پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کابل نننۍ پېښه،د ۴ تنو د وژل کیدو او ۱۰نورو د...

د کابل نننۍ پېښه،د ۴ تنو د وژل کیدو او ۱۰نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ په کابل کې د ايمرجنسي روغتون سرچينو ويلي،چې د وزير اکبرخان جومات مخې ته د نن ماسپښين له پېښې ۴ جسدونه او ۱۰ ټپیان ور وړل شوي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي،چې د پېښې قربانيان او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

طالبانو د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ‏د جوماتونو او لمونځ کوونکو هدف ګرځول ستر او نه بښونکی جنایت ګڼلی.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

پرون ماښام د کابل په خيرخانې سیمه کې د طالبانو یوې پوستې ته څېرمه هم د درنې چاودنې خبر ورکړل شوی و.

په وروستيو ورځو کې له کابل څخه د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.

پرون د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ايټاليا، ناروې او بریتانیا په یوه ګډه اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په حاشیه کې خپره شوې، ټینګار شوی،چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د یوه منتخب حکومت رامنځته کېدل اړین دي.

په دې اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی،چې د منتخب، ټول ګډونه او ځواب ويونکي حکومت له رامنځته کيدو پرته به افغانستان کې وسله والې شخړې خورا زیاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...