Homeخبرونهامریکا له افغانستانه د غیر ناټو مهم متحد مقام لغوه کړ

امریکا له افغانستانه د غیر ناټو مهم متحد مقام لغوه کړ

تاند(شنبه، د میزان ۲ مه) د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون (جمعه) له افغانستان څخه له ناټو دباندې د مهم متحد نوم واخیست.

افغانستان د پخواني ولسمشر بارک اوباما له لوري په ۲۰۱۲ م کال له ناټو دباندې د امریکا مهم متحد اعلان شوی و.

بایډن خپله دا پرېکړه په یوه یادښت کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته اعلان کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو افغانستان د دې لپاره له ناټو دباندې خپل تر ټولو مهم متحد اعلان کړی و چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته په اسانه وسلې ورکړای شي.

د بایډن په لیک کې راغلي:«د هغو اختیاراتو پر اساس چې د امریکا د متحدو ایالتونو اساسي قانون ما ته راکړی دی؛ د امریکا د غیرناټو د اصلي متحد په توګه د افغانستان غړیتوب لغوه کوم.»

له افغانستانه د غیرناټو متحد د مقام له اخیستلو وروسته د امریکا د غیرناټو متحدانو شمېر ۱۷ دی.

ارجنټاین، استرالیا، بحرین، برازیل، مصر، کولمبیا، جاپان، اسراییل، مراکش، کویت، نیوزیلنډ، پاکستان، فلیپین، قطر، جنوبي کوریا، تایلنډ او تونس له ناټو بهر د امریکا مهم متحدان دي.

امریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...