Homeخبرونهتازه: د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې چاودنه شوې

تازه: د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې چاودنه شوې

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ لومړني راپورونه وايي،چې د کابل ښار په دیپلوماتیکه سیمه وزير اکبرخان مېنه کې د درنې چاودنې غږ اوریدل شوی.

ویل کیږي،چې دغه چاودنه په وزير اکبرخان جومات کې رامنځته شوې، چېرته چې معمولا د جمعې ورځې د لمانځه لپاره یو شمېر مهم طالب چارواکي ورځي.

يو شمير سرچينو ويلي،چې دغه غږ په شهرنو سیمه کې هم اوریدل شوی.

د طالبانو امنيتي چارواکو او نورو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون ماښام د کابل په خيرخانې سیمه کې د طالبانو یوې پوستې ته څېرمه هم د درنې چاودنې خبر ورکړل شوی و.

په وروستيو ورځو کې له کابل څخه د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.

پرون د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ايټاليا، ناروې او بریتانیا په یوه ګډه اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په حاشیه کې خپره شوې، ټینګار شوی،چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د یوه منتخب حکومت رامنځته کېدل اړین دي.

په دې اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی،چې د منتخب، ټول ګډونه او ځواب ويونکي حکومت له رامنځته کيدو پرته به افغانستان کې وسله والې شخړې خورا زیاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...