Homeخبرونهافغانستان د ملګرو ملتونو د عمومِي اسمبلِۍ په حاشیه کې؛ نړیوالو څه...

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومِي اسمبلِۍ په حاشیه کې؛ نړیوالو څه بحثونه پرې لرل؟

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومِي اسمبلِۍ له کلنۍ غونډې څخه راپورونه وايي،چې افغانستان د ژور بشري او اقتصادي ناورين سره بیا هم سږ کال د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې يو حاشیوي بحث دی.

د عمومي غونډې مطبوعاتي څارنې څرګندو،چې لږو ویناوالو د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړي.

په دې ترڅ کې تر اوسه د قطر امیر د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د سولې د لاسليک شوي تړون د عملي کیدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی،چې افغانستان ته نه پاملرنه به دغه هېواد د ترهګرو په مرکز بدل کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا له طالبانو غوښتي،چې د بشري حقونو د تامين په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د فرانسې ولسمشر بيا په افغانستان کې د بشري ناورين موضوع یاده کړې او ورته د نړیوالې پاملرنې غوښتنه ېې کړې ده.

له دې وراخوا، په حاشیوي بحثونو کې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو په محوریت، هغه هم د افغانستان په اړه د دوو ځانګړو استازو په کچه ېې ځینو هېوادونو سره بحثونه او رسنیزې اعلامیې مطبوعاتي شوي.

د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ايټاليا، ناروې او بریتانیا په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی،چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د یوه منتخب حکومت رامنځته کېدل اړین دي.

په دې اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی،چې د منتخب، ټول ګډونه او ځواب ويونکي حکومت له رامنځته کيدو پرته به افغانستان کې وسله والې شخړې خورا زیاتې شي.

امریکا متحده ایالاتو په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په حاشیه کې د قطر، ترکېې، پاکستان او ازبکستان په ملتیا یوه اعلامیه کې ویلي،چې طالبانو سره به د ټول ګډونه حکومت د جوړولو، د بشري حقونو د رعايت، د‌ ښځو د حقونو او په خاص ډول د تړل شويو ښځينه ښوونځيو د پرانيستلو په شرط اړیکې عادي حالت ته راولي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې او حاشیو څخه ېې مطرح شویو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

شنونکي، د ملګرو ملتونو له عمومي بحثونو څخه د افغان ناورین حاشېې ته کول افغانستان او نړیوالو ټولو ته په تاوان بولي او پر طالبانو نیوکه کوي، چې د سخت دریځو او نا معقوله سیاستونو او اقداماتو په وسيله یې د افغانستان ډېر فرصتونه ضايع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...