شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeمقالېنه ترهګر، نه‌‌ لنډه غر!

نه ترهګر، نه‌‌ لنډه غر!

نجیب الله احمدزی

افغانستان قحط الرجال نه دی،چې پخواني پاټکیان پکې طالبان (ترهګر) بولي او د بدیل په حیث یې ځان مطرح کوي.

همدا ډول، طالبان دې هم خلک په دې نه غولوي،چې ملت دې له ټول وحشت، استبداد او انحصار سره دوی ومني کنه د دوی په اصطلاح پخواني پاټکیان (لنډه غر) به بیا حاکمیږي.

نه ترهګر، نه لنډه غر!

افغانستان نیږدې ۴۰ميلیونه نفوس لري، دوی کې د ټولو ترهګرو او لنډه غرو شمېر نیم میلیون او د ټولو پلویانو او همفکرو شمېر ېې ښايي پینځو میلیونو ته ونه رسيږي.

د افغانستان اکثريت خلک نه ترهګر او نه لنډه غر مني.

افغانانو له دغو دواړو لوريو تل نفرت کړی او دا نفرت یې ثابت شوی هم دی.

په اويايمه لسيزه کې د جهادي تنظیمونو په نوم د ځينو پاکستان پلوو ډلو حاکمیدو سره ډېر افغانان، چې له هېواده وتلی شول، ووتل.

د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ په جریان کې هم ډېرو افغانانو هېواد پريښود او دا ځل واکمنيدو سره خو ېې هر څه ټول خلک ويني، چې څومره خلک، په څومره خوارۍ لکه دوزخ نه چې په تېښته وي، داسې د طالب د لاسه وطن پريږدي.

طالب او جنګسالاران لکه د یوې سکې دوه مخه،‌ دواړه ښايي د ځینو سطحي تفاوتونو سره د يو بل بديل شي، خو د افغان ملت ایډیال ادرسونه هیڅ یو نه شي کیدای.

په دې حقیقت ټول وطنوال ښه پوهیږي،چې دواړه لوري پاکستان زیږولي او دې ته روزلي چې افغانستان په جګړو کې ايسار وساتي، کمزوری او ذلیل ېې کړي او دوی د افغانستان له خاورې او امکاناتو څخه د ناوړه استفادې تر څنګ دنيا والو سره ډول ډول معاملې ورباندې وکړي.

دا هم يو استخباراتي تبلیغ او تکتیک دی،چې افغانان يو بل ته نه جوړيدونکي او نه رهبري کیدونکي وښيي.

تاریخ شاهد دی،چې افغانستان د لیډرشیپ اوسنيو تیوریو نه ډېر پخوا ډېر داسې بچي لرل،چې عادي پرستيژ نه ولاړ شوي، ملت ېې یو کړی او د امپراتوريو د ختمولو تر څنګ ېې خپلې امپراتورۍ هم رامنځته کړي.

زه نه غواړم ملت ته د کاذب غرور پیچکاري وکړم، خو دا حتما ورته وایم چې د کاذبې کمزورۍ پیچکارۍ ورته شوي، بې هوښه کړي یې دي او دې بې هوښۍ نه ډېر ژر باید ځان وباسي.

خلک باید همدومره بیداره شي،چې د بحران ښکېل لوري یې له اذهانو سره لوبې ونه کړي، ملت اوس هغه نالوستی او لار ورکی ملت نه دی او که وي هم، نه باید دغسې دوام وکړي.

دا هم باید روښانه وي،چې د هېواد د ازادولو او نجات لپاره د غرب يا پخوانيو ټاميانو نسخې هم نور چلښت نه لري.

د بحران د حل لپاره باید تاکید په دې وي،چې ملت په نوو لارو فکر وکړي، تصمیم ونیسي، له خپله منځه څوک ودروي او افغانستان له ملاییزم، لنډه غريزم، ټاميزم او نورو مردودو ایزمونو نه خلاص او په داسې ملي چوکاټ کې را ټول کړي،چې د رد شویو لوریو په ګډون ټولو ته په خیر او د واحد ټغر حیثیت ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب