شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهط-انو له ارګ څخه د افغانستان د تاريخي شخصيتونو او مشاهيرو عکسونه...

ط-انو له ارګ څخه د افغانستان د تاريخي شخصيتونو او مشاهيرو عکسونه ايسته کړي

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) د ارګ ماڼۍ تازه رسنیز شوي عکسونه څرګندوي،چې طالبانو له مهمو تالارونو څخه د افغانستان د تاريخي شخصيتونو او مشاهيرو عکسونه ايسته کړي.

تاند ته د ارګ د چهارچنار ماڼۍ د غونډو د تالار په رسیدلو عکسونو کې لیدل کېږي،چې د احمد شاه بابا، میرویس نیکه، سید جمال الدین افغان، وزیر محمد اکبر خان ،غازي امان الله خان او ډېرو نورو افغان اتلانو او مشاهیرو عکسونه له دغه تالاره ايسته شوي او پر ځای ېې ځینې خطاطي شوي تابلو ګانې چې په عکسونو کې ېې محتوا سمه نه معلومیږي، لګول شوي دي.

طالبانو نن په چهار چنار ماڼۍ کې د دوی تر کنټرول لاندې د افغانستان د دولتي رسنيو د تقدیر لپاره غونډه جوړه کړې.

په دې غونډه کې یادې رسنۍ د طالبانو د يو کلنې واکمنۍ د راپور له امله ستایل کېږي.

طالب چارواکو د افغانستان له ارګ څخه د تاریخي شخصیتونو او مشاهیرو د عکسونو د ایسته کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، له ځینو دولتي ادارو څخه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان انځورونه ايسته شوي وو.

هغه مهال د طالبانو مدافعینو یاد شوی عمل د دوی د جنګیالیو تېروتنه او خپلسری عمل باله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب