Homeخبرونهمنصور احمد خان: پر ډیورنډ کرښې اغزن تار غځول د ط-انو په...

منصور احمد خان: پر ډیورنډ کرښې اغزن تار غځول د ط-انو په مشوره دوام لري

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ په افغانستان کې د پاکستان منصور احمد خان وايي،چې پر افغانستان د طالبانو حاکمه اداره پر ډیورنډ کرښې له اغزن تار غځولو سره ستونزه نه لري.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې دا هم ویلي،چې‌ پاکستان او د طالبانو حاکمه اداره دواړه پر ډیورنډ کرښې د ترهګرۍ ستونزې د حلولو لپاره ګډې هڅې کوي.

د پاکستان د پخواني سفیر په وینا، طالبانو او پاکستان هوکړه سره کړې، چې پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د غځولو په ګډون پر «پولو» هر ډول فعاليتونه په مشوره ترسره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې د پاکستان د پخواني سفیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

منصور احمد خان،چې په افغانستان کې ېې د جمهوري نظام په وروستيو کې دنده پيل کړې وه، د نظام له سقوط وروسته د طالبانو پر جوړې شوې ادارې د ډېر نفوذ او د طالب چارواکو د ډېر استجواب او کنټرول له امله د افغانستان وايسرای ګڼل کیده.

وايسرای د پخواني بريتانوي استعمار هغو استازو ته ويل کيده،چې په مستعمرو کې ېې د بریتانیا د امپراتورۍ ځواکمنه استازولي کوله.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...