یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه

امریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه

تاند(جمعه، د میزان ۱ مه) د امریکا متحدو ایالتونو نن اعلان وکړ چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستې لپاره به ۳۲۷ میلیون ډالره نوره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم، په دې مرسته ۱۱۹ میلیون ډالره د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، کډوالو او مهاجرت د ادارې له لارې د بشري چارو لپاره ورکول او نژدې ۲۰۸ میلیون ډالره د بشري مرستو لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له لارې ورکول کېږي چې له دې سره د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تېر یو کال کې افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ته یې د امریکا ټولې مرستې تر یو ملیارد او سلو میلیون ډالرو اوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې همداراز ویل شوي، متحد ایالتونه افغانانو ته ژمن دي او د نړیوالې ټولنې پر نورو غړیو ږغ کوي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستې په اړه د سږ کال د مارچ په ۳۱ نېټه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي:«د افغانستان له خلکو سره زموږ ژمنه بې پایه ده. موږ اړو کسانو ته د هغوی جنسیت، توکم، ذات، جسمي وضعیت، دین، مدهب، یا مسلک ته له کتو پرته مرسته کوو. موږ د دې نړیوالې غوښتنې په اړه د نورو د ونډې هرکلی کوو او پر نورو ږغ کوو چې په خلاص لاس له افغانانو سره بشري مرسته وکړي او د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

امریکا په داسې حال کې له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو بشري مرسته اعلان کړه چې پرون د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بیړني وضعیت د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړ.

دغه پروګرام افغانستان د شپږو هغو هېوادونو په کتار کې یاد کړی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، او په خبره یې اوسېدونکي یې باید د مړینې له ګواښه وژغورل شي.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول، اکثرو مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې او د امریکا له لوري بیا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې، په سلګونو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې چې له امله یې افغانستان کې اقتصادي کړکېچ رامنځته شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب