یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامريکا افغانستان ته ۳۲۷ميليونه ډالره بشري مرسته اعلان کړه

امريکا افغانستان ته ۳۲۷ميليونه ډالره بشري مرسته اعلان کړه

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستان سره د خپل هېواد د ۳۲۷ميليونه امريکايي ډالرو نوې بشري مرسته اعلان کړه.

 نوموړي په یوه اعلامیه کې وویل،چې دا مرسته به د نړيوالو بشر پاله ادارو په وسيله ووېشي.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو له امریکا متحده ایالاتو څخه بیا-بيا غوښتي چې د افغانستان شاوخوا ۱۰ميليارده ډالره کنګل کړې بانکي زېرمه په واک کې ورکړي.

امريکايي چارواکي بیا وايي،چې يادې پيسې د افغانستان مشروع دولت ته سپاري او طالبانو ته ېې ځکه نه ورکوي،چې اداره يې ملي او نړيوال مشروعيت نه لري او دغو پيسو نه د ناسمې استفادې احتمال موجود دی.

امریکايي چارواکو له طالبانو سره د نه تعامل باوجود ویلي، چې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ولاړ دي او د ملګرو ملتونو له لارې د څلويښت ميليون ډالري بستو په برابرولو کې مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې،د افغانستان شاوخوا ۲۵ميليونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دغه وضعیت ورځ تر بلې خطرناک کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب