ټولنې سره مشترکې اندیښنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...